د پاکستان پيپلز ګوند چیېرمېن بلاول بوټو زرداري وايي دا يې د ګوند غلطي وه چې په خپل دور حکومت کې يې د نېب په تور قانون کې څه بدلون ونکړو خو په راتلونکي کې به د ايين نه د هر پوځي امر لخوا شامل کړې شوې تور قانون وباسي.
د ملګرو ملتونو راپور وايي، په ۲۰۱۸ز کال کې د افغانستان په جګړه کې ۹۲۷ ماشومان وژل شوي دي. د جګړې له امله زيات شمېر ماشومان له زده کړو بې برخي شوي او مزدوريو ته اړه شوي دي. د ۱۲ کلن ماشوم ذبيح الله پلار په ځانمرګي بريد کې وژل شوی، هغه او کورنۍ يې له کړاوه ډک ژوند تېروي.
د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر محمود خان اڅکزي پر نړیواله ټولنه او امریکا غږ وکړ چې تر هغو دې د افغانستان خوندي ساتلو مسولیت پر غاړه واخلي چې د دغه هېواد ملي ادارې، ملي پوځ او بنیادي ډانچې پر پښو نه وي درېدلې. نوموړي دا څرګندونې د افغان سولې مذاکراتو په باب د مشال راډيو له همکار قاسم خان مندوخېل سره
د افغانستان په جنوب کې پوځي چارواکي وایي، د افغان ځواکونو د وړتياوو لوړوالی د دې لامل شوی چې په ځمکنیو ماينونو او وسله والو بريدونو کې د افغان ځواکونو مرګ ژوبله کمه شي. ویډیو: محمد صادق رښتینی. ایډيټ: لېمه هادي.
په جمرود کې په یوه غوڼده کې د فاټا سوپر لیګ کرکټ سیالیو درېیم پلو پرانسته وشوه چې د ټولو قبایلي ضلعو کرکټ لوبغاړو، ځوانانو او کرکټ مینه والو پکې ګډون وکړ. په دې سیالیو کې به شاوخوا ۲۵ ټیمونه برخه اخلي او تر ۳۰ نړیوال لوبغاړي هم په بېلا بېلو ټيمونو کې شامل دي.
په سوات کې د سبزيو سوداګر وايي، د هند او پاکستان ترمينځ روان کړکېچ د ټماټرو نرخونه اسمان ته خېژولې. د مشال راډيو خبریال نیاز احمد خان یې په اړه ویډيو راپور کښلی.
د خيبر پښتونخوا چارسده کې د انځورګرۍ او خطاطۍ نندارتون شوی دی. د درې ورځني نندارتون انتظام لوکل ګورنمېنټ کړی وو چې ورته د پشکلاوتي نندارتون نوم ورکړل شوی وو.
د نيوزيلينډ روغتياپالي هغه لومړي کسان ول چې پر جوماتونو تر بريد سمدستي وروسته د پېښې ځای ته ورسېدل. هغوي داسې منظرې لیدلې چې پکې ځينې يې اوس هم په اړه خبرې کوي نو ژړغوني شي.
کوټه ګلېډيېټرز د پاکستان سوپر ليګ (پي اېس اېل) په پايلوبه کې پيښور زلمي ته په ۸ وکټو ماتې ورکولو ورستو په ړومبي ځل د سوپر ليګ جام په خپل نوم کړو. د پاکستان سوپر ليګ فاينل لوبه بېګا ماسخوتن د کراچۍ په نېشنل سټېډيم کې د کوټې ګلېډيېټرز او پيښور زلمي ترمنځ وشو. د احمدالله ویډيو راپور
د صوابۍ سره تړاو لرونکې دغه پېغله په حیات اباد میډیکل کمپلېکس کې کار کوي. نوموړې په دې وروستیو کې یو ناول لیکلی چې په ارمي پبلک سکول د شوې حملې پس منظر کې لیکل شوی دی. دغه لیکواله وايي، له بریده وروسته پر اغېزمنو شویو کورنیو چې څه تېر شوي، هغه دې پخپلو سترګو لیدلي او دا ناول یې لیکلی دی.
د افغانستان نومیالۍ سندرغاړې اریانا سعید وايي، په وروستیو کې یې په کابل کې کنسرټ ورکړی ځکه چې موسیقي د افغان کلتور مهمه برخه ده.
د نيو زيلېنډ وزيراعظمه نن د اتوار په ورځ په ويلېينګټن کې يو جومات ته تللې وه او هلته یې د مسلمانانو سره غمرازي وکړه. د جمعې په ورځ په نيوزيلېنډ کې پر دوو جوماتونو شوو ډزو کې ۵۰ کسان وژل شوي وو
نور پورته کړئ
زه مشال راډیو ته اجازه ورکوم چې ما ته زما پر تبصرې د غبرګون یا ځواب راستولو لپاره زما برېښلیک پته وکاوري
لېږل