د عراق په دهوک ښار کې د یزیدي ټولنې درې ښځې او ۱۸ ماشومان د داعش له بنده خوشې شوې دي. دا کسان په ۲۰۱۴ز کال کې داعش وسله والو نیولې ول. د رویټرز اژانس ویډیويي رپورټ وګورئ.
د بلوچستان په دوکۍ کې د امن جرګې کیمپ جوړ شوی چې موخه یې د خلکو ترمنځ د بدیو او لانجو هوارول دي. دلبر خان ناصر د دې جرګې مشر دی او وايي، په تېرو دوو میاشتو کې یې له بېلا بېلو مشرانو سره رابطې کړې دي او ژر به د خلکو د شخړو او لانجو هواري لپاره جرګې پیل کړي. له نوموړي سره ویډیويي مرکه وګورئ.
د سمجوته اېکسپرېس په نوم د اورګاډي دا سروېس پاکستان د فبرورۍ پر ۲۷مه تړلی وو او د بهرنیو چارو وزارت ویلي ول چې د اسلام اباد او نوي دلي ترمنځ د امنیتي حالاتو تر سمېدو وروسته به دا سروېس بیا پیل
د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږغي کوونکې اداره او سي اېچ ای وايي چې په کندهار ولايت کې د سېلابونو له کبله شل کسان مړه شوي دي.
په پېښور کې د موسیقۍ ازادۍ ورځې په مناسبت یوه غونډه شوې. دا غونډه د مارچ پر درېیمه د خبریالانو په مرکز کې د کلتوري چارو خبریالانو جوړه کړې وه چې پکې یو شمېر سندرغاړو، شاعرانو او موسیقارانو ګډون وکړ او د موسیقۍ پر ارزښت یې خبرې وکړې. په اړه یې ویډیويي رپورټ وګورئ.
د مارچ پر دویمه د افغانستان په کندهار کې سېلاوونو ۱۵۷۰ کورونه ویجاړ کړي او ۲۶ تنه یې ټپیان کړي دي. صادق رښتیني د کندهار او د دغه ولایت د ولسوالیو د مختلفو سیمو د وضعیت تصویر اخيستی دی. اېډېټ: تمیم اخګر
د پاکستان او هند ترمنځ د فبرورۍ په منځ کې د هندي کشمير پلوامه سيمه کې تر ځانمرګې بريد وروسته اړيکې زياتې ترينګلې شوې. په دې موده کې څه شوي و؟
په کندهار کې جوړېدونکې تسبېح پاکستان، ايران او سعودي عربستان ته ډېرې صادرېږي. د ازادي راډيو خبریال صادق رښتیني د څو تنو تسبېح جوړوونکو ستونزې بیان کړي. ایډیټ: تمیم اخګر
د شمالي او جنوبي وزیرستان په ځینو سیمو کې له څو ورځې راهیسې واوره ورېږي چې ځايي او هم د نورو سیمو سیلانیان ورته ورځي. په دې اړه د عمر وزیر ویډیویي رپورټ وګورئ.
د مومند قبایلي ضلعې د یکه غونډ په سرکاري تحصیل هسپتال کې د ګرین سټار یا شنه ستوري نومي ادارې لخوا د صحت د محکمې ښځینه کارکوونکو ته د مور او بچي صحت، د ماشومانو ناروغیو او په سیمه کې د لشمینیا نومې خورېدونکي رنځ په اړه د پوهاوي یو ورځنۍ غونډه شوه.
د فیبرورۍ په ۲۷مه پاکستان د هند جنګي الوتکه ویشتلې وه او پيلوټ یې ورله ژوندی نیولی و. پيلوټ ابينندن د مارچ په لومړۍ ماښام ناوخته د واهګه پر پوله هندي چارواکو ته وسپارل شو. نور تفصیل په ویډیو کې راپور: بوریوال کاکړ اېډیټ: ظفرخان
څېرې- له پيمانه اسد سره خبرې
نور پورته کړئ
زه مشال راډیو ته اجازه ورکوم چې ما ته زما پر تبصرې د غبرګون یا ځواب راستولو لپاره زما برېښلیک پته وکاوري
لېږل