د پاکستان د ورځې په مناسبت په اسلام اباد کې د خالي په سهار پوځي پریډ وشو چې ځانګړی مېلمه یې د ماليزيا وزيراعظم مهاتير محمد وو.
د قبایل قومي تحریک لخوا د قبایلي ضلعو مشرانو او ځوانانو د خېبر په باړه کې د فاټا په خېبر پښتونخوا کې د ورګډولو پرضد یوه جلسه وکړه.په دې جلسه کې د وزیرستان، مومندو، ډي اي خان، باجوړ او داسې نورو سیمو مشرانو ترڅنګ د جمعیت علما اسلام (ف) ګوند مشرانو هم ګډون وکړ.
د مارچ پر ۲۳مه په پېښور کې د عوامي نېشنل ګوند مرکزي جنرل سیکتر میا افتخار حسېن وايي، په نیوزیلېنډ کې پر دوو جماتونو د ډزو د پېښی وروسته د نیوزیلېنډ حکومت د بشر دوستۍ د عکس العمل له وجې خلکو د ترهګرۍ او نفرت هغه پېښه هېره شوې ده
د خېبر پښتونخوا د سوات ځايي خلک وايي، په سيمه کې له تېرو څو کالو راهیسې د څښاک د پاکو اوبو د کمښت له ستونزو سره مخ دي. په دې اړه د نیاز احمد خان ویډیويي رپورټ وګورئ.
د افغانستان د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې د مارچ پر ۲۳مه په دوو پرلپسي چاودنو کې یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د ولایت مقام چارواکو ویلي چې په دې پېښه کې لږ تر لږه څلور تنه وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان دي.
د مارچ پر ۲۲مه د خېبر پښتونخوا د ټیکنیکل وکیشنل روزنیز ادارې لخوا د لاسي توکو یو نندارتون جوړ شوی وو چې پکې د ټولې صوبې د دغې هنري ادارو زده کونکو او ښوونکو ګډون کړی وو. په دې اړه د شبیراحمد جان دا رپورټ وګورئ.
د نيو زيلېنډ وزيراعظمې جيسنډا ارډن د مارچ پر ۲۳مه په اکلېنډ کې جومات کې له مسلمانانو سره ليدلي. بلخوا د کرائسټچرچ النور جومات پرانستل شوی دی.
د امن نوبېل جايزې ګټونکې ملاله يوسفزۍ د مارچ په ۲۲مه د جاپان له وزيراعظم شينزو ابي سره په ټوکيو کې ملاقات کړی دی.
د مشال راډیو همکار او هنرمند اسحاق خان نوی سندرې چې د پښتو ژبې نویالی شاعر سلیم راز شعر یې زم زمه کړې،په دې ویډیويي کلېپ کې اورېدای شئ.
د نيو زيلېنډ پر ملي ټيلي وژن د دغه هېواد به تاريخ کې په لومړي ځل د جمعي لمونځ او خطبه نيغ په نيغه وښودل شوه. د هېواد وزيراعظمې ورته وينا هم وکړه.
درېيو پرله پسې چاودنو د کابل په کارته سخي سیمه کې شپږ تنه ووژل او ۲۳ نور ټپیان کړل. داعش ډلې د دغو چاودنو مسؤلیت منلی دی او دې ډلې له مخکې ګواښونه کړي وو چې نوروز مه لمانځئ. تمیم اخګر د کابل یوه روغتون ته تللی او په اړه یې دا ویډیویي راپور چمتو کړی چي لېمه هادي یې وراندې کوي.
د نړۍ ځينې هیوادونو په مارچ میاشت کې د پسرلي له پیل سره نوروز لمانځي. په عراق او ایران کې هم خلکو د نوروز خوشالۍ ولمانځلې. د اې پي او اې ایف پي خبري اژانسونو ویډیوګانو تفصیل د ملیحه امیرزاده په دې رپورټ کې وګورئ.
نور پورته کړئ
زه مشال راډیو ته اجازه ورکوم چې ما ته زما پر تبصرې د غبرګون یا ځواب راستولو لپاره زما برېښلیک پته وکاوري
لېږل