د امن نوبېل جايزې ګټونکې ملاله يوسفزۍ د مارچ په ۲۲مه د جاپان له وزيراعظم شينزو ابي سره په ټوکيو کې ملاقات کړی دی.
د مشال راډیو همکار او هنرمند اسحاق خان نوی سندرې چې د پښتو ژبې نویالی شاعر سلیم راز شعر یې زم زمه کړې،په دې ویډیويي کلېپ کې اورېدای شئ.
د نيو زيلېنډ پر ملي ټيلي وژن د دغه هېواد به تاريخ کې په لومړي ځل د جمعي لمونځ او خطبه نيغ په نيغه وښودل شوه. د هېواد وزيراعظمې ورته وينا هم وکړه.
درېيو پرله پسې چاودنو د کابل په کارته سخي سیمه کې شپږ تنه ووژل او ۲۳ نور ټپیان کړل. داعش ډلې د دغو چاودنو مسؤلیت منلی دی او دې ډلې له مخکې ګواښونه کړي وو چې نوروز مه لمانځئ. تمیم اخګر د کابل یوه روغتون ته تللی او په اړه یې دا ویډیویي راپور چمتو کړی چي لېمه هادي یې وراندې کوي.
د نړۍ ځينې هیوادونو په مارچ میاشت کې د پسرلي له پیل سره نوروز لمانځي. په عراق او ایران کې هم خلکو د نوروز خوشالۍ ولمانځلې. د اې پي او اې ایف پي خبري اژانسونو ویډیوګانو تفصیل د ملیحه امیرزاده په دې رپورټ کې وګورئ.
د مشال خان په وژنه ککړ دوه کسان په عمري بند سزا
د پاکستان پيپلز ګوند چیېرمېن بلاول بوټو زرداري وايي دا يې د ګوند غلطي وه چې په خپل دور حکومت کې يې د نېب په تور قانون کې څه بدلون ونکړو خو په راتلونکي کې به د ايين نه د هر پوځي امر لخوا شامل کړې شوې تور قانون وباسي.
د ملګرو ملتونو راپور وايي، په ۲۰۱۸ز کال کې د افغانستان په جګړه کې ۹۲۷ ماشومان وژل شوي دي. د جګړې له امله زيات شمېر ماشومان له زده کړو بې برخي شوي او مزدوريو ته اړه شوي دي. د ۱۲ کلن ماشوم ذبيح الله پلار په ځانمرګي بريد کې وژل شوی، هغه او کورنۍ يې له کړاوه ډک ژوند تېروي.
د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر محمود خان اڅکزي پر نړیواله ټولنه او امریکا غږ وکړ چې تر هغو دې د افغانستان خوندي ساتلو مسولیت پر غاړه واخلي چې د دغه هېواد ملي ادارې، ملي پوځ او بنیادي ډانچې پر پښو نه وي درېدلې. نوموړي دا څرګندونې د افغان سولې مذاکراتو په باب د مشال راډيو له همکار قاسم خان مندوخېل سره
د افغانستان په جنوب کې پوځي چارواکي وایي، د افغان ځواکونو د وړتياوو لوړوالی د دې لامل شوی چې په ځمکنیو ماينونو او وسله والو بريدونو کې د افغان ځواکونو مرګ ژوبله کمه شي. ویډیو: محمد صادق رښتینی. ایډيټ: لېمه هادي.
په جمرود کې په یوه غوڼده کې د فاټا سوپر لیګ کرکټ سیالیو درېیم پلو پرانسته وشوه چې د ټولو قبایلي ضلعو کرکټ لوبغاړو، ځوانانو او کرکټ مینه والو پکې ګډون وکړ. په دې سیالیو کې به شاوخوا ۲۵ ټیمونه برخه اخلي او تر ۳۰ نړیوال لوبغاړي هم په بېلا بېلو ټيمونو کې شامل دي.
په سوات کې د سبزيو سوداګر وايي، د هند او پاکستان ترمينځ روان کړکېچ د ټماټرو نرخونه اسمان ته خېژولې. د مشال راډيو خبریال نیاز احمد خان یې په اړه ویډيو راپور کښلی.
نور پورته کړئ
زه مشال راډیو ته اجازه ورکوم چې ما ته زما پر تبصرې د غبرګون یا ځواب راستولو لپاره زما برېښلیک پته وکاوري
لېږل