که څه هم لکه د نورو ښارونو په څېر پېښور کې هم د ټرافیک ستونزه ورځ تر بلې په زياتېدو ده خو چارواکي وایي هڅه کوي چې خلک د ټرافیک په قوانينو پوره توګه عمل کولو ته تيار کړي.
د بخښنې نړيوال سازمان (اېمنسټي انټرنېشنل) وايي چې په ايران کې د تيلو د بيعو زياتوالي او سهم ټاکلو خلاف د مظاهرو پر مهال لږ تر تږه ۱۴۳ کسان وژل شوي دي. په دې اړه د احمد شاه اعظمي ويډيويي راپور وګورئ.
د مومندو په غلنۍ کې په سېشنبه ځايي ولس چې پکې د سیاسي او سماجي ډلو غړیو ګډون درلود د معدنیاتو سرکاري ګرځولو پرضد لاریون وکړ. مظاهرچیان وايي، حکومت د فاټا ضم کېدو پر وخت له دوی سره شوي ژمن نه دې پوره کړې. په دې اړه د شاهنواز ترکزي ویډیويي رپورټ وګورئ.
په سوات کې ميشت عيسويان له حکومته مقبره، عبادت ځای او نورې اسانتياوې غواړي. نور د نياز احمد خان په ویډیويي رپورټ کې.
په خوست کې د تخته بېکې تاریخي کلاګانې شاوخوا ۱۰۰ کاله پخوا جوړې شوې وې خو اوس چارواکي او د سیمې اوسېدونکي وايي چې ودانۍ یې ورستې شوې دي. د خوست والي وايي، د کلاګانو رغولو اراده یې کړې ده. پر دې موضوع ویډیويي رپورټ وګورئ.
د خیبر پښتونخوا د شبقدر په مټې مغل خېلو کې د خامتا جوړولو لسګونه کارخانې تړل شوې دي. د کارخانې مالکان وايي، د دې لامل د برېښنا کموالی او پارچاو (لوډ شیډېنګ) دی. د کارخانو د تړل کېدو له کبله سلګونه کارګران بې روزګاره شوي. ویډیويي رپورټ وګورئ.
د نومبر پر ۲۴مه په اسلام اباد کې کلنۍ کلتوري مېله پای ته ورسېده. مېلې ته ګڼ خلک ورغلي ول چې نه یوازې یې کلتوري شیان ولیدل بلکې د بېلا بېلو سیمو له خوړو یې هم خوند واخیست. په اړه یې ویډیويي رپورټ وګورئ.
د افغانستان کندهار د انارو پیدا کوونکو له لویو ولایتونو څخه یو دی خو سږکال پکې حاصلات کم دي. کروندګر وايي، د دوا نه پاشلو، خراب موسم او پاکستان ته د انارو پر برامداتو د مالیو لوړېدو له وجې راتلونکي کال ته هم اندېښمن شوي دي. په اړه یې د اژانس فرانس پرېس ویډیويي رپورټ وګورئ.
د هرکال په څېر سږکال هم د پاکستان په لاهور ښار کې لړو او لوخړو د خلکو ورځنۍ ژوند اغېزمن کړی دی. سږکال هوا دومره ککړه شوې چې ان د بخښنې نړيوال سازمان هم د لاهوريانو په استازيتوب د يو نړيوال کمپاين غږ کړی.
په خیبر پښتونخوا کې هره ورځ ۴۷ماشومان او یوه ښځه خپل ژوند له لاسه ورکوي. روغتیا پالان وايي، د دې لویه وجه د روغتيا د اسانتياوو نيشوالی او په ټولنه کې ناپوهي ده. په دې اړه د عظمت علي شاه ویډیويي راپور وګورئ.
د افغانستان د کونړ سرکاڼو ولسوالۍ د ناوې کلي سلګونه کورنۍ چې کلونه وړاندې د جګړې له کبله بېځایه شوې وې، بېرته خپلې سیمې ته ستنې شوې. دغه سیمه له تېرو پنځو کلونو راهیسې د پولې له پورې غاړې د راکټي بریدونو او د طالبانو د جګړې له امله ناامنه شوې وه خو اوس بېرته حکومت پرې کنټرول ترلاسه کړی.
په مومندو کې د شهید بانډې، پټۍ بانډې او میا پټي اوسېدونکي وايي، د مومندو ډېم د دوی ۳۲۰۰۰ جریبه ځمکو ته د نهر په ایستلو ډېر خوشحاله دي چې د اوبه خور محکمې لخوا جوړېږي. ځايي ولس وايي چې دغه نهر ته يې څه باندې ۴۰ کاله انتظار کړی دی. په دې اړه د شاهنواز ترکزي ویډیويي راپور وګورئ.
نور پورته کړئ
زه مشال راډیو ته اجازه ورکوم چې ما ته زما پر تبصرې د غبرګون یا ځواب راستولو لپاره زما برېښلیک پته وکاوري
لېږل