ترک چارواکي وايي، د دې هېواد په سواحلو کې د کډوالو د یوې وړې کښتۍ ډوبېدو په پېښه کې درې افغان ښځې او یو ماشوم مړه شوي دي. حريت ورځپاڼه د ترک چارواکو په حواله خبر ورکوي چې په ډوبې شوې کښتۍ کې ۱۵ افغان او ایراني کډوال سپاره وو چې ۱۱ يې ژغورل شوي. احمد شاه اعظمي د رويټرز ويډيو پر اساس راپور وړاندې کوي
د سوات په مېنګوره کې ضلع کونسل او یوې غير- سرکاري ټولنې په ګډه د ښځو مسلو په اړه یوه لويه غنډه جوړه کړې وه چې پکې له بېلا بېلو سيمو په لسګونو ښځو ګډون وکړو او خپلې ستونزې یې چارواکیو ته کېښودې. د مشال ريډيو خبريال نيازاحمدخان یې ویډیو راپور کښلی دی.
په پخوانۍ فاټا کې خاصه دارو او لېویز ځواکونو د ګوزن ضد مهم کې له برخې اخیستو شلون کړی او وايي چې تر هغو به یې بایکاټ وي چې ترڅو یې راتلونکې نه وڅرګند شوی. د خاصه دارو وینا وه چې دوی د فاټا لپاره نوی نظام نه مني. د شاهنواز تره کزي ویډیو
د هند واک لاندې کشمیر په غرونو کې د اوبو د کمښت پوره کولو لپاره خلک په ژمي کې د واورې سټوپا جوړوي خو اوس هلته يو نوښتګر په سټوپا کې دننه د واورې کېفې يا چای خانه جوړه کړې ده.
د اسلام اباد په نېشنل کالج اف ارټس کې د پاکستان د ورځې په مناسبت په یوه کلتوري غونډه کې د نورو صوبو د فنکارانو ترڅنګ پښتنو هنرمندانو هم ګډون وکړ، ګڼ پښتانه لیدونکي هم دغې غونډې ته د لیدو لپاره ورغلي وو. د مشال عمران یونس پرې ویډیويي راپور جوړ کړی دی.
د خيبر پښتونخوا چارسدې شیلا سره تير ۲۰۱۸ز کال کې مشال راډيو ويډيويي مرکه کړې وه. په هغه وخت کې شیلا د سړو جامې اچولې او مزدوري يې کوله. خو کله چې یې ویډیو خپره شوه نو د مشال راډيو د فيسبوک، ټويټر او د پاڼې اوريدونکو او کتونکو ورسره مرستې وکړې او هغې خپل کاروبار شروع کړو. شیلا اوس کور په کور ګرځي او
د پاکستان د ورځې په مناسبت په اسلام اباد کې د خالي په سهار پوځي پریډ وشو چې ځانګړی مېلمه یې د ماليزيا وزيراعظم مهاتير محمد وو.
د قبایل قومي تحریک لخوا د قبایلي ضلعو مشرانو او ځوانانو د خېبر په باړه کې د فاټا په خېبر پښتونخوا کې د ورګډولو پرضد یوه جلسه وکړه.په دې جلسه کې د وزیرستان، مومندو، ډي اي خان، باجوړ او داسې نورو سیمو مشرانو ترڅنګ د جمعیت علما اسلام (ف) ګوند مشرانو هم ګډون وکړ.
د مارچ پر ۲۳مه په پېښور کې د عوامي نېشنل ګوند مرکزي جنرل سیکتر میا افتخار حسېن وايي، په نیوزیلېنډ کې پر دوو جماتونو د ډزو د پېښی وروسته د نیوزیلېنډ حکومت د بشر دوستۍ د عکس العمل له وجې خلکو د ترهګرۍ او نفرت هغه پېښه هېره شوې ده
د خېبر پښتونخوا د سوات ځايي خلک وايي، په سيمه کې له تېرو څو کالو راهیسې د څښاک د پاکو اوبو د کمښت له ستونزو سره مخ دي. په دې اړه د نیاز احمد خان ویډیويي رپورټ وګورئ.
د افغانستان د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې د مارچ پر ۲۳مه په دوو پرلپسي چاودنو کې یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د ولایت مقام چارواکو ویلي چې په دې پېښه کې لږ تر لږه څلور تنه وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان دي.
د مارچ پر ۲۲مه د خېبر پښتونخوا د ټیکنیکل وکیشنل روزنیز ادارې لخوا د لاسي توکو یو نندارتون جوړ شوی وو چې پکې د ټولې صوبې د دغې هنري ادارو زده کونکو او ښوونکو ګډون کړی وو. په دې اړه د شبیراحمد جان دا رپورټ وګورئ.
نور پورته کړئ
زه مشال راډیو ته اجازه ورکوم چې ما ته زما پر تبصرې د غبرګون یا ځواب راستولو لپاره زما برېښلیک پته وکاوري
لېږل