د پاکستان وزیراعظم عمران خان د اپرېل پر ۲۱مه د ایران په دوه ورځني سفر مشهد ته ورسېد. لوړپوړي ایراني چارواکي د نوموړي ستړي مه شي ته ورغلي ول. په اړه یې د اژانس فرانس پرېس ویډیويی رپورټ وګورئ.
په برتانیا کې یو آس د دې لپاره روزل کېږي چې نابینا خلکو سره له یو ځایه بل هغه ته په تګ کې مرسته وکړي. د دې لپاره د ډېګبي په نوم آس د لندن په ځمکلاندې اورګاډي کې ګرځول شوی. د رویټرز اژانس ویډیويي رپورټ.
د افغانستان په بېلا بېلو سیمو کې کوکنار کرل کېږي چې په پسرلي کې ورڅخه اپین ایستل کېږي. کروندګر وايي، په وروستیو کې سېلاوونو کوکنارو ته زیان اړولی دی. ځېنې یې وايي چې که سوله وشي نو د کوکنارو کښت پرېږدي. د فرانس پرېس اژانس ویډیويي رپورټ.
د برتانیې په لندن کې یوې ناحکومتي ادارې د بې کوره خلکو د سپیو وړیا درملنه پیل کړې. د کوڅو د سپیو لپاره جوړه اداره وايي، د سپیو د بېلا بېلو ناروغیو علاج اړین دی. د دوی په خبره، زیاتره هوټلونه سپي دننه نه پرېږدي نو ځکه یې مالکان هم په کوڅو کې ویده کېږي. د اسوشي اېټډ پرېس اژانس ویډیويي رپورټ.
د پاکستان په کراچۍ ښار کې د فېشن ننداره شوې چې پکې د ګڼو جامو جوړوونکو کالي نندارې ته وړاندې کړل شو. په دې کې روایتي او کلتوري کالیو ته د نوی دور بڼه ورکړل شوې وه. انیسه اجمل په دې اړه د ایسوشيېټد پرېس ویډیو پښتو کړې ده.
د افغانستان په مرکز کابل کې وسله والو نن غرمه د مخابراتو وزارت پر ودانۍ بريد کړی چې تر دې دمه افغان امنيتي ځواونو دوه بريدګر وژلي خو جګړه لا هم روانه ده.
د نړۍ په يو شمېر هېوادونو کې ګڼو خلکو د ايسټر په لاريونونو کې برخه اخیستې. پر دې اړه درته اسرار عالم مومند د رويټرز ويډيويي راپور وړاندې کوي.
په اسلام اباد کې د اپرېل پر ۱۹مه درې ورځنی د کتابونو نندارتون پرانیستل شوی چې په کې د اردو، پښتو، انګرېزي، چينايي او فارسي په ګډون د مختلفو ژبو کتابونه ایښودل شوي دي. په دې اړه د عمران یونس ویډیويي رپورټ وګورئ.
د بلوچستان د سرښار کوټې په بيوټمز پوهنتون کې د اپرېل پر ۱۹مه د ګوزڼ ناروغۍ د پوهاوي په اړه د انځورونو نندارتون جوړ شوی و چې زده کوونکیو ته د ګوزڼ د پوهاوي په اړه معلومات ورکړل شو. په دې اړه د ایوب ترین ویډیويي راپور وګورئ.
د خېبر پښتونخوا د سوات سيدو شريف د طبي کالج زده کوونکو کلنۍ مېله پیل شوي چې پکې د عکسونو سیالۍ او هم دا شان د انځورو نموني هم ایښوول شوې وې. په دې اړه نياز احمد خان ويډيو راپور وګورئ.
په نیوزيلېنډ کې یوه ځوان پرله پسې ۳۳ ساعته په ټال کې وځانګل او نړیوال ریکارډ یې جوړ کړ. ژر ده چې د نړۍ د ریکارډونو اداره ګینیز ورلډ ریکارډ به هم دا له ځان سره ولیکي. په دې اړه د رویټرز ویډیو وګورئ.
د افغانستان د لغمان، کونړ او ننګرهار ولایتونو سلګونو دیني عالمان د اپرېل پر ۱۸مه د جلال اباد په ښار کې راټول شوي او له حکومت او طالبانو غواړي چې خپل عملیات وځنډوي او اوربند وکړي. په دې اړه دا ویډیويي رپورټ وګورئ.
نور پورته کړئ
زه مشال راډیو ته اجازه ورکوم چې ما ته زما پر تبصرې د غبرګون یا ځواب راستولو لپاره زما برېښلیک پته وکاوري
لېږل