په پاکستان کې د اپرېل په میاشت کې د پولیو واکسیني کیمپېن تر لانجمنېدو وروسته شاوخوا ۱۴ لاکه ماشومان له څاڅکو پاتې شول. چارواکي وايي، د دې لامل د هېواد
د کرکټ نومیالي لوبغاړي شاهد اپریدي خپل ژوندلیک خپور کړی دی چې په اړه یې د مې پر څلرمه په کراچۍ کې غونډه وشوه. نوموړي په کتاب کې پر ځېنو داسې موضوعاتو خبرې کړې دي چې وار له مخه یې په رسنیو کې لانجمن بحثونه پارولي. د اپریدي د کتاب په اړه د اسوشي اېټېډ پرېس اژانس ویډیويي رپورټ.
پاکستان د سېلګرۍ د ودې لپاره د ټولنيزو رسنيو بانفوذه بهرني فعالان نازوي خو ناقدين وايي چې دغه ځوان او غربي ويډيو جوړوونکي سېلانيان د پاکستان يو نابلده انځور وړاندې کوي ځکه چې هغوی د دې هېواد محافظه کاره کلتور او هلته د ترهګرۍ خطرونه له پامه غورځولي دي. راپور: اسرار عالم مومند ويډيو: ايسوشيېټيډ پرېس
د روژې مياشتې له راتګ سره د نيوزې لينډ په کرايسټ چرچ ښار کې د جوماتونو امنيت ټينګ کړل شوی دی. مجید بابر د رویټرز اژانس ویډیو وړاندې کوي.
په خیبر کې پر یوه غرنۍ څوکه جوړ د تیمورلنګ د یرغلونو مهال دغه زندان په باب ویل کېږي چې له دلته به زندانیان ډېر سخت شکنجه کېدل او له دې پس به یې له پاسه پورېوهل. د مشال راډيو همکار فرهاد شینواري یې ویډيو راپور تیار کړی دی.
په کابل کې د سولې مشورتي لويه جرګه د ٢٣ مادو پرېکړه ليک په خپرولو سره پاى ته ورسېده.
په شمالي وزیرستان کې د غلام خان بندر سوداګرو د پاکستان له حکومته غوښتي چې پر یاد بندر دې هم د چمن او تورخم غوندې سوداګرۍ ته اجازت ورکړل شي. عمر درتز وزیر په غلام خان بندر له سوداګرو او چارواکو سره خبرې کړې دي.
په سري لنکا کې پر کلیساګانو په بریدونو کې په وژل شوو کې یو داسې کورنۍ هم وه چې اوس یې یوازې یوه مېرمن پاته شوې ده. رویټرز اژانس ورسره خبرې کړي دي او بوریوال کاکړ یې پښتو بڼه وړاندې کوي
د خیبر پښتونخوا په ګډون له ټول پاکستانه کلرکانو په اسلام اباد کې د پرېس کلب او د پارلېمان ودانۍ مخې ته احتجاج کړې. دوی له حکومت د تنخاګانو په زیاتولو او د کورونو کرایو د کمولو غوښتنه کوله. په دې اړه د عمران یونس ویډیويي رپورټ وګورئ.
د روماينا د جادو ګرو کاروبار په پرله پسې توګه انټرنېټ ته اوړي. په دې مشرقي اروپايي هېواد کې شا او خوا ۴۰۰۰ جادوګران په اروپا، اسيا او امريکا کې خپل ګاهکان لري. د دوی ډېری له مینې، پيسو او روغتیايي ستونزو سره کار لري. د رويټرز خبری اژانس ويډيويي راپور چې اسرار عالم مومند یې وړاندې کوي
په شمالي وزیرستان کې د لوبو سرکاري مېله پای ته ورسېدله چې موخه یې د تکړه ورزشکارانو راجوتولو چې هغوی له خپلو وړتیا سره سم په سپورتي ډګر کې وده ومومي. عمردراز وزیر یې ویډیویی راپور کښلی.
په کابل کې داسې يو مرکز جوړ شوی چې پکې نه يوازې د څلورو لسېزو په جګړه کې د وژل شويو کسانو د ورځني استعمال شيان اېښودل شوي دي بلکې د قربانيانو خپلوان راغونډېږي او د وژل شوي خپلوانو په اړه دردونکې کیسې سره شريکوي.
نور پورته کړئ
زه مشال راډیو ته اجازه ورکوم چې ما ته زما پر تبصرې د غبرګون یا ځواب راستولو لپاره زما برېښلیک پته وکاوري
لېږل