د پاکستان په پښتون مېشته سیمو کې د تېرې شاوخوا یوې نیمې لسیزې په موده کې وسله والو سلګونه سکولونه ړنګ کړل.
نن [د جنورۍ پر اتمه] په پېښور کې وکيلانو له عدالتونو پرېکون کړی. وکيلانو دا احتجاج تر هغې وروسته پېل کړی چې پرون [د جنورۍ پر اوومه] په نوتيه کې د پېښور هايي کورټ يو مشر وکيل، نيازبين خان په ډزو ووژل شو. په دې اړه د ځلاند یوسفزي ویډیويي رپورټ وګورئ.
د مشال راډیو په نوې ویډيويي خپرونه "له اسحاق خان سره بنډار" کې مو دا ځل د پښتو ژبې هنرمند زیک اپریدی مېلمه دی. نوموړی له شاوخوا یوې نیمې لسیزې راهیسې سندرې وايي او اوسمهال یې هم نوې سندره خپره کړې. له اپریدي سره د ده د هنر او ژوند په اړه مرکه وګورئ.
د جنورۍ پر اوومه د خیبر په باړه کې شاوخوا ۱۰ کاله وروسته د څارویو مېله لګېدلې ده. منتظمین وايي، دا مېله پخوا دومره مشهوره وه چې له کندهار او خوسته به هم خلک ورتلل او د څارویو او مرغانو سوداګانې به یې کولې. د باړې د دې مېلې په اړه ویډیويي رپورټ وګورئ.
په پېښور کې یو شمېر فعالانو او لیکوالانو د پښتو ژبې د ملتپاله مبارز او لیکوال کاکاجي صنوبر حسین ۵۶ تلین غونډه کړې ده. پرونۍ غونډې ته یو شمېر لیکوالان او زده کوونکي ورغلي ول. منتظمین وايي، د دې ډول غونډو موخه د پښتنو اتلانو په اړه اګهي پیدا کول دي. ویډيويي رپورټ وګورئ.
د ابوظبۍ ولي عهد شیخ محمد بن زید النهیان چې د جنورۍ پر شپږمه اسلام اباد ته ورسېد نو د وزیراعظم عمران خان په ګډون ګڼ چارواکي یې هرکلي ته ورغلي ول. نوموړی په یو ورځني سفر په پاکستان کې دی چې د وزیراعظم دفتر په خبره، پر دوه اړخیزه اړیکو له چارواکو سره غږېږي. ویډیويي رپورټ وګورئ.
د خېبر پښتونخوا چترال سيمه کې د کالاش قبيلې خلک وايي د دوي ودونه د هلک او جينۍ په خوښه کېږي چې وروسته يې د کورنۍ غړي هم ومني. دوی وايي دا خبره صحيح نه ده چې کالاشي جيني او هلک د واده لپاره تښتي. په دې اړه د نيازاحمدخان ويډيويي راپور وګورئ.
د خيبر پښتونخوا دره ادم خيلو کې د سکرو کانونو کې ګڼ شمېر کان کېندونکې په داسي حالاتو کې کار کوي چې هره ورځ له خطر سره مخامخ وي.
نن سهار د پېښور په صدر بازار کې يوې چاودنې شپږ کسان ژوبل کړل. د ژوبل کسانو علاج د پېښور په لېډي ريډڼګ روغتون کې روان دی. د پېښې په ځای کې د پېښور پوليسو مشر قاضي جميل الرحمان او د بم شنډولو د څانګې مشر شفقت ملک له رسنيو سره د پېښې په اړه خبرې کړې چې تفصيل يې د ځلاند يوسفزي په ويډيو کې وګورئ.
د پاکستان وزیراعظم عمران خان د جنورۍ پر څلورمه په انقره کې له ترک ولسمشر رجب طيب اردوغان سره ليدنه کې د دوه اړخيزه اړيکو په شمول د افغان سولې بهير په اړه خبرې کړې دي.
د امريکا د کانګرېس د استازو جرګې ۱۱۶مه غونډه د جنوري پر دريمه وشوه. د روان ۲۰۱۹م کال په لومړۍ غونډه کې د ډيموکراټ ګوند نېنسي پېلوسي د جرګې د مشرې په توګه لوړه وکړه. د دې غونډې د کتلو لپاره يو شمېر ماشومان هم ورغلي ول.
د خېبر پښتونخوا د صوابۍ اسما سهېل د سترګو نظر دومره کم دی چې ليک لوست په نه شي کولی خو بيا یې هم په پوهنتون کې لومړې مقام تر لاسه کړی دی. نوموړې د صوابۍ په پوهنتون کې د قانون څانګې زده کونکې ده. په دې اړه ویډیويي رپورټ وګورئ.
نور پورته کړئ
زه مشال راډیو ته اجازه ورکوم چې ما ته زما پر تبصرې د غبرګون یا ځواب راستولو لپاره زما برېښلیک پته وکاوري
لېږل