د عبدالولي حان پوهنتون د وژل شوي زده کوونکي مشال خان پلار ويلي، د پوليسو له خوا ورباندې درج شويو مقدمو پرېشانه کړی دی البته پر نورو ځوانانو شويو اېف ای ارونو خپه کړی دی.
ډاکټر تيتسو ناکامورا چې خلکو به خدايي خدمتګار باله، نن په جلال اباد کې يو وسله وال بريد کې ووژل شول. هغه په ننګرهار کې د يو کانال په تېرولو سره په زرګونو شړې زمکې اوبه کړې وي. پارکونه يې جوړ کړل او زراعتي زمکې يې ډېرې کړي.
د بشري حقونو فعالانو، د دسمبر پر دریمه، په پېښور کې مظاهره وکړه او له حکومته یې د یو مدني فعال او د نېشنل ګوند د یو پخواني مشر ادریس خټک د زر تر زره خوشې کېدوغوښتنه وکړه. په دې اړه د غلام غوث ویډیويي رپورټ وګورئ.
د دسېمبر پر دريمه په ټوله نړۍ کې د معذورانو ورځ لمانځل کېږي. په خېبر پښتونخوا کې داسې ډېر معذوران شته چې خپل ځان معذوره نه ګڼي. هغوی د روغو خلکو په څېر د ژوند تېرولو هڅه کوي. په دې اړه د عظمت علي شاه ویډیويي رپورټ وګورئ.
د نقیب الله مسود پلار محمد خان مسود جنازه نن په ټانک کې وشوه او مړی به یې په خپل پلرني ټاټوبي د جنوبي وزیرستان په مکین کې خاورو ته سپارل کېږي. د محمد خان مسود په جنازه کې ځینو ګډونوالو وویل چې خپل زوی د انصاف اخېستلو ارمان یې ګور ته یووړ.
په کوټه کې د عبدالصمد خان اڅکزي ۴۶ تلینغونډې ته د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي او د جمعیت علماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمان په خپلو ویناګانو کې وویل، چې"صمد خان شهيد په خپلو قربانو تاريخ رقم کړی دی." په دې اړه له کوټې د ایوب ترین ویډيو راپور
په کوټه کې یوه ناحکومتي اداره د بېوزله او یتیمو ماشومانو پالنه کوي. دا اداره د اېس او اېس چلډرنز وېلېچ یا د ماشومانو کلي په نوم استوګنځی لري چې پکې لسګونه ماشومان اوسي. دا سرپناه په ۲۰۰۴ز کال کې جوړه شوې وه چې پکې مېشت ماشومان وايي، د خویندو، وروڼو په څېر اوسي. ویډیويي رپورټ.
يوه تاجکۍ ښځه له يوه معذوره لاس سره زوکړې او اوس په دغه نيمګړي لاس او پښه د کور کارونه کوي او جامې ګنډي.
په سوات کې د سکول زده کوونکو د ساینس او هنر نندارتون جوړ کړی. زده کوونکو بېلا بېل ساینسي ماډلونه جوړ کړي او پکې د پښتنو کلتوري شیان هم ښوول کېږي. په اړه یې ویډیويي رپورټ وګورئ.
د ډسېمېبر پر لومړۍ نېټه په ټوله نړۍ کې د اېډز ناروغۍ ورځ لمانځل کېږي، د فيملي کېیر سنټر خېبر پښتونخوا د شمېرو ترمخه په صوبه کې ۵۴۳۲ ناروغان د اېډز په ناروغي اخته دي. په دې اړه د عظمت علي شاه ویډیويي رپورټ وګورئ.
د خېبرپښتونخوا په مومندو کې اپوزیشن ګوندونو نن [د نومبر ۳۰مه] يو ځل بيا د پاکستان پر وزیراعظم عمران خان غږ وکړ چې له خپلې دندې دې استعفا وکړي. د جمیعت علما اسلام (ف) په مشرۍ د اپوزیشن ګوندونو رهبر کمېټۍ د مومندو په غلنۍ کې احتجاج او لاریون وکړ.
د پاکستان د پنجاب په ګوجرانواله ښار کې پښتانه کاروباريان وايي، د دې ځاى پوليس يې ځوروي او پېسې ترې اخلي خو د پوليسو په وينا دوى يوازې له مشکوک کسانو او له هغه چا پلټنې کوي چې شناختي کارډ ورسره نه وي. په دې اړه د سراج ظهیر ویډیويي راپور وګورئ.
نور پورته کړئ
زه مشال راډیو ته اجازه ورکوم چې ما ته زما پر تبصرې د غبرګون یا ځواب راستولو لپاره زما برېښلیک پته وکاوري
لېږل