په پاریس کې افغان خواړه
يو شمېر افغان سياستوال د يوې څېړنيزې ادارې لخوا پر افغان سولې د خبرو لپاره د جون پر ۲۲مه پاکستان ته تللي وو. د افغانستان د امنيت شورا پخوانی سلاکار او د ولسمشرۍ کانديد حنيف اتمر هم په دې ډله کې شامل و.
په سوات کې الوچې او خوباڼۍ پخې شوې او باغوانان یې په شوکولو لګیا دي. زمينداران وايي چې سږ کال بر ښه دی خو په منډۍ کې یې نرخ ټیټ نه دی. د نیاز احمد خان ویډيو راپور
د مومندو په خوایزو اټا کلي کی د زرکانو(مرغو) نېږدې اته ګوډلې (فارمونه) دي چې په کورونو کې دننه ساتل کېږي.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي ویلي دي چې د پاکستان امنیتي ادارې دې د هېواد په سیاسي چارو کې مداخله نه کوي. دا خبره نوموړي د جون پر ۲۲مه په کوټه
د خېبر قبایلي ضلعې د باړې د ټېلیفون ایکسچینج په ۲۰۰۹م کال کې وسله والو ویجاړ کړی وو او تر اوس لا هم نه دی رغول شوی. ځايي خلک وايي دا ستونزه دې هواره کړل شي. په دې اړه د فرهاد شینواري ویډیويي رپورټ وګورئ.
د شاکڅ او حیات اباد ترمنځ دېوال دې ړنګ کړل شي
په کوټه کې د افغانستان کونسل جنرل وحید الله مومند وايي پر هېوادوالو یې بهرنۍ جګړه تپل شوې ده او د ختمولو لپاره یې نړیوال باید خپل کردار اداکړي چې افغان کډوال په امنیت سره خپل هېواد ته ستانه شي. له کوټې د ایوب ترین راپور
د سوات په سیدو میډیکل کالج کې کې دا دوهم کال دی چې زده کوونکي یې کلتوري مېله جوړوي. د مشال راډيو خبریال نیاز احمد خان یې ویډیويي رپورټ کښلی.
د مومندو په یکه غونډ کې د درېمې تاڼې پرانسته وشوه چې پکې قانوني رپورټونه او د سیمې د ولس ځینې قانوني دستاویزونه تیارېږي. په دې اړه شاهنواز ترکزي ویډیويي رپورټ وګورئ.
بلوچستان حکومت د جون پر ۱۹مه د راتلونکې مالي کال بجټ وړاندې کړ چې تر ۴۰۰ اربو روپو زيات دی. په دې اړه د ايوب ترين ویډیو رپورټ وګورئ.
د پاکستان تر ټولو څورب کس له کلونو راهیسې په کور کې بند وو. خو چې ناروغه شو نو له ځای څخه د خوځېدو جوګه نه وو. هغه د مرستې غوښتنه وکړه او کله چې د علاج لپاره له کوره را اېستل کېده نو دومره غټ وو چې د دروازې پر ځای يې د کور دېوال ورته مات کړل شو. د رويټرز اژانس ويډيو عبدالحي کاکړ پښتو کړې ده.
نور پورته کړئ
زه مشال راډیو ته اجازه ورکوم چې ما ته زما پر تبصرې د غبرګون یا ځواب راستولو لپاره زما برېښلیک پته وکاوري
لېږل