په کابل کې ښځې موټر چلوونکې د ګوتو په شمېر دي خو ستونزې يې ډېرې دي. دوی بيا هم وايي خنډونو ته نه ودرېږي او سفر روان ساتي. په اړه یې بشير ګواښ ويډيو راپور لري.
د پاکستان په پوځ کې د مشرۍ موده درې کاله وي خو په دې هېواد کې ځينو ته شپږ کال او ځينو نورو تر لسو کلونو پورې د پوځ مشري کړې ده. ويډيو : رويټرز خبري اژانس
په کندهار کې د کوټې او کندهار یو شمېر غېږنیونکي د سیالیو لپاره راټول شوي. وايي چې له دغو سیالیو څخه يې موخه د ډيورنډ کرښې دواړو خواو ته د امن او سولې پیغام رسول دي. په دې اړه د امریکا غږ اشنا راډیو ویډیو وګورئ.
د خوست په پنځو ولسوالیو ځاځي میدان، شمل دوه منده، سپيره، تڼیو او موسی خېلو په غرونو کې د زڼغوځیو او چارمغزو د نیالګیو د روزلو په خاطر د ۳۶۰ قوریو د جوړولو کار پیل شو. په دې اړه د نجیب الله الوخېل ویډیويي رپورټ وګورئ.
که څه هم لکه د نورو ښارونو په څېر پېښور کې هم د ټرافیک ستونزه ورځ تر بلې په زياتېدو ده خو چارواکي وایي هڅه کوي چې خلک د ټرافیک په قوانينو پوره توګه عمل کولو ته تيار کړي.
د بخښنې نړيوال سازمان (اېمنسټي انټرنېشنل) وايي چې په ايران کې د تيلو د بيعو زياتوالي او سهم ټاکلو خلاف د مظاهرو پر مهال لږ تر تږه ۱۴۳ کسان وژل شوي دي. په دې اړه د احمد شاه اعظمي ويډيويي راپور وګورئ.
د مومندو په غلنۍ کې په سېشنبه ځايي ولس چې پکې د سیاسي او سماجي ډلو غړیو ګډون درلود د معدنیاتو سرکاري ګرځولو پرضد لاریون وکړ. مظاهرچیان وايي، حکومت د فاټا ضم کېدو پر وخت له دوی سره شوي ژمن نه دې پوره کړې. په دې اړه د شاهنواز ترکزي ویډیويي رپورټ وګورئ.
په سوات کې ميشت عيسويان له حکومته مقبره، عبادت ځای او نورې اسانتياوې غواړي. نور د نياز احمد خان په ویډیويي رپورټ کې.
په خوست کې د تخته بېکې تاریخي کلاګانې شاوخوا ۱۰۰ کاله پخوا جوړې شوې وې خو اوس چارواکي او د سیمې اوسېدونکي وايي چې ودانۍ یې ورستې شوې دي. د خوست والي وايي، د کلاګانو رغولو اراده یې کړې ده. پر دې موضوع ویډیويي رپورټ وګورئ.
د خیبر پښتونخوا د شبقدر په مټې مغل خېلو کې د خامتا جوړولو لسګونه کارخانې تړل شوې دي. د کارخانې مالکان وايي، د دې لامل د برېښنا کموالی او پارچاو (لوډ شیډېنګ) دی. د کارخانو د تړل کېدو له کبله سلګونه کارګران بې روزګاره شوي. ویډیويي رپورټ وګورئ.
د نومبر پر ۲۴مه په اسلام اباد کې کلنۍ کلتوري مېله پای ته ورسېده. مېلې ته ګڼ خلک ورغلي ول چې نه یوازې یې کلتوري شیان ولیدل بلکې د بېلا بېلو سیمو له خوړو یې هم خوند واخیست. په اړه یې ویډیويي رپورټ وګورئ.
د افغانستان کندهار د انارو پیدا کوونکو له لویو ولایتونو څخه یو دی خو سږکال پکې حاصلات کم دي. کروندګر وايي، د دوا نه پاشلو، خراب موسم او پاکستان ته د انارو پر برامداتو د مالیو لوړېدو له وجې راتلونکي کال ته هم اندېښمن شوي دي. په اړه یې د اژانس فرانس پرېس ویډیويي رپورټ وګورئ.
نور پورته کړئ
زه مشال راډیو ته اجازه ورکوم چې ما ته زما پر تبصرې د غبرګون یا ځواب راستولو لپاره زما برېښلیک پته وکاوري
لېږل