د افغانستان د کرکټ لوبډلمشر ګلبدین نایب وایي، هېڅ څوک نه غواړي چې په نړیوال جام کې خپل ګډون له لاسه ورکړي. نوموړي د محمد شهزاد لرې کېدو په اړه هم خبرې کړې دي. تفصیل یې دې ویډیو کې وګورئ
په انګلېنډ کې د کرکټ نړيوال کپ سيالۍ دوام لري. په دې سياليو کې د يکشنبې په ورځ د دوو روايتي سيالانو ((پاکستان او هند)) ترمنځ په مانچسټر ښار کې لوبه کېږي. د دواړو لوبډلو مينه وال دغه ښار ته د لوبې کتو لپاره ورغلي او په دې لړ کې يوه دستوره هم شوې.
په کرک کې هر کال د جون په میاشت کې د منځلۍ په غرونو کې ګورګورې پخېږي چې د ټولولو لپاره یې د بهادرخېلو کلیوال ورته اشر او مېله کوي. د ممتاز بنګش ویډیويي رپورټ وګورئ.
کوټه: د قاضي عیسا په ملاتړ کې د وکیلانو کاربندیز او لاریونونه
د کندهار والي حیات الله حیات د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې په نیول شویو کې غلچکي بریدګر او پر سرکاري ودانیو او تاسيساتو بريدکوونکي وسله وال شامل دي. په نیول شويو کې یو یې وايي چې په افغانستان کې د جګړې لپاره له پاکستانه ورغلی دی. خو پاکستان تل په افغانستان کې له لاسوهنې انکار کوي
د پاکستان تحریک انصاف په مشرۍ وفاقي حکومت د جون پر ۱۱مه د نوي مالي کال بجټ وړاندې کړ. د حکومت لومړۍ بودیجې مسودې وړاندې کولو پر مهال اپوزیشن
اسوسشيېټډ اژانس د افغان چارواکو له خولې وايي چې په افغانستان کې د داعش وسله والې ډلې فعاليتونه له ننګرهاره نورو سيمو ته غځېدلي دي.
ناهید اپریدۍ له قبایلي سیمې خیبره د صوبايي اسمبلۍ عمومي څوکۍ انتخاباتو ته ولاړه ده. نوموړې د جون پر نهمه په جمرود کې تر خبري غونډې وروسته مشال راډیو ته وویل، د مخصوصو څوکیو پر ځای عمومي سیالۍ ته ځکه راوتلې سیاست یوازې د سړیو نه بلکې د ښځو حق هم دی. ویډیويي رپورټ وګورئ.
د عوامي نیشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان د حکومت پر اقتصادي تګلارې انتقاد کړی دی. نوموړي د جون پر نهمه په چارسده کې احتجاجي جلسې ته په وینا کې وویل، د ګرانۍ زیاتېدل او متوسطې طبقې ختمېدل به د هېواد پر راتلونکې لوی اغېز ولري. حکومت وايي، اقتصادي ستونزې ورته په میراث کې پاتې دي. اسفندیار خان همداراز، پ
د خېبر پښتونخوا د سوات ملاکنډ ډويژن موټروې په عارضي توګه پرانستل شوې چې روزانه په زرګونه ګاډي پرې تګ راتګ کوي. په دې اړه د نیاز احمد خان ویډیويي رپورټ وګورئ.
له سندرغاړي راشد خان سره د هغه د ژوند او هنر په اړه خبرې کوو. هغه وايي، له خپل هنر سره، سره يې تعليم هم نه دی پرېښی. د ده په خبره، د موسيقۍ ګروپ له لارې غواړي چې زړې سندرې له نوي دور سره سم، وړاندې کړي. د بنډار کوربه اسحاق خان دی.
د افغانستان په کندهار کې کروندګر په رېبلو بوخت دي خو دا لوونه د غنمو نه بلکې د کوکنارو دي. د ملګرو ملتونو جنايتونو او مخدره موادو ادارې ترمخه په افغانستان کې د نورو هېوادونو په پرتله تر ټولو زیات غيرقانوني کوکنار کرل کېږي.
نور پورته کړئ
زه مشال راډیو ته اجازه ورکوم چې ما ته زما پر تبصرې د غبرګون یا ځواب راستولو لپاره زما برېښلیک پته وکاوري
لېږل