د بشري حقونو فعالانو، د دسمبر پر دریمه، په پېښور کې مظاهره وکړه او له حکومته یې د یو مدني فعال او د نېشنل ګوند د یو پخواني مشر ادریس خټک د زر تر زره خوشې کېدوغوښتنه وکړه. په دې اړه د غلام غوث ویډیويي رپورټ وګورئ.
د دسېمبر پر دريمه په ټوله نړۍ کې د معذورانو ورځ لمانځل کېږي. په خېبر پښتونخوا کې داسې ډېر معذوران شته چې خپل ځان معذوره نه ګڼي. هغوی د روغو خلکو په څېر د ژوند تېرولو هڅه کوي. په دې اړه د عظمت علي شاه ویډیويي رپورټ وګورئ.
د نقیب الله مسود پلار محمد خان مسود جنازه نن په ټانک کې وشوه او مړی به یې په خپل پلرني ټاټوبي د جنوبي وزیرستان په مکین کې خاورو ته سپارل کېږي. د محمد خان مسود په جنازه کې ځینو ګډونوالو وویل چې خپل زوی د انصاف اخېستلو ارمان یې ګور ته یووړ.
په کوټه کې د عبدالصمد خان اڅکزي ۴۶ تلینغونډې ته د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي او د جمعیت علماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمان په خپلو ویناګانو کې وویل، چې"صمد خان شهيد په خپلو قربانو تاريخ رقم کړی دی." په دې اړه له کوټې د ایوب ترین ویډيو راپور
په کوټه کې یوه ناحکومتي اداره د بېوزله او یتیمو ماشومانو پالنه کوي. دا اداره د اېس او اېس چلډرنز وېلېچ یا د ماشومانو کلي په نوم استوګنځی لري چې پکې لسګونه ماشومان اوسي. دا سرپناه په ۲۰۰۴ز کال کې جوړه شوې وه چې پکې مېشت ماشومان وايي، د خویندو، وروڼو په څېر اوسي. ویډیويي رپورټ.
يوه تاجکۍ ښځه له يوه معذوره لاس سره زوکړې او اوس په دغه نيمګړي لاس او پښه د کور کارونه کوي او جامې ګنډي.
په سوات کې د سکول زده کوونکو د ساینس او هنر نندارتون جوړ کړی. زده کوونکو بېلا بېل ساینسي ماډلونه جوړ کړي او پکې د پښتنو کلتوري شیان هم ښوول کېږي. په اړه یې ویډیويي رپورټ وګورئ.
د ډسېمېبر پر لومړۍ نېټه په ټوله نړۍ کې د اېډز ناروغۍ ورځ لمانځل کېږي، د فيملي کېیر سنټر خېبر پښتونخوا د شمېرو ترمخه په صوبه کې ۵۴۳۲ ناروغان د اېډز په ناروغي اخته دي. په دې اړه د عظمت علي شاه ویډیويي رپورټ وګورئ.
د خېبرپښتونخوا په مومندو کې اپوزیشن ګوندونو نن [د نومبر ۳۰مه] يو ځل بيا د پاکستان پر وزیراعظم عمران خان غږ وکړ چې له خپلې دندې دې استعفا وکړي. د جمیعت علما اسلام (ف) په مشرۍ د اپوزیشن ګوندونو رهبر کمېټۍ د مومندو په غلنۍ کې احتجاج او لاریون وکړ.
د پاکستان د پنجاب په ګوجرانواله ښار کې پښتانه کاروباريان وايي، د دې ځاى پوليس يې ځوروي او پېسې ترې اخلي خو د پوليسو په وينا دوى يوازې له مشکوک کسانو او له هغه چا پلټنې کوي چې شناختي کارډ ورسره نه وي. په دې اړه د سراج ظهیر ویډیويي راپور وګورئ.
د نومبر په ۲۹مه په ټول پاکستان کې زده کونکيو د خپلو حقونو او د خپلو تنظيمونو د بحالۍ لپاره لاريونونه وکړه. په پېښور کې هم زده کونکيو د لاريون پر مهال له حکومتونه غوښتنه وکړه چې تعليمي ادارو کې ورته اسانۍ ورکړي او د زده کونکيو تنظيمونه بيرته بحال کړي. دغه احتجاج يا لاريون ته د مشال راډيو خبريال عظمت
د خوست هوايي ډګر ته د دوو ازمایښتي پروازونو په تعقیب او د یو شمېر نیمګړتیاوو تر بشپړیدو وروسته د نومبر پر۲۸مه دې ولایت ته د ملکي الوتکو رسمي پروازونه پیل او د مسافرو تګ راتګ ورباندې پیل شو.
نور پورته کړئ
زه مشال راډیو ته اجازه ورکوم چې ما ته زما پر تبصرې د غبرګون یا ځواب راستولو لپاره زما برېښلیک پته وکاوري
لېږل