د پېښور د مالګې منډیۍ "چرسي تکه" په ټول پاکستان کې نوم لري او له لرې، لرې ورته خلک راځي. په رستوران کې د تکو پخوونکی وايي، له مالګې پرته په غوښه بل هېڅ نه ګډوي. نور په ویډیو کې.
پکتیا: د انجینري پوهنځي محصلانو خپل جوړ کړي موډلونه نندارې ته ايښي
د ډېسېمبر پر اتمه، د خیبر پښتونخوا په سوات او پېښور کې د پښتون ملتپاله مبارز عبدالصمد خان اڅکزي ۴۶م تلین ولمانځل شو. په دې لړ کې تر ټولو لویه غونډه په سوات کې وشوه
د مومندو د پړانګ غار په بېلا بېلو کلیو کې پر زرګونه جریبه ځمکه د ټماټرو پټي دي. ټماټر په ځینو سیمو کې باټینګر، په ځینو کې سره باتینګړ او په ځینو کې یې رومیان هم بلل کېږي چې په وروستیو کې یې په پاکستان کې بیه خورا لوړه شوې
د کوټې ښار لویدیځ لوري ته غر "جبل نور" نومېږي چې د قران او نورو اسلامي کتابونو د میلیونونه پخوانیو او ضعیفو نسخو خوندیځای دی. پر ۱۹۹۲ز کال د نسخو خوندي کولو چارې د کوټې یوه وګړي
د ننګرهار د اچين ولسوالۍ يوه مېرمن وايي داعش يې دوه غبرګ زامن په يوه ورځ د ماشومانو په مخ کې ووژل. هغې ته ګڼ يتيمان پاتې دي. نوموړې وايي دومره ظلم ورسره شوی که دغه وسله وال په مخه ورشي نو په تبرګي به يې ووهي. نور حال يې په دې ويډيو کې وګورئ.
د امريکې او طالبانو تر منځ پرون د خبرو د بيا پېلېدو په اړه افغان چارواکي وايي امريکايي او افغان حکومت په دې سلا دي چې مذاکرات بايد اوربند ته لار هواره کړي. د دوی په وېنا په دې اړه هر اخيستونکی ګام بايد د کابل او واشنګټن ترمنځ تر همغږۍ وروسته وشي. ويډيو: اې ايف پي
د سوات په ودوديه هال کې "ګرځنده تیاټر" د "منزلونو" په نوم پښتو ډرامه وړاندې شوه چې ورته د کالج په سلګونو زده کوونکي ناست ول. په دې اړه ویډیويي رپورټ وګورئ.
د افغانستان په جلال اباد ښار کې د وژل شوي جاپاني الاصل افغان خيريه کارکوونکي ډاکټر تیڅوناکامورا مړی نن په کابل کې تر سرکاري اعزاز وروسته د هغه کورنۍ ته وسپارل شو. د ٧٣ کلن ناکامورا هغه کارونه چې د اوبو د مديريت، کرنې او د اوبولګولو په برخه کې کړي، د پام وړ ګڼل کېږي. د احمد شاه اعظمي ويډيويي راپور
د پېښور قیصه خوانۍ یو له هغو پخوانیو تاریخي بازارونو ده چې له کالونو راهيسې د دې سیمې د اوسېدونکو لوی تاریخي او کلتوري مرکز و. دا چې دا بازار ولې مشهور شوی او څه تاريخي ارزښت لري؟ په دې اړه د شبیر احمد خان ویډیويي راپور وګورئ.
د تېڅو ناکامورا ژوند ته کتنه په افغانستان کې د وژل شوي جاپاني ډاکټر تېڅو ناکامورا کورینۍ د هغه د مړي ترلاسه کولو لپاره د جمعې پر ورځ کابل ته ورسیده. نوموړی د ډیسمبر پر ۴مه په جلال اباد کې وژل شوی و. د هغه ژوند او کار ته ظفرخان په دې ویډیو کې کتنه کړې ده. اېډیټ هدایت سلطاني
د دیسېمبر پر پنځمه د کوټې پر جناح سړک ارټ کونسل کې د ۴۷ انځورګرو لخوا انځورونه نندارې ته وړاندې شوي دی. په دغو انځورونو کې د ښځو پر وړاندې د ځورونې ضد پیغامونه هم ورکړل شوی دي. په دې اړه د صمد شبنم ویډيويي رپورټ وګورئ.
نور پورته کړئ
زه مشال راډیو ته اجازه ورکوم چې ما ته زما پر تبصرې د غبرګون یا ځواب راستولو لپاره زما برېښلیک پته وکاوري
لېږل