د خیبر پښتونخوا د نوښار چراټ روډ باندې د جامعه عثمانيه په نوم يوه ديني مدرسه د بوټو د کر شينکي او د ماحول د صفايي په اړه غیر نصابي درسونه ورکوي.د يادې مدرسې انتظامیې د حديقه القران په نوم يوه داسې باغچه هم جوړه کړې ده چې پکې هغه ونې بوټې کرل شوي دي چې په قران کې ذکر شوی.
د مومندو سرکاري انتظامیې په بازارونو کې د هغه دکاندارانو پرضد ګامونه اخیستي چې خوراکي او غیر خوراکي شیان ګران پلوري یا یې په تللو کې غلا کوي. د جنورۍ پر ۳۰مه د کوزه مومندو یکه غونډ تحصیلدار ګوهر خان د یکه غونډ بازار په دکانونو چاپې ووهلي. نور د شاهنواز ترکزي په ویدیو کې
د کونړ په څوکۍ ولسوالۍ کې پر ۱۵۰ معلولو خوراکي مواد وویشل شول. معلولین وايي، تل يې په نوم ولایت ته مرستې راځي، خو د دوی پر ځاي يې چارواکي او غیر مستحق کسان ترلاسه کوي، معلولین او د وژل شویو کسانو کورنۍ ترې بې برخې وي. په دې اړه دا ویډیو وګورئ.
د بکاخېلو پنډغالي کډوال نور له بې کورۍ ستړي شوي دي
د بلوچستان د مرکز کوټې تښتول شوی ډاکټر ابراهیم خلیل نن [د جنورۍ پر۳۰مه] سهار ۴۸ ورځې وروسته خپل کورته رسېدلی دی. د مشال راډيو خبریال وايي چې برمته ګرو د ډاکټر ابراهیم خلیل له کورنۍ پنځه کروړه روپۍ اخیستې دي او دیې د سیند صوبې له صنعتي ښار کراچۍ څخه خوشې کړی دی.په دې اړه دا ویډيويي رپورټ وګورئ.
د پېښور ارمي پبلک سکول د پېښې په اړه عدالتي کمیشن د پاکستان یو لوړپوړی پوځي چارواکی ورغوښتی دی او د هغه بیان يې ریکارډ کړی دی.
په کرغیزستان کې په زوره د ودونو ضد قانون منظور شوی دی خو په هغه هېواد کې د ناویانو تښتونو پېښې لاهم کېږي. په کرغیزستان په زوره د ودونو او کورني تشدد خلاف د مهم په لړ کې یوه فیشن شو شوې ده. ویډيو: رویټرز خبري اژانس ایډیټ او جوړونکی: انیسه اجمل
په مومند کې د مور او ماشوم روغتیا اونۍ لمانځل کېږي چې پکې ولس ته د روغتیا په باب اګاهي ورکول کېږي. د شاهنواز تره کزي ویډيو
هرات د افغانستان له هغو سیمو څخه دی چې پخوانی مدنیت لري.
د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونو مشر وايي، د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ کمېدو لامل دا دی چې پاکستان د ټرانزېټ سوداګرۍ په موافقه کې داسې مشکلات پیدا کړي ول
افغان کمانډو ځواکونو په کندهار کې د بېلا بېلو وسلو مشقونه کړي دي. په دې پوځي تمرینونو کې افغان ځمکني او هوايي ځواکونو برخه اخیستې. چارواکي وايي، د دې تمرینونو موخه د ملي امنیتي سرتېرو د ځواک ښودنه وه. په اړه یې د صادق ریښتیني ویډیو وګورئ چې لېمې هادي اېډېټ کړې.
افغان کډواله انیسه له شاوخوا دوه کلونو راهیسې په اسلام اباد کې پېرکي یا بولاني خرڅوي چې هلته یې خلک د الو پراټه بولي. نوموړې کونډه ده او د ماشومانو د تعلیم او روزنې لپاره تر شپې ناوخته پېرکي پخوي
نور پورته کړئ
زه مشال راډیو ته اجازه ورکوم چې ما ته زما پر تبصرې د غبرګون یا ځواب راستولو لپاره زما برېښلیک پته وکاوري
لېږل