په بلوچستان کې روغتیاپوهان وايي چې په صوبه کې په دا ورستیو کي د زړه او شکرې ناروغي زیاته شوې ده خو د دوی په وینا که پر وخت یې تشخیص وسي نو علاج یې شونی دی. له کوټې د مشال رادیو خبریال ایوب ترین ویډيو
د بلوچستان په مرکزکوټه کې دوه ورځنۍ ادبي میله په دوشنبه پیل سوه چې د هېواد له بېلا بېلو برخو څخه شاعران، ادیبان او لیکوالان ګډون لري. نور حال له کوټې څخه د مشال راډیو خبریال ایوب ترین په ویډیو راپور کې.
په لسګونه پاکستانۍ نجونه چينايي سړيو ته واده کړل شوې خو اوس مالومه شوې چې هغه په چين کې جنسي کاروبار ته ورټېل وهل شوې دي. پاکستاني چارواکيو د ښځو د قاچاق په تور يوشمېر پاکستانيان او چينايان نيولي دي.
د کوټې - ږوب پر لویه لار بیا بیا د خونړیو پېښو پړه پر چا؟ د ټرافیکو نښو نشتوالی، کاږه واږه کنډکپر سړکونه او که د ډرایورانو بې پامي؟ د ډیوه راډيو خبریال حفیظ شېراڼي یې ویډيو راپور کښلی.
د افغانستان د کرکټ لوبډلمشر ګلبدین نایب وایي، هېڅ څوک نه غواړي چې په نړیوال جام کې خپل ګډون له لاسه ورکړي. نوموړي د محمد شهزاد لرې کېدو په اړه هم خبرې کړې دي. تفصیل یې دې ویډیو کې وګورئ
په انګلېنډ کې د کرکټ نړيوال کپ سيالۍ دوام لري. په دې سياليو کې د يکشنبې په ورځ د دوو روايتي سيالانو ((پاکستان او هند)) ترمنځ په مانچسټر ښار کې لوبه کېږي. د دواړو لوبډلو مينه وال دغه ښار ته د لوبې کتو لپاره ورغلي او په دې لړ کې يوه دستوره هم شوې.
په کرک کې هر کال د جون په میاشت کې د منځلۍ په غرونو کې ګورګورې پخېږي چې د ټولولو لپاره یې د بهادرخېلو کلیوال ورته اشر او مېله کوي. د ممتاز بنګش ویډیويي رپورټ وګورئ.
کوټه: د قاضي عیسا په ملاتړ کې د وکیلانو کاربندیز او لاریونونه
د کندهار والي حیات الله حیات د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې په نیول شویو کې غلچکي بریدګر او پر سرکاري ودانیو او تاسيساتو بريدکوونکي وسله وال شامل دي. په نیول شويو کې یو یې وايي چې په افغانستان کې د جګړې لپاره له پاکستانه ورغلی دی. خو پاکستان تل په افغانستان کې له لاسوهنې انکار کوي
د پاکستان تحریک انصاف په مشرۍ وفاقي حکومت د جون پر ۱۱مه د نوي مالي کال بجټ وړاندې کړ. د حکومت لومړۍ بودیجې مسودې وړاندې کولو پر مهال اپوزیشن
اسوسشيېټډ اژانس د افغان چارواکو له خولې وايي چې په افغانستان کې د داعش وسله والې ډلې فعاليتونه له ننګرهاره نورو سيمو ته غځېدلي دي.
ناهید اپریدۍ له قبایلي سیمې خیبره د صوبايي اسمبلۍ عمومي څوکۍ انتخاباتو ته ولاړه ده. نوموړې د جون پر نهمه په جمرود کې تر خبري غونډې وروسته مشال راډیو ته وویل، د مخصوصو څوکیو پر ځای عمومي سیالۍ ته ځکه راوتلې سیاست یوازې د سړیو نه بلکې د ښځو حق هم دی. ویډیويي رپورټ وګورئ.
نور پورته کړئ
زه مشال راډیو ته اجازه ورکوم چې ما ته زما پر تبصرې د غبرګون یا ځواب راستولو لپاره زما برېښلیک پته وکاوري
لېږل