د طالبانو تر ولکې لاندې سيمو کې اوسيدونکي خلک وايي که دې ډلې سره خبرې کېږي بايد بشري حقونو ته احترام پرې ومنل شي. د دوی په وېنا د دوی تر واک لاندې ځايونو کې ژوند له کړاوه ډک دی. ويډيو: ای، ايف، پي راپور او ايډيټ: بشير ګواښ
د مومندو د پړانګ غار، دامان او پنډیالۍ کروندګر وايي، که د دوی په سیمه کې ډېم جوړ شي نو د اوبو له ستونزې سره سره به په سيمه کې ښايي بې رورګاري هم ختمه شي. په دې اړه د طارق اورکزي ویډیويي رپورټ وګورئ.
د شمالي کوريا مشر کيم جونګ اون له امريکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره د ليدو لپاره درې ورځې په اورګاډي (ټرېن) کې سفر وکړ. ټاکل شوې چې دواړه مشران به نن [فبرورۍ ۲۶مه] او سبا [فبرورۍ ۲۷مه] د ويتنام په پلازمېنه هانوی کې له يو بل سره وويني. ويډيو: رويټرز راپور او ايډيټ: احمد شاه اعظمي
د پاکستان پوځ ادعا کوي چې د چارشنبې پر ورځ يې د هند دوې جنګي الوتکې په نښه کړې دي. د پوځ وياند مېجرجنرال اصف غفور د خبري غونډې پر مهال ادعا کړې چې دوه هندي پايلټان يې هم نيولي دي.د رویټرز اژانس د ويډيوګانو پراساس عبدالحي کاکړ راپور جوړ کړی دی.
د وییت په مرګز هینوی کې یو کافي جوړوونکی وايي، د ده د لاس جوړه کافي په نړۍ کې امن راوستلای شي. دا وايي،دی له هګیو دغه کافي جوړوي چې ډېره مقبوله ده او هیله لري چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د شمالي کوریا مشر کیم جونګ ان به یې وڅکي.
په اسلام اباد کې د خېبر پښتونخوا له پېښوره شپږ فېشن ډيزاينرانو د خپلو جوړې شویو جامو نمايش وکړل. دې ډيزاينرانو چې د پېښور له یو شخصي پوهنتون څخه یې په فېشن ډيزاينګ څانګه کې ماسټري کړې وايي،د هېواد نورو مشهورو فېشن ډيزاينرانو پشان په دې څانګه کې خپل نوم پېدا غواړي.
د ملګرو ملتونو یو کمېشن دې سمیع الله اپرېدي وژنه وپلټي
د پاکستان وزيراعظم عمران خان وايي د هند بريد په غبرګون کې به د کاروايي لپاره د وخت او ځای انتخاب پخپله کوي. تر دې مخکې هندي چارواکو وويل چې د پاکستان په خاوره يې د هغې ترهګرې ډلې يو لوی مرکز بمباري او له منځه يووړ چې په هند کې يې بريد کړی وو. ويډيو: ای، ايف، پي او رويټرز راپور او ایډيټ: بشير ګواښ
د افغانستان د ۲۰۱۸ م کال د انتخاباتو ښځينه کاندېدې وايي چې د کمپاين پر مهال په جنسي توګه ځورول شوې وې.
د پيښور په ناران باغ کې د پخوانۍ فاټا د ټولو ضلعو خاصه دارو او لېویز ځواک یوه لویه غونډه کړې ده. دوی د خیبر پښتونخوا له حکومته غوښتنه کړې چې د دوی سرکاري حیثیت بدلولو په لړ کې دې ورسره کړې ژمنې پوره کړي. د مشال ريډیو خبریال فرهاد شینواري په اړه ویډيو راپور لري.
په شوکدر کې د وینسټن چرچل یادګاري توکي
د هنرمندې ګلالۍ د وژنې پرضد پېښور کې لاریون
نور پورته کړئ
زه مشال راډیو ته اجازه ورکوم چې ما ته زما پر تبصرې د غبرګون یا ځواب راستولو لپاره زما برېښلیک پته وکاوري
لېږل