د شاه منصور صوابۍ د (تیارې حجره) کې سپینږیري تر ناوخته ناست وي او د ملکي سیاست علاوه د تماکو، مړزانو په کلي کې د غم ښادۍ خبرې کوي. دې حجرې ته 'تیاره حجره' ځکه هم وايي چې دا حجره د ۱۹۵۰ز کال راهیسې جوړه شوې خو لا هم دلته برېښنا نه ده راغلې. نور د شاهنواز ترکزي په ویډیويي راپور کې.
د ډېسېمبر پر۲۳مه د ښځو حقونو لپاره کار کوونکي تنظیم عورت فاونډېشن لخوا په پېښور کې د مذهبي يوالي او زغم پر موضوع د بېلا بېلو مذهبونو د روايتي خوراکونو يو نندارتون وشوه. نور حال د شبير احمد جان په ویډیويي راپور کې.
په سوات کې د بېنظير انکم سپورټ تر سیوري لاندې د وظيفې رقم اخېستونکې ښځي وايي، هر ورځ په لیکو کې ولاړ وي خو دوی ته په سم ډول مرسته نه رسېږي. په دې اړه د نياز احمدخان ويډيو راپور وګورئ.
د قبایلي ضلعو په ګډون له ټول پاکستانه د کمیونټي سکولونو ښوونکیو د ډېسېمبر پر۲۳مه په اسلام اباد کې د خپلو تنخاګانو لپاره یو وارې بیا احتجاج پیل کړی. په دې اړه د سراج ظهیر ویډیويي رپورټ وګورئ.
د چارسدې په ابازو کې د مالټو باغونه رسېدلي دي. د یو باغ مالک وايي، دا مالټې د خیبر پښتونخوا ترڅنګ پنجاب ته هم وړي چې هلته په منډیو کې خرڅېږي. نور په ویډیو کې.
د افغانستان حکومت د ډېسېمبر پر ۲۱مه په خوست کې د استناف څارنوالۍ د ریاست نوې وداني پرانیسته. د دې درې پوړیزه دفتر په جوړېدو یو نیم کال وخت ولګېد. ویډیويي رپورټ وګورئ.
د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ نتيجې ښيي چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني دا انتخابات ګټلي دي. ملګرو ملتونو د دې پايلو د اعلان هرکلی کړی دی. نور حال يې په دې ويډيو کې... راپور او ايډيټ: بشير ګواښ ويډيو: اې ايف پي او رويټرز
د بونیر سواړۍ بازار یو زوړ تاریخ لري چې د ځايي مشرانو په وینا ښايي د نیکونو د وخت بازار وي چې له کلونو راهیسې د هر خالي په ورځ لګېږي او له لیرې لیرې ورته کاروباریان او ګاهکان د پېر او پلور لپاره ورته رادرومي. له بونیره د شبیر جان ویډیو راپور
د افغانستان د خوست چارواکي وايي، چې د ډېسېمبر پر۱۹مه شپه د افغان ځواکونو لخوا د خوست ښار اړوند سیمه کې یو موټر بم او دوه کسان ورسره نیول شوي دي.
د خوست چارواکي وايي، چې تېره شپه د افغان ځواکونو لخوا د خوست ښار اړوند سیمه کې یو موټر بم او دوه کسان ورسره نیول شوي دي.
په مردان کې د ښځو لپاره له جاپانه ډالۍ شوي اووه خصوصي بسونو کې پنځه بسونه درول شوي او یوازې له دوو بسونو کار اخیستل کېږي چې له کبله یې د لیرې پرتو سیمو مېرمنې او زده کوونکي له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي. نور په ویډیو راپور کې.
د اسلام اباد خاکروبان له تېرو دوو ورځو راهيسې يو وارې بيا پر احتجاج دي او وايي، د ياد ښار ترقياتي ادارې (سي ډي اې) ورته له دوو مياشتو تنخاګانې نه دي ورکړي. په دې اړه د احمدالله ویډیو رپورټ وګورئ.
نور پورته کړئ
زه مشال راډیو ته اجازه ورکوم چې ما ته زما پر تبصرې د غبرګون یا ځواب راستولو لپاره زما برېښلیک پته وکاوري
لېږل