د ډچ باکسېنګ يا سوک وهنې اتل روډي لوبرز چې له باکسر محمد علي سره يې هم سيالۍ کړي ، دا وخت له غريبۍ سره په جنګ دی. نوموړی په بلغاريا کې په يو يخ ګاډي کې ژوند کوي. د ډچ ټي وي عملې ۷۳ کلن لوبرز په بلغاريا کې ومندلو.پر دې اړه د رويټرز ويډيو اسرار عالم مومند اېډټ کړې.
د فبرورۍ پر شپږمه، په جنوب کې د افغان پوځ د هوايي لوا قوماندان جنرال رازق شېرزي د بلیک هاک هلیکوپټرو د ۲۶ تنو پیلوټانو او نښه ویشتونکو د فراغت په مراسمو کې وویل چې د افغان پیلوټانو ظرفيتونه لوړ شوي او توانېدلي چې د تېرو څو مياشتو پر مهال د ځمکنيو ځواکونو په ملاتړ بريالي پروازونه کړي.
د بلوچستان په لورالايي کې د ابراهیم لوڼي د وژنې خلاف نن چارشنبه د خېبر پښتونخوا بار کونسل په اعلان د ټولې صوبې وکیلانو په عدالتونو کې پر کاربندیز دي. په پېښور های کورټ کی وکیلانو د دغه پېښي په سختو ټکیو غندنه وکړه او هغه یې ریاستي جبر او ظلم وباله. د مشال راډيو خبریال غلام غوث ویډيو
چارواکي وايي، افغان امنیتي ځواکونو د روزګان او کندهار پر لویه لار د وسله والو ضد عملیات پیل کړي.
د خېبر پښتونخوا په صوابۍ کې د غوايانو ځغل د سيمې یوه دوديزه لوبه ده چې پکې ځفلول یې ډېر ګران کار ګڼل کېږي. د صوابۍ چونترۍ کلي۱۳کلن، سعد چې د غوایانو د ځغل لوبغاړی دی وايي، اوس يې له خطرونه سره عادت شوی دی.
د فبورۍ پر شپږمه غرمه مهال دا ځل د خوست زرګونو اوسیدونکو د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په ملاتړ او په افغانستان کې د نظام د پايښت په پلوی لاریون وکړ.
د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ويلي چې له طالبانو سره د جوړجاړي په صورت کې به په افغانستان کې خپل سرتيري کموي. نوموړي د فبروري پر پنځمه ناوخته امريکايي کانګرېس ته په خپله کلنۍ وينا کې زياته کړه چې نه غواړي اوږدې جګړې پرمخ يوسي.په دې اړه هدایت سلطاني د رویټرز ویډیو اېډیټ کړې ده
د کندهار اوسېدونکي وایي پښتانه د کرښې په دواړو غاړو کې له لسيزو راهيسې له تاوتريخوالي سره مخ دي، خو څوکيې غږ نهاوري.دوي له ملګرو ملتونو وغوښتل چې د پښتنو غږ دې واورېدل شي. وېډیو: محمد صادق رښتینی اېډېټ: ابراهیم صافی
په کلا سیف الله کې د ارمان لوڼي خور وړانګې لوڼۍ د خپل ورور د وژنې پرضد احتجاجي مظاهرې ته په خپله وینا کې وویل، "اوس موږ خپل دښمن پېژندلی او ولس ته يې هم ښيو." په دې اړه دا ویډیو وګورئ.
په چین کې د سپرلي د مېلو په لړۍ کې په ګانسو صوبه کې د فبررۍ پر پنځمه د دغه هېواد د پخوانۍ نڅا یوه ننداره وښودل شوه. دغې نڅا له د کتو لپاره یو شمېر خلک ورغلي ول. په چین کې دا وخت د سپرلې رنګا ګا رنګ کلتوري مېلې پېل شوي دي. په دې اړه د رویټرز ویډيو فرخنده اسد ایډېټ کړې ده.
د سوات په بريکوټ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پلویانو په لورالايي کې د پي ټي ايم د یوه مشر پروفېسر ارمان لوڼي د جنازې غایبانه لمونځ وشو. پر دغه مهال د پي ټي اېم سوات غړیو احتجاجي مظاهره هم وکړه او له حکومته یې د هغې پېښې د پلټنې غوښتنه وکړه. د مشال راډيو خبریال نیاز احمد خان ویډيو
د سېشنبې په ورځ ماسپښین زرګونو خوستوالو یو ځل بیا د یو سوله ییز لاریون له لارې د ارمان لوڼي وژل کیدل وغندل او له نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو له بنسټونو يې غوښتنه وکړه، یاده پېښه وڅيړي.
نور پورته کړئ
زه مشال راډیو ته اجازه ورکوم چې ما ته زما پر تبصرې د غبرګون یا ځواب راستولو لپاره زما برېښلیک پته وکاوري