د مارچ پر ۱۵مه د پېښور باچا خان مرکز کې د پښتو ژبې نومیالی شاعر او انځورګر غني خان ۲۳ تلین ولمانځل شو چې پکې د عوامي نېشنل ګوند د مشرانو په ګډون د صوبې له بېلا بېلو سیمو لیکوالانو، شاعرانو او ادیبانو ورغلي ول
د نیو زیلېنډ رسنۍ وايي، د ډزو پېښه د مارچ پر ۱۵مه له النور جمات سره نېږدې شوې. په پيښه کې ۴۰ کسان وژل شوي دي. د رويټرز ويډيو ګل اياز وړاندي کوي
د مارچ پر ۱۴مه، په اسلام اباد کې د افغانستان د سولې پر خبرو یو ورځنۍ غونډه وشوه. د غونډې ځېنو ګډونوالو مشال راډیو ته وویل، د امریکا او طالبانو خبرې ښايي مثبتې نتیجې ولري. د افغانستان د ملي جبهې مشر انوار الحق احدي وايي، دی هیله من دی
د خیبر پښتونخوا د سوات په بريکوټ کې د ارمان لوڼي څلويښتۍ په اړه غونډه شوه چې پکې د سیمې مشرانو له حکومته د ارمان لوڼي د وژنې مقدمې درجولو او پښتنو ته د خپلو حقونو ورکولو غوښتنه وکړه. په اړه یې ویډیويي رپورټ وګورئ.
د افغانستان په فاریاب ولایت کې په یوه پارک کې ښځو په برقعو کې ورزش کړی دی. د سیمې چارواکي وايي، د ښځو د ورزش لپاره ځانګړی ځای نه لري. د ولایت ځېنې اوسېدونکي وايي، د ښځو دا کار د کلتور ضد دی. ویډیو وګورئ.
د مارچ پر ۱۳مه، د پاکستان په بېلا بېلو ښارونو کې د محمد ابراهیم ارمان لوڼي څلوېښتمې مراسمو غونډې او لاریونونه وشول. ګڼ خلک سهار وختي په کلا سیف الله کې د نوموړي قبر ته ورغلل
د خیبر جمرود پرېس کلب مخې ته د پښتون ژغورنې غورځنګ پلویان د خپلو دوو مخکښو ثنا اعجاز او ډاکټر سید عالم مسود په مشرۍ راټول شوي ول او وروسته د خیبر دروازې ته ولاړ او هلته یې د خپل کاروان د وژل شويمبارز د ارمان لوڼي د څلوېښتمې په مناسبت ویناګانې وکړې. د ډیوه راډيو ویډيو
د پاکستان کراچۍ ښار کې ددې هېواد د فيشن تر ټولو ستره درې ورځنۍ ننداره د مارچ پر ۱۲ مه نېټه پیل شوه. د هېواد وتلي ډيزاينران به خپلې جوړې جامې نندارې ته وړاندې کوي. لومړۍ ورځ د پاکستان مشهور برانډ ثنا سفيناز ته ځانګړې شوې وه.
د پاکستان په سرښار اسلام اباد کې د فنا کېدو له خطر سره د مخامخ هنرونو درې ورځنی ملي نندارتون دوام لري. د نندارتون موخه د فنا کېدو له خطر سره مخامخ هنرونو او لاسي صنايعو ته وده ورکول او ډاډګيرنه ده. راپور او ايډيټ: احمد شاه اعظمي ويډيو: عمران يونس
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير ډاډ ښودلی چې د افغانستان د سولې مذاکرات پر سم لور روان دې. شاه محمود قریشي د مارچ پر ۱۱ مه نېټه د اسلام اباد په سفر ورغلي له خپل جرمني سيال سره د خبرې غونډې پر مهال داخبره وکړه.
غزني ته له هلمند او مزار شریفه راکډه شوي کډوال وايي، نه په دې سوړ ژمي کې د سوند او نه خوراکي توکي لري، نو ډېری ماشومان یې د غربت، سړځکۍ او د خوړو د کمښت له امله ناروغان دي.
په کندهار کې په نشه یي توکو اخته میرمنې له کروندګرو غواړي چې نشه یي توکو له کرکیلې لاس واخلي. په دې اړه دا ویډیويي رپورټ وګورئ.
نور پورته کړئ
زه مشال راډیو ته اجازه ورکوم چې ما ته زما پر تبصرې د غبرګون یا ځواب راستولو لپاره زما برېښلیک پته وکاوري
لېږل