افغان او نړیوال ځواکونه د کندهار په شمال پلو کې نوي پوځي تاسيسات جوړوي. دا هغه سيمې دي، چې د کندهار-روزګان لويه لار ورڅخه تېريږي.
د خېبر پښتونخوا د پېښور په ياد ګار چوک کې يادګاري قلفه فالوده په دغه ښار کې د فالودې یو د تر ټولو زوړ پلورونکی دی چې تل پرې ګڼه ګوڼه جوړه وي. په دې اړه د ځلاند یوسفزي ویډیويي رپورټ وګورئ.
د مې پر ۳۰مه، په برتانیا کې د کرکټ نړیوالې اتلولۍ سیالۍ پیلېږي. په افغانستان کې ګڼ ماشومان او ځوانان غواړي چې د کرکټ لوبډلې برخه شي خو په هغه هېواد کې د لوبې لپاره لازمې اسانتیاوې نشته. په اړه یې د رویټرز اژانس ویډیويي رپورټ وګورئ.
که څه هم په لوګر کې جګړو او نا امنیو د خلکو عادي ژوند له ستونزو سره مخامخ کړی، خو بیا هم د پوهنې ریاست چارواکي وایي،چې د قومي مخورو، دیني عالمانو اوروڼ اندو په مرسته يې څه باندې ۲۰ زره زده کوونکي چې له ۷ زره ډېرې یې نجونې دي ښوونځیو ته جذب کړي دي.
د افغانستان د پکتیا امنیتي چارواکي وايي، د ملي امنیت ځواکونو په مرکز ګردېز کې ۳۵۸ میله بېلابېله وسله چې په یو لوی باروړونکي موټر کې ځای پر ځای شوې وه له پنځو تنو لیږدونکو سره یو ځای نیولې ده.
د افغانستان د کندهار امنیتي چارواکي وايي، وسله وال طالبان هڅه کوي چې د جغرافیايي موقعیت په خاطر د دې ولایت شاه ولیکوټ ولسوالۍ تر ولکې لاندې راولي. په دې اړه د صادق رښتیني ویډیويي رپورټ وګورئ.
په اسلام اباد کې ژورنالیستانو د پارلېمان ودانۍ مخې ته په یوه احتجاجي مظاهره کې د اخبارونو او ټي وي چینلونو له مالکانو غوښتي چې له څو میاشتې راهیسې د دوی بندې تنخاګانې دې ورته ورکړي. په دې اړه د عمران یونس ویډیويي رپورټ وګورئ.
په بنو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ تر بيګانۍ مظاهرې وروسته، پوليسو د دې غورځنګ ۲۰ کسان نيولي دي. په دې مظاهره کې غوښتنه شوې چې د ملګرو ملتونو او نورو نړيوالو ادارو څخه جوړ يو کمېشن دې د شمالي وزيرستان وروستئ پېښه وپلټي. نور حال یې په دې ويډيو کې... راپور او ايډيټ: بشير ګواښ او هدايت سلطاني
په اسلام اباد او پنډۍ کې ميشته د مومندو ضلعې خلکو د مې پر۲۷مه د اسلام اباد پرېس کلب مخې ته د یوې جرګې له لارې له حکومته غوښتنه کړې چې د اسلام اباد په چک شهزاد سيمه کې وژل شوې لس کلنې فرشتې کورنۍ ته انصاف ورکولو کې دې له ځنډه کار نه اخلي. په دې اړه د عمران یونس ویډیويي رپورټ وګورئ.
د مې پر ۲۷مه، پر شپږمه ورځ هم په کوټه کې د بلوچستان پرمختیايي ادارې (بي ډي اې) کارکوونکو د نه خوړلو اعتصاب یا هړتال ته دوام ورکړ. دوی وايي، حکومت دې یې نوکرۍ دایمي کړي.
په مصر کې د بې وزله کسانو په يوه سيمه کې د د روژې ماتې مېلمستيا ته ۲۲ سوه کسان وربلل شوي ول. د خلکو شمېر دومره زيات وو چې خواړه پر ۵۰ ميتره اوږد اېښودل شوي وو او نږدې دوې کوڅې په مېلمنو ډکې وي.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند او پښتون ژغورنې غورځنګ لسګونه مشرانو او پلویانو د مې پر ۲۶مه تر روژه ماتي وروسته د سوات په مینګوره کې د شمالي وزیرستان د خړ کمره پوستې د پېښې ضد مظاهره وکړه او پر حکومت یې غږ وکړ چې د علي وزیر په ګډون دې نیولي کسان خوشې کړي. ویډیويي رپورټ وګورئ.
نور پورته کړئ
زه مشال راډیو ته اجازه ورکوم چې ما ته زما پر تبصرې د غبرګون یا ځواب راستولو لپاره زما برېښلیک پته وکاوري
لېږل