د مې پر ۲۷مه، پر شپږمه ورځ هم په کوټه کې د بلوچستان پرمختیايي ادارې (بي ډي اې) کارکوونکو د نه خوړلو اعتصاب یا هړتال ته دوام ورکړ. دوی وايي، حکومت دې یې نوکرۍ دایمي کړي.
په مصر کې د بې وزله کسانو په يوه سيمه کې د د روژې ماتې مېلمستيا ته ۲۲ سوه کسان وربلل شوي ول. د خلکو شمېر دومره زيات وو چې خواړه پر ۵۰ ميتره اوږد اېښودل شوي وو او نږدې دوې کوڅې په مېلمنو ډکې وي.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند او پښتون ژغورنې غورځنګ لسګونه مشرانو او پلویانو د مې پر ۲۶مه تر روژه ماتي وروسته د سوات په مینګوره کې د شمالي وزیرستان د خړ کمره پوستې د پېښې ضد مظاهره وکړه او پر حکومت یې غږ وکړ چې د علي وزیر په ګډون دې نیولي کسان خوشې کړي. ویډیويي رپورټ وګورئ.
د پاکستان سيند صوبې په نوتو ډېرو ښار کې د حکومت په ادعا د يوه ډاکټر له خوا په اېچ ای وې وايرس لړلې ستنو کارولو له کبله دغه وايرس په سلګونو خلکو کې خور شوی دی. په دې کې د يوې کورنۍ پنځه غړي هم شامل دي.
په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر عاطف مشال وايي له طالبانو سره د سولې په خبرو کې یې هېواد جدي دی او په دې لړ کې له ګاونډیو هېوادونو څخه یې هیله داده چې له زړه نه همکاري وکړي.
په پېښور کې میشت د ننګرهار سباوون ننګرهاری چې د ځیرک او بیداره ماشوم په نامه پېژندل کېږي وايي، تعلیمي اصلاحات د سولې له ټینګښت سره مرسته کولای شي. د مشال راډيو خبریال شبیر احمد جان ورسره خبرې کړي دي.
د خېبر پښتونخوا په بنو کې د ټول پاکستان د هاکي سیالۍ فاینل د بنو او اسلام اباد ترمنځ وشو چې د اسلام اباد په ګټلو پای ته ورسېد. په دې اړه د عمر دراز وزیر ویډیويي رپورټ وګورئ.
د امريکا کيلفورنيا ميشتی جون والکر لینډ چې په امريکايي طالب مشهور دی، په ۲۰۰۱ز کال کې امريکايي ځواکونو نيولی وو. لينډ د شل کلنې سزا پوره کېدو پس خوشې کېږي. ويډيو : اسوشيیېټډ پرېس
هندي وزیراعظم نرېندرا مودي د بارتیا جنتا ګوند په مشرۍ د ملي جمهوري اېتلاف انتخاباتي بریا ولس ته ډالۍ کړې. نوموړي پرون ماخوستن په نوي دلي کې پلویانو
په کراچۍ کې یو شمېر انسان دوسته خلک د روژې پر مهال په غریبانو کې مفت خوراکونه وېشي. دوي وايي ډېر داسې بې وسه کورنۍ وي چې په روژه کې د زیاتې شوې ګرانۍ له کبله په مفتو خوراکونو پسې ګرځي. بوریوال کاکړ په دې اړه رویټرز اژانس ویډیو رپوټ وړاندې کوي.
یوه يهودۍ نجلۍ ایوا چې په ۱۹۴۴ م کال کې د هولوکاسټ(د يهودانو ټولوژنې) ښکار شوې وه، د هغې د ژوند کيسې انسټاګرام ته راوړل کېږي. دا پروژه د اوکراين په لووییو ښار کې چمتو کړل شوې. په اړه یې د مشال راډیو د روسۍ ژبې ټېلېویژن ''کرنټ ټایم'' ویډیو، اسرار عالم مومند یې وړاندې کوي.
نړيوال کرکټ کپ پېليدونکی دی. د هند لوبډلمشر ويرات کوهلي وايي افغان لوبډله ډېره ښه شوې ده او سيالو هېوادونو ته ماتې ورکولی شي. ګلبدين نايب بيا وايي چې هره لوبډله ماتولی شی او د اصغر، نبي او راشد خان له تجربې به ګټه اخلي. ويډيو: ای، ايف، پي ايډيټ: بشير ګواښ او هدايت سلطاني
نور پورته کړئ
زه مشال راډیو ته اجازه ورکوم چې ما ته زما پر تبصرې د غبرګون یا ځواب راستولو لپاره زما برېښلیک پته وکاوري
لېږل