د پاکستان او هند ترمنځ د فبرورۍ په منځ کې د هندي کشمير پلوامه سيمه کې تر ځانمرګې بريد وروسته اړيکې زياتې ترينګلې شوې. په دې موده کې څه شوي و؟
په کندهار کې جوړېدونکې تسبېح پاکستان، ايران او سعودي عربستان ته ډېرې صادرېږي. د ازادي راډيو خبریال صادق رښتیني د څو تنو تسبېح جوړوونکو ستونزې بیان کړي. ایډیټ: تمیم اخګر
د شمالي او جنوبي وزیرستان په ځینو سیمو کې له څو ورځې راهیسې واوره ورېږي چې ځايي او هم د نورو سیمو سیلانیان ورته ورځي. په دې اړه د عمر وزیر ویډیویي رپورټ وګورئ.
د مومند قبایلي ضلعې د یکه غونډ په سرکاري تحصیل هسپتال کې د ګرین سټار یا شنه ستوري نومي ادارې لخوا د صحت د محکمې ښځینه کارکوونکو ته د مور او بچي صحت، د ماشومانو ناروغیو او په سیمه کې د لشمینیا نومې خورېدونکي رنځ په اړه د پوهاوي یو ورځنۍ غونډه شوه.
د فیبرورۍ په ۲۷مه پاکستان د هند جنګي الوتکه ویشتلې وه او پيلوټ یې ورله ژوندی نیولی و. پيلوټ ابينندن د مارچ په لومړۍ ماښام ناوخته د واهګه پر پوله هندي چارواکو ته وسپارل شو. نور تفصیل په ویډیو کې راپور: بوریوال کاکړ اېډیټ: ظفرخان
څېرې- له پيمانه اسد سره خبرې
د هند یو شمېر وګړو د پاکستاني وزیراعظم عمران خان د دې اعلان هرکلی کړی دی چې د فبرورۍ پر ۲۷مه د الوتکې تر پرېوتو وروسته نیولی هندی پېلوټ ابېنندن خوشې کوي.
د پاکستان وزيراعظم عمران خان وايي هندوستان ته د سولې اشارې په ورکولو سره سبا هغه هندی پايلټ ورپريږدي چې دوی نيولی دی. دا تر هغې وروسته ده چې هند له پاکستانه غوښتي وو چې دغه پايلټ دې ژر تر ژره خوشي کړي. ویډيو: رويټرز راپور او ايډيټ: بشير ګواښ
د هند او پاکستان تر منځ د اړيکو تر خرابېدو وروسته د هند خلکو پر کرکټ لوبډلې فشار راوړی چې پاکستان سره د جون په ۱۶مه د شل اووريز کرکټ نړیوال کپ سيالي ونه کړي. د هند کرکټ لوبډلې مشر، ويرات کوهلي وايي دوی به همغسې کوي څنګه چې حکومت ورته وايي... راپور او ايډيټ: بشير ګواښ ويډيو: رويټرز
د خېبر د باړې په برقمبر خېلو سیمه کې د جوډو په یوه کلب کې ۱۸کلن قیصر اپریدی نړیوالو سیالیو لپاره تیارې کوي. نوموړی وايي، شاوخوا ۲۰ کورني او نړیوال میډالونه یې ګټلي او غواړي نړیوال مقام هم تر لاسه کړی. په دې اړه د فرهاد شینواري ویډیويي رپورټ وګورئ.
د پاکستان او هند ترمنځ د روان کړکېچ عکس د دواړه هېوادونو د واګه د پولې د تړلو په مازيګرنۍ دستوره کې هم ليدل شوې ده. د دواړو غاړو خلک دستورې ته ورغلي او په جوش سره يې خپل عسکر ستايلي.
د طالبانو تر ولکې لاندې سيمو کې اوسيدونکي خلک وايي که دې ډلې سره خبرې کېږي بايد بشري حقونو ته احترام پرې ومنل شي. د دوی په وېنا د دوی تر واک لاندې ځايونو کې ژوند له کړاوه ډک دی. ويډيو: ای، ايف، پي راپور او ايډيټ: بشير ګواښ
نور پورته کړئ
زه مشال راډیو ته اجازه ورکوم چې ما ته زما پر تبصرې د غبرګون یا ځواب راستولو لپاره زما برېښلیک پته وکاوري
لېږل