د لاهور په سفاري ژوبڼ کې د زمريو یوه ناروغه جوړه ده چې انتظامیې یې د یوې ستنې وهلو له لارې د ژوند ختمولو اجازه تر لاسه کړې ده. ډاکټران وايي د دغه جوړې علاج نه شي کېدای. د دغو ناروغو زمريو حال د اې اېف پي خبري اژانس په دې ویډیو کې وګورئ چې مليحه اميرزاده يې وړاندې کوي.
شاعر بخت زاده دانش له مشال راډیو سره په مرکه کې اول څو شعرونه زمزمه کړي دي او بیا یې له مشال راډیو سره د باچا خان اوونۍ په اړه خبرې کړې دي. نوموړی وايي خدايي خدمتګار باچاخان د پښتنو خېرخواه و او پکار ده چې د هغه مفکوره په اصلي بڼه ځوانانو ته ورسول شي.
د باچاخان اوونۍ په مناسبت د جنورۍ پر ۲۵مه په باچاخان مرکز پېښور کي د باچاخان فاونډېشن ښوونځيو دستوره وشوه چې پکې د یادو ښوونځيو ماشومانو هم ګډون وکړ. دستورې ته په وینا کی د یاد فاونډېشن مشر ډاکټر خادم حسېن ویلي دي چې د عدم تشدد د مفکورې مقصد د جبر، ظلم، نفرت او ناپوهۍ له منځه وړل دی.
پښتون ژغورنې غورځنګ د ۲۰۱۸م کال د جنورۍ پر ۲۶مه د خېبر پښتونخوا له ډېره اسماعيل خانه خپل احتجاجي يون [د مسود ژغورنې غورځنګ تر نامه لاندې] د اسلام اباد پر لور پېل کړ. د مشال راډيو خبريال احمد شاه اعظمي د پښتون ژغورنې غورځنګ له مشر منظور پښتين سره د غورځنګ پر تېر او راتلونکي غږېدلی
د بلوچستان په مرکز کوټه کې د یخني له زیاتېدو وروسته د ښار په ځینو برخو کې د ګېس فشار کم شوی دی چې له کبله یې خلک له ډېرو ستونزو سره مخامخ شوي. په دې اړه د ایوب ترین ویډیويي رپورټ وګورئ.
د کراچۍ يو هنرمند په دوو لکو پېنسلو يوه هنرې نمونه جوړوي چې ګېنز بوک اف ورلډ ريکارډ کې يې نوم راشي.
د خیبر په باړه کې د شلوبر سیمې سرکاري ابتداییه سکول د ناامنیو په کلونو کې ړنګ شوی وو. په ۲۰۱۵ز کال کې د ښوونځي انتظامیې په خیمو کې د ماشومانو ښوونه او روزنه پیل کړه چې تر اوسه نه دی رغول شوی. د ښوونځي ماشومان وايي، په اوړي او ژمي دواړو کې په تکلیف وي. په دې اړه د فرهاد شینواري ویډیويي رپورټ ګورئ.
په کوټه کې یوشمېر اوسېدونکي د وفاقي بجټ په اړه خپل نظرونه داسې بیانوي. نور د ډیوې راډیو په ویډیويي رپورټ کې.
په کراچۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پلويانو د عالمزېب مسود د نيولو او د شمالي وزيرستان په خيسور کې د امنيتي ځواکونو لخوا په مبينه توګه کورونو ته د ننوتلو پر ضد مظاهره کړې ده.
پښتون ژغورنې غورځنګ په چارشنبه د پېښور پرېس کلب مخې ته د نېشنل لاجیسټیک سېل پرضد سيمينار وکړ چې د دوی په وینا پر تورخم بندر یې د ترسیلاتو ټېکه په خپله ولکه کې اخیستې ده او د مالونو وړلو لپاره خپل ټرکونه او کنټېنرې چلوي.
افغان چارواکي وایي، په کندهار ولایت کې د هوا د سړېدو له امله زيات ماشومان د موسمي ناروغۍ ښکار شوي دي. روغتياپالان د سړې هوا پر مهال د روغتيایي تدابيرو نه مراعت په موسمي ناروغۍ د اخته کېدو لامل يادوي. ویډیو:صادق ریښتینی ایډيټ: لېمه هادي
په شمال زون کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو چارواکي وايي چې د ولید ۳۴ عملیاتو په ترڅ کې یې د مزار-جوزجان پر لویې لارې سربېره، په بلخ کې د چهاربولک او چمتال ولسوالۍ لسګونه کلي هم د وسله والو طالبانو له شتونه پاک کړي دي. ویډیو: مجیب الرحمان حبیب زی اېډېټ: ابراهیم صافی
نور پورته کړئ
زه مشال راډیو ته اجازه ورکوم چې ما ته زما پر تبصرې د غبرګون یا ځواب راستولو لپاره زما برېښلیک پته وکاوري
لېږل