د اټاليې سفير ويلي چې د پاکستان په ننګا پربت کې ورک شوي دوه اروپايي غرختونکي مړه شوي دي. د پاکستان حکومت د ډينيل ناردي او ټوم بيلرډ د موندلو لپاره د د يوه هسپانوي غرختونکي کې په مشرۍ يوه ژغورنکې ډله لېږلې وه.
یاسر او اصف د پنجاب په راولپېنډۍ کې په مستريخانه کې کسب زده کوي او کورنۍ ته ډوډۍ پیدا کوي. په مستريخانو کې ماشومان اکثر د استادانو د تشدد ښکارېږي خو دا دواړه ماشومان خوشبخته دي.
امین ګل اپریدی د خیبر د جمرود سندرغاړی دی چې د کلونو تر ناامنۍ وروسته یې بیا سندرې ویل پیل کړي. دی وايي، اوس په ښکاره ولسي ځایونو ته ځي او د موسیقۍ محفلونه جوړوي. د امین ګل اپریدي خبرې او د سندرې یوه برخه په دې ویډیو کې وګورئ.
د ښځو نړیوالې ورځې په تړاو په پېښور کې ښځو فعالانو یو لاریون ترسره کړ چې موخه یې د سیاسي او اقتصادي خپلواکۍ او ازادۍ پر لوري د ښځو اګاهي زیاتول دي. له پېښوره د غلام غوث ویډیو راپور
د سوات ښاروالۍ کې ښځینه غړیو ګیله کوله چې نه خو ځان ته تالار لري چې دوی پکې غونډه وکولای شي، نه د لمانځه اوداسه لپاره بېل ځای لري. د نیاز احمد خان ویډيو
په ژورنالیزم کې ښځو ته ورپېښې ستونزې
د مومندو خاصه دار او لېویز د پولیس روزنه غواړي
کابل: د مزاري پر تلین غونډه راکټي برید شوی
د پاکستان او هند ترمنځ د کړکېچ له کمېدو وروسته پر کنټرول کرښه د دواړو هېوادونو سوداګريځې اړيکې بحال شوې دي. د تجارتي لارو خلاصېدو وروسته لاريانو له پاکستانه هند او له هنده پاکستان ته مالونه وړي راوړي دي.
په پاکستان کې د ځناورو او مارغانو جنګول غير قانوني دي خو ددې سربېره په پنجاب کې د اوښانو د جنګولو سيالۍ شوې دي. د اوښانو خاوندان ته تر يوه کاله پورې اوښان د جنګل لپاره تربيه کوي. د فرانس پريس اژانس د ويډیو پر اساس عبدالحي کاکړ راپور جوړ کړی.
افغان ولسمشر اشرف غني د مارچ پر شپږمه په کونړ ولایت کې دوه پروژې پرانېستې او د څو نورو پروژو چارې یې رسماً پیل کړې.په دې اړه دا ویډیويي رپورټ وګورئ.
د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي نن سهار پنځه بجې پنځو ځانمرګو بريدګرو هوايي ډګر ته نږدې د (اېم کيو) په نوم پر يوه شخصي ساختماني شرکت ډله ييز بريد وکړ.
نور پورته کړئ
زه مشال راډیو ته اجازه ورکوم چې ما ته زما پر تبصرې د غبرګون یا ځواب راستولو لپاره زما برېښلیک پته وکاوري
لېږل