د خیبر پښتونخوا د نوښار ضلعې جامعه عثمانيه مدرسه کې د امن او کلتور په نوم دستوره وشوه چې مقصد یې په ټولنه کې د مدرسو خلاف د سختدريځۍ او منفي پوهاوی ختمول وو. په دې اړه د عظمت وعلي شاه ويډيويي رپورټ وګورئ.
د بشري حقوقو نړيوالې ورځې په اړه د دېسېمبر پر۱۰مه په کوټه کې د انساني حقوقو کمېشن پاکستان تر سیوري لاندې یوه مظاهره وشوه. د مظاهرچیانو وینا وه چې په بلوچستان کې لا هم د ښځو، ماشومانو او مزدورانو د حقونونو سرغړونه کېږي. په دې اړه د ایوب ترین ویډیويي رپورټ وګورئ.
د کوټې سوداګرو اتحادیې د دسېمبر پر۱۰مه د کسټم ودانۍ مخې ته په یوه احتجاجې مظاهره کې له حکومته غوښتنه وکړه چې د کسټم چارواکې دې د دوی په کاروبار کې له ستونزو جوړولو څخه ودرول شي. له کوټې د ایوب ترین ویډيو
د لسو کالونو تر ځنډ وروسته په پاکستان کې يو ځل بيا د کريکټ پنځه ورځنۍ نړيوالې سيالۍ پيلېږي. د سريلنکا لوب ډله د ډېسېمبر پر نهمه نېټه پاکستان ته ورسېده او ددې هېواد له کريکټ ټيم سره به لومړۍ لوبه د دېسېمبر پر ۱۱ مه په پنډۍ کې کوي.
د پېښور د مالګې منډیۍ "چرسي تکه" په ټول پاکستان کې نوم لري او له لرې، لرې ورته خلک راځي. په رستوران کې د تکو پخوونکی وايي، له مالګې پرته په غوښه بل هېڅ نه ګډوي. نور په ویډیو کې.
پکتیا: د انجینري پوهنځي محصلانو خپل جوړ کړي موډلونه نندارې ته ايښي
د ډېسېمبر پر اتمه، د خیبر پښتونخوا په سوات او پېښور کې د پښتون ملتپاله مبارز عبدالصمد خان اڅکزي ۴۶م تلین ولمانځل شو. په دې لړ کې تر ټولو لویه غونډه په سوات کې وشوه
د مومندو د پړانګ غار په بېلا بېلو کلیو کې پر زرګونه جریبه ځمکه د ټماټرو پټي دي. ټماټر په ځینو سیمو کې باټینګر، په ځینو کې سره باتینګړ او په ځینو کې یې رومیان هم بلل کېږي چې په وروستیو کې یې په پاکستان کې بیه خورا لوړه شوې
د کوټې ښار لویدیځ لوري ته غر "جبل نور" نومېږي چې د قران او نورو اسلامي کتابونو د میلیونونه پخوانیو او ضعیفو نسخو خوندیځای دی. پر ۱۹۹۲ز کال د نسخو خوندي کولو چارې د کوټې یوه وګړي
د ننګرهار د اچين ولسوالۍ يوه مېرمن وايي داعش يې دوه غبرګ زامن په يوه ورځ د ماشومانو په مخ کې ووژل. هغې ته ګڼ يتيمان پاتې دي. نوموړې وايي دومره ظلم ورسره شوی که دغه وسله وال په مخه ورشي نو په تبرګي به يې ووهي. نور حال يې په دې ويډيو کې وګورئ.
د امريکې او طالبانو تر منځ پرون د خبرو د بيا پېلېدو په اړه افغان چارواکي وايي امريکايي او افغان حکومت په دې سلا دي چې مذاکرات بايد اوربند ته لار هواره کړي. د دوی په وېنا په دې اړه هر اخيستونکی ګام بايد د کابل او واشنګټن ترمنځ تر همغږۍ وروسته وشي. ويډيو: اې ايف پي
د سوات په ودوديه هال کې "ګرځنده تیاټر" د "منزلونو" په نوم پښتو ډرامه وړاندې شوه چې ورته د کالج په سلګونو زده کوونکي ناست ول. په دې اړه ویډیويي رپورټ وګورئ.
نور پورته کړئ
زه مشال راډیو ته اجازه ورکوم چې ما ته زما پر تبصرې د غبرګون یا ځواب راستولو لپاره زما برېښلیک پته وکاوري
لېږل