د سېنېټ د یوې ځانګړې کمېټۍ مشر محمد علي سیف ویلي، هڅه کوي چې د شمالي وزیرستان د ډزو تر پېښې وروسته پیدا شوې ستونزې د خبرو له لارې هوارې شي. نوموړی د مې ۲۹مې پر ماخوستن په پېښور کې د پښتون ژغورنې غورځنګ ناستې ته ورغلی وو او هلته یې له مشال راډیو سره خبرې وکړې چې تاسې یې په ویډیو کې لیدلای شئ.
په انګلېنډ کې د کرکټ نړيوال جام سيالۍ کېږي. لومړۍ لوبه د انګلېنډ او جنوبي افريقا ترمنځ روانه ده. د کرکټ نړيوال جام پرانستو دستوره د چارشنبي په ورځ په لندن کې وشوه. ويډيو : اسوشيېټېډ پرېس ايډيټ: ګل اياز
د ایران مرضیه ابراهیم یو له هغو کسانو ده چې تېزاب ورباندې پاشل شوي وو. مرضیه د انصاف په تکل کې ده او غواړي چې نور کسان له تېزابو پاشل کېدو اغیزمن نه شي.
د افغانستان د پکتیا ولایت چارواکي وايي، چې پرون د چارشنبې په ورځ د یاد ولایت د ملي امنیت منسوبینو د سړي تښتونکو یوه اوه کسیزه ډله نیولې او له هغوی څخه يې د اقبال په نوم یو شپږ کلن ماشوم ژغورلی دی.
افغان او نړیوال ځواکونه د کندهار په شمال پلو کې نوي پوځي تاسيسات جوړوي. دا هغه سيمې دي، چې د کندهار-روزګان لويه لار ورڅخه تېريږي.
د خېبر پښتونخوا د پېښور په ياد ګار چوک کې يادګاري قلفه فالوده په دغه ښار کې د فالودې یو د تر ټولو زوړ پلورونکی دی چې تل پرې ګڼه ګوڼه جوړه وي. په دې اړه د ځلاند یوسفزي ویډیويي رپورټ وګورئ.
د مې پر ۳۰مه، په برتانیا کې د کرکټ نړیوالې اتلولۍ سیالۍ پیلېږي. په افغانستان کې ګڼ ماشومان او ځوانان غواړي چې د کرکټ لوبډلې برخه شي خو په هغه هېواد کې د لوبې لپاره لازمې اسانتیاوې نشته. په اړه یې د رویټرز اژانس ویډیويي رپورټ وګورئ.
که څه هم په لوګر کې جګړو او نا امنیو د خلکو عادي ژوند له ستونزو سره مخامخ کړی، خو بیا هم د پوهنې ریاست چارواکي وایي،چې د قومي مخورو، دیني عالمانو اوروڼ اندو په مرسته يې څه باندې ۲۰ زره زده کوونکي چې له ۷ زره ډېرې یې نجونې دي ښوونځیو ته جذب کړي دي.
د افغانستان د پکتیا امنیتي چارواکي وايي، د ملي امنیت ځواکونو په مرکز ګردېز کې ۳۵۸ میله بېلابېله وسله چې په یو لوی باروړونکي موټر کې ځای پر ځای شوې وه له پنځو تنو لیږدونکو سره یو ځای نیولې ده.
د افغانستان د کندهار امنیتي چارواکي وايي، وسله وال طالبان هڅه کوي چې د جغرافیايي موقعیت په خاطر د دې ولایت شاه ولیکوټ ولسوالۍ تر ولکې لاندې راولي. په دې اړه د صادق رښتیني ویډیويي رپورټ وګورئ.
په اسلام اباد کې ژورنالیستانو د پارلېمان ودانۍ مخې ته په یوه احتجاجي مظاهره کې د اخبارونو او ټي وي چینلونو له مالکانو غوښتي چې له څو میاشتې راهیسې د دوی بندې تنخاګانې دې ورته ورکړي. په دې اړه د عمران یونس ویډیويي رپورټ وګورئ.
په بنو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ تر بيګانۍ مظاهرې وروسته، پوليسو د دې غورځنګ ۲۰ کسان نيولي دي. په دې مظاهره کې غوښتنه شوې چې د ملګرو ملتونو او نورو نړيوالو ادارو څخه جوړ يو کمېشن دې د شمالي وزيرستان وروستئ پېښه وپلټي. نور حال یې په دې ويډيو کې... راپور او ايډيټ: بشير ګواښ او هدايت سلطاني
نور پورته کړئ
زه مشال راډیو ته اجازه ورکوم چې ما ته زما پر تبصرې د غبرګون یا ځواب راستولو لپاره زما برېښلیک پته وکاوري
لېږل