د عراق د کوردانو د سلیمانیې اوسېدونکی اراس نه یوازې په پښو انځورونه باسي، بلکې یو شمېر نندارتونونه یې هم جوړ کړي. د عثمان په ډېریو انځورونو کې د کوردانو د سیمې طبیعي یا قدرتي ښکلا او د هغه د ژوند دردناکه کیسه کښل شوې. په اړه یې د رویټرز اژانس ویډیو وګورئ.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت رسنیو ته په یو استولي پیغام کې ویلي چې، د کابل په ګلبهار ټاور کې د جولای پر لومړۍ نښته سهار اته نیمې بجې پیل شوې وه
د جولای پر لومړۍ نېټه د کابل له محمود خان پله سره نېږدې موټر بم چاودنه شوې چې پکې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
افغان چارواکي وايي، د تېرو کلونو په پرتله په افغانستان کې د ګوزڼ د ناروغانو شمېر زيات شوی دی. دوی زياتوي چې اوسمهال تر يو مليون زيات ماشومان د پوليو له واکسينه بې برخي دي.
د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازی نېکلاس کې هیله لري تر سېپټېمبره د سولې هوکړه وشي، خو تر هغې وخت کم دی.
له خپل کور او کلي بېځایه شوې صبرینې له ستونزو سره سره تازه تعلیم ته مخه کړې. نوموړې د یوې مرستندویې ټولنې په همکارۍ خپلې زده کړې پیل کړې دي. د ازادۍ راډیو خبریال عالم رحمانیار د صبرینې او یو شمېر نورو یتیمو ماشومانو پر ژوند او زده کړو راپور برابر کړی. اېډېټ: لېمه هادي
د افغانستان د کندهار والي حیات الله حیات د جون پر ۲۹مه خبریالانو ته وویل چې په نیول شویو وسله والو کې د فرا لپاره د طالبانو څارنوال په خوست کې د دې ډلې یو مشر هم شامل دی. راپور: صادق ریښتینی ایډیت:هدایت سلطاني
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې غړي راشد خان له پاکستان سره تر لوبه وړاندې ویلي چې د دې لوبې لپاره یې پوره تیاري کړې ده. د راشد خان خبرې په دې ویډیو کې واورئ
د پېښور تاجرانو او دوکاندارانو د جون پر۲۷مه د پېښور په چوک یادګار کې د صوبايي او وفاقي حکومت د نوو ټېکسونو او نوو پالیسیوو پر ضد احتجاجي لاریون وکړ. په دې اړه د غلام غوث ویډیويي رپورټ وګورئ.
د کالاش فارسي ګله، چې هنري نوم یې اریانا دی، وايي، په سیمه کې یې د موسیقۍ لپاره اسانتیاوې نشته. نوموړې په ۲۰۱۸ز کال کې د پاکستان په کوک سټوډیو کې د ((پاریک)) په نوم کالاشۍ سندره ویلې وه. اریانا په اردو، پښتو، چترالۍ او کالاشۍ ژبو سندرې وايي. د پښتو سندره یې په ویډیو کې وګورئ.
په بنو کې پولیسو د جون پر۲۶مه د نشه يي توکو د استعمال مخنیوي په لړ کې غونډه وکړه چې ورته مشران، پوهان او د سیمې ولسي وګړي وربلل شوي ول. دا غونډه د ناقانونه نشه يي موادو د کارونې او قاچاق نړیوالې ورځې په مناسبت جوړه شوې وه. د پولیسو مشر په وینا کې وویل چې په بنو کې ګڼ ځوانان نشه يي مواد کاروي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپېو تمه ښودلې چې د ۲۰۱۹ز کال د سېپټېمبر تر لومړۍ پورې ښايي له طالبانو سره یوې هوکړې ته ورسېږي.
نور پورته کړئ
زه مشال راډیو ته اجازه ورکوم چې ما ته زما پر تبصرې د غبرګون یا ځواب راستولو لپاره زما برېښلیک پته وکاوري
لېږل