په بلوچستان کې ډاکټرانو احتجاج ختم کړی دی او په سرکاري روغتونونو کې یې کار پیل کړی دی. دا له هغه وروسته ده چې د بلوچستان حکومت اعلان وکړ چې په صوبه کې به د ډاکټرانو د حفاظت لپاره ځانګړي ګامونه پورته کړي.په دې اړه د ایوب ترین ویډیويي رپورټ وګورئ.
نن ایران د اسلامي انقلاب څلویښتمه کالیزه او په هغه هیواد کې د دوه نیم زره کلن شاهي نظام د ختمیدو ورځ نمانځل کیږي. د ۱۹۷۹ م کال د فیبرورۍ په لومړۍ نېټه ایت الله روح الله خمیني له ۱۴ کلنې جلاوطنۍ وروسته له فرانسه تهران ته ستون شوی و. په دې اړه د اې ایف پي او رویټرز اژانسونو ویډیو ظفرخان اېډیټ کړې.
د فبورۍ پر لومړۍ د صوابۍ د مهر علي کلي د سرکاري مډل سکول زده کونکي او استازان د کلي په لارو کوڅو کې وګرځيدل او د نشه يي توکو د کارولو پرضد یې وینا ګانې وکړې. په دې اړه د ځلاند یوسفزي ویډیويي رپورټ وګورئ.
د فرانسې هغه وګړي چې په ختیځ اوکراین کې له روس پلوه بیلتونپالو سره یوځای شوي ول، اوس په پاریس کې د ژېړ واسکټو په مظاهرو کې لیدل کېږي. د مشال ریډيو د اوکراین څانګې ویډيويي رپورټ کې یې تفصیل وګورۍ چې ملیحه امیرزاده یې وړاندې کوي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وایي، د تېر یوه کال راوسته راوړنه یې دا ده چې پښتانه یې را ویښ کړل او هغوی اوس د خپلو ورکو خلکو، غیر عدالتي وژنو او نورو ظلمونو پرضد اواز پورته کوي. له نوموړي سره بشپړه ویډیويي مرکه دلته کتلای شئ.
د خيبر پښتونخوا سيلګري محکمي وزير عاطف خان وايي، د لومړی ځل د سيلګري صنعت لپاره پاليسي وضع کړل شوي او د لرغونې اثارو ساتنې لپاره یو ځواک ګومارو. په دې اړه د نياز احمد خان ويډيويي رپورټ وګورئ.
د وینزوېلا پوځي مشران تر اوسه هم د ولسمشر مدورو وفاداره دي که څه هم دغه هېواد د خوراکي توکو له کموالی او سیاسي ستونزو سره لاس او ګریوان دی خو له وروستیو پرمختګونو سره به د پوځ ملاتړ ازمایل کېږي. په دې اړه د اې اېف پي ویډیو د امریکا غږ ډیوه راډیو اېډیټ کړې ده.
د جنورۍ پر ۳۱مه، په پاکستان کې د قانون جوړونې، پارلېماني چارو او روڼوالي ادارې (پېلډاټ) او د ملګرو ملتونو پرمختیايي ادارې (یو اېن ډي پي) په اسلام اباد کې یو پروګرام جوړ کړی وو
د خیبر پښتونخوا د نوښار چراټ روډ باندې د جامعه عثمانيه په نوم يوه ديني مدرسه د بوټو د کر شينکي او د ماحول د صفايي په اړه غیر نصابي درسونه ورکوي.د يادې مدرسې انتظامیې د حديقه القران په نوم يوه داسې باغچه هم جوړه کړې ده چې پکې هغه ونې بوټې کرل شوي دي چې په قران کې ذکر شوی.
د مومندو سرکاري انتظامیې په بازارونو کې د هغه دکاندارانو پرضد ګامونه اخیستي چې خوراکي او غیر خوراکي شیان ګران پلوري یا یې په تللو کې غلا کوي. د جنورۍ پر ۳۰مه د کوزه مومندو یکه غونډ تحصیلدار ګوهر خان د یکه غونډ بازار په دکانونو چاپې ووهلي. نور د شاهنواز ترکزي په ویدیو کې
د کونړ په څوکۍ ولسوالۍ کې پر ۱۵۰ معلولو خوراکي مواد وویشل شول. معلولین وايي، تل يې په نوم ولایت ته مرستې راځي، خو د دوی پر ځاي يې چارواکي او غیر مستحق کسان ترلاسه کوي، معلولین او د وژل شویو کسانو کورنۍ ترې بې برخې وي. په دې اړه دا ویډیو وګورئ.
د بکاخېلو پنډغالي کډوال نور له بې کورۍ ستړي شوي دي
نور پورته کړئ
زه مشال راډیو ته اجازه ورکوم چې ما ته زما پر تبصرې د غبرګون یا ځواب راستولو لپاره زما برېښلیک پته وکاوري
لېږل