په کوټه کې یوشمېر اوسېدونکي د وفاقي بجټ په اړه خپل نظرونه داسې بیانوي. نور د ډیوې راډیو په ویډیويي رپورټ کې.
په کراچۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پلويانو د عالمزېب مسود د نيولو او د شمالي وزيرستان په خيسور کې د امنيتي ځواکونو لخوا په مبينه توګه کورونو ته د ننوتلو پر ضد مظاهره کړې ده.
پښتون ژغورنې غورځنګ په چارشنبه د پېښور پرېس کلب مخې ته د نېشنل لاجیسټیک سېل پرضد سيمينار وکړ چې د دوی په وینا پر تورخم بندر یې د ترسیلاتو ټېکه په خپله ولکه کې اخیستې ده او د مالونو وړلو لپاره خپل ټرکونه او کنټېنرې چلوي.
افغان چارواکي وایي، په کندهار ولایت کې د هوا د سړېدو له امله زيات ماشومان د موسمي ناروغۍ ښکار شوي دي. روغتياپالان د سړې هوا پر مهال د روغتيایي تدابيرو نه مراعت په موسمي ناروغۍ د اخته کېدو لامل يادوي. ویډیو:صادق ریښتینی ایډيټ: لېمه هادي
په شمال زون کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو چارواکي وايي چې د ولید ۳۴ عملیاتو په ترڅ کې یې د مزار-جوزجان پر لویې لارې سربېره، په بلخ کې د چهاربولک او چمتال ولسوالۍ لسګونه کلي هم د وسله والو طالبانو له شتونه پاک کړي دي. ویډیو: مجیب الرحمان حبیب زی اېډېټ: ابراهیم صافی
د کندهار د سرپرست ښاروال محمد نسیم رضايي په خبره، په تېر مالي کال کې یې ۲۰ بېلابېلې پروژې د ۴۳۵ میلیونه افغانیو په ارزښت تطبیق کړې دي. د ازادي راډیو خبریال صادق رښتیني په دې اړه یو ویډیويي راپور چمتو کړی دی. اېډېټ: ابراهیم صافی
په اسلام اباد کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پلويانو په کراچۍ کې د عالمزېب مسود د نيولو او د شمالي وزيرستان په خيسور کې د امنيتي ځواکونو لخوا په مبينه توګه کورونو ته د ننوتلو پر ضد مظاهره کړې ده.
د خیبر پښتونخوا په سيدو شريف کې د باچاخان او ولي خان په یاد یوه غونډه وشوه چې په کې د عوامي نېشنل ګوند ځینو مشرانو د دغو دواړو مشرانو د ژوند په اړه ویناګانې وکړې.په دې اړه د نیاز احمد خان ویډیويي رپورټ وګورئ.
په اسلام اباد کې د باچاخان او عبدالولي خان په یاد یوه غونډه وشوه چې پکې د عوامي نېشنل ګوند ځینو مشرانو د دغو دواړو مشرانو د ژوند په اړه وینا ګانې وکړې. نور په دې ویډیو کې.
د خیبر پښتونخوا په سوات کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پلويانو په کراچۍ کې د عالمزېب مسود د نيولو او د شمالي وزيرستان په خيسور کې د امنيتي ځواکونو لخوا په مبينه توګه کورونو ته د ننوتلو پر ضد مظاهره کړې ده.
په بلوچستان کې د جنورۍ پر ۲۱مه د ګوزڼ ضد درې ورځنی کمپاین پیل شوی چې پکې به تر ۲۵ لکه زیاتو ماشومانو ته د ګوزڼ ضد څاڅکي ورکول کېږي. په دې اړه د ایوب ترين ویډیويي رپورټ وګورئ.
په افغانستان کې بدخشان ولایت ۲۳ کلنه لیکواله او شاعره مدینه هادي چې مورنۍ ژبه یې دري ده د کابل پوهنتون د پښتو ادبیاتو له څانګې فارغه شوې ده. هغه وايي، له پښتو ژبې سره مینه لري او هېله یې دا ده چې ماستري هم په پښتو ژبه وکړي.
نور پورته کړئ
زه مشال راډیو ته اجازه ورکوم چې ما ته زما پر تبصرې د غبرګون یا ځواب راستولو لپاره زما برېښلیک پته وکاوري
لېږل