د جنوبي او شمالي وزيرستانه د قامي اسمبلۍ غړي علي وزير او محسن داوړ د ترهگرۍ په تور کې د څلورو میاشتو بند تېرولو وروسته د سېپټمبر پر ۳۰ مه نېټه په لومړۍ ځل د قامي اسمبلۍ په غونډه کې برخه واخيسته. دواړو غړيو د اسمبلۍ په غونډه کې تر گډون وړاندې د قامي اسمبلۍ مخې ته خبرې کړې دي.
چین د اکتوبر پر لومړۍ نېټه د خپلې ۷۰مې کالیزې لمانځلو مراسم پیل کړل. د چین وزیراعظم د دې مراسمو د پیل اعلان وکړ. په دې کې به د پلازمېنې بیجینګ تر څنګ په ټول هیواد کې بېلا بېلې غونډې او جشنونه وي. بوریوال کاکړ په دې اړه د رویټرز اژانس ویډیو وړاندې کوي
د سوات په مینګوره کې سېکانو په یوه غونډه کې له حکومته د خپلو عبادت خانو او امنیت ساتلو غوښتنه وکړه. په دې اړه د نیاز احمد خان ویډیويي رپورټ وګورئ.
د خوست په شمل دوه منده، سپيرې، موسی خېلو، ځاځي میدان او تڼیو ولسوالیو کې د ولسي تړون د ملي برنامې په چوکاټ کې د ۸۲.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۲ ښوونځیو لپاره د ودانیو د جوړولو کار پیل شو. په دې اړه د نجیب الله الوخېل ویډیويي رپورټ وګورئ.
په افغانستان کې جمهوري نظام ډېر پخوانی نه دی. د سېپتمبر پر ۲۸ د هغه هیواد په تاریخ کې څلورم ځل و، چې عام وګړو د ولسمشر په ټاکنه کې برخه واخیسته. د یولسم ستمبر له پېښې وروسته په افغانستان کې د واک انتقال له کومو مرحلو تېر شوې، تفصیل یې ظفرخان په ویډیو کې بیانوي.
د مولانا حنیف وژونکي دې ونیول شي: سیاسي ګوندونه
د چېک جمهوریت د کوتنا غره په پخوانۍ ودانۍ کې د شاوخوا ۴۰ زره کسانو هډوکي پراته دي. دا خلک د ۱۴مې او ۱۵مې پېړۍ په مذهبي جنګونو کې وژل شوي ول او هم هلته یې ښخ کړي ول. د رویټرز اژانس ویډیو.
د پېښور په کارخانو مارکېټ کې د افغانستان شیریخ یا ایسکریم یو شمېر دوکانونه دي چې ګڼ خلک ورځي. دا شیریخ د پیتلو په یوه لوښي کې تیارېږي چې پکې چیني (بوره)، شیدې، شهد او وچې مېوې اچول کېږي. په اړه یې ویډیو وګورئ.
ډاکټران وايي اوس دوی دا فېصله هم کړې ده چې شخصي کلینیکونه به هم بندوي. د مشال راډیو خبریال غلام غوث پرې رپورټ لري.
په افغانستان کې د سپټمبر پر ۲۷مه د ولسمشرۍ انتخابات تر سره شو. د ټول هیواد په څېر په خوست کې هم ولس د خپلې خوښې نوماندانو ته خپلې رایې ورکړې. د مشال راډیو خبریال نجیب الله الوخېل پرې رپورټ لري.
نن په افغانستان کې د نوي ولسمشر ټاکلو لپاره ولس رايې کاروي. د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د معلوماتو له مخې، په دغو انتخاباتو کې د ګډون لپاره نهه میلیونه او ۶۶۵ زره کسانو نوم لیکنه کړې چې ۳ میلیونه ۳۳۴ زره یې مېرمنې دي. ويډيو: رويټرز، راپور او ايډيټ: احمد شاه اعظمي
د پنجاب صوبې د ملتان عدالت، د ټولنيزو رسنيو د پخوانۍ ستورې قنديل بلوچ په وژنه کې د هغې ورور محمد وسيم ککړ ګرځولی او ورته يې د عمر قید سزا ارولې ده. بلخوا د وسيم وکيل وايي چې د پريکړې خلاف به اپيل کوي. پر دې اړه اسرار عالم مومند د رويټرز خبري اژانس راپور وړاندې کوي.
نور پورته کړئ
زه مشال راډیو ته اجازه ورکوم چې ما ته زما پر تبصرې د غبرګون یا ځواب راستولو لپاره زما برېښلیک پته وکاوري
لېږل