د سوات په ودوديه هال کې "ګرځنده تیاټر" د "منزلونو" په نوم پښتو ډرامه وړاندې شوه چې ورته د کالج په سلګونو زده کوونکي ناست ول. په دې اړه ویډیويي رپورټ وګورئ.
د افغانستان په جلال اباد ښار کې د وژل شوي جاپاني الاصل افغان خيريه کارکوونکي ډاکټر تیڅوناکامورا مړی نن په کابل کې تر سرکاري اعزاز وروسته د هغه کورنۍ ته وسپارل شو. د ٧٣ کلن ناکامورا هغه کارونه چې د اوبو د مديريت، کرنې او د اوبولګولو په برخه کې کړي، د پام وړ ګڼل کېږي. د احمد شاه اعظمي ويډيويي راپور
د پېښور قیصه خوانۍ یو له هغو پخوانیو تاریخي بازارونو ده چې له کالونو راهيسې د دې سیمې د اوسېدونکو لوی تاریخي او کلتوري مرکز و. دا چې دا بازار ولې مشهور شوی او څه تاريخي ارزښت لري؟ په دې اړه د شبیر احمد خان ویډیويي راپور وګورئ.
د تېڅو ناکامورا ژوند ته کتنه په افغانستان کې د وژل شوي جاپاني ډاکټر تېڅو ناکامورا کورینۍ د هغه د مړي ترلاسه کولو لپاره د جمعې پر ورځ کابل ته ورسیده. نوموړی د ډیسمبر پر ۴مه په جلال اباد کې وژل شوی و. د هغه ژوند او کار ته ظفرخان په دې ویډیو کې کتنه کړې ده. اېډیټ هدایت سلطاني
د دیسېمبر پر پنځمه د کوټې پر جناح سړک ارټ کونسل کې د ۴۷ انځورګرو لخوا انځورونه نندارې ته وړاندې شوي دی. په دغو انځورونو کې د ښځو پر وړاندې د ځورونې ضد پیغامونه هم ورکړل شوی دي. په دې اړه د صمد شبنم ویډيويي رپورټ وګورئ.
د بنو کالج پښتو څانګه کې د دسېمبر پر پنځمه یوه غونډه وشوه چې په کې چارواکو، خبریالانو، مدني فعالانو او زده کوونکیو د قبایلي سیمې په پښتونخوا ورګېدو وروسته د ځوانانو پر ستوزه خبرې وکړې. په دې اړه د عمر وزیر ویډیويي رپورټ وګورئ.
د خيبر پښتونخوا په کلیوالو سيمو کې د ژمي له راتلو سره ګاڼۍ هم چالانې شي. د چارسدې په يوه کلي د ګوړې جوړېدل درښیو.
په پېښور کې خبریالانو د ډوان ورځپاڼې د دفتر ځینو کارمندانو د اېستلو او پر رسنیو د غیراعلانیه بندیزونو پرضد احتجاجي لاریون وکړ. نور د غلام غوث په ویډیويي رپورټ کې وګورئ.
د سېمبر پر پنځمه په ټوله نړۍ کې د خاورې نړیواله ورځ لمانځل کېږي. د ماهرینو په وینا، د هوا بدلون او د ځمکې تودوالې له کبله به په راتلونکې ۲۰ کالو کې د خېبر پښتونخوا یو شمېر ځمکو پیداوار ختم شي. په دې اړه د عظمت علي شاه ویډیويي رپورټ وګورئ.
د افغانستا په خوست ولایت کې د دسېمبر پر څلورمه سلګونه وزیرستاني کډوال د ګلان کېمپ په میداني کې راغونډ شوي ول او د یوې سترې ناستې په ترڅ کې يې له افغان حکومت، د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو له عالي کمشینری، نړیوال خوراکي سازمان او نورو بسټونو وغوښتل، چې له دوی سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
د خیبر پښتونخوا د سوات تحصيل مټي، اشاړي کلي ظاهر شاه خپله حجره په بېلابېلو لرغونيو توکيو پسوللې ده. د نومړي حجرې ته له لیرې لیرې سيمو خلک لېدو ته ورځي. په دې اړه د نیاز احمد خان ویډیويي رپورټ وګورئ.
د دسېمبر درېمه په ټوله نړۍ کې د معذورانو نړیواله ورځ ده. په دغو مغدورانو کې یو د پېښور حاجره عنبرین هم ده چې پیدایشي معذوره ده خو د بې وزلې یې د علاج پر مخ یو لوی خنډ دی. په دې اړه د ځلاند یوسفزي ویډیويي رپورټ وګورئ.
نور پورته کړئ
زه مشال راډیو ته اجازه ورکوم چې ما ته زما پر تبصرې د غبرګون یا ځواب راستولو لپاره زما برېښلیک پته وکاوري
لېږل