نارنج د ننګرهار مشهور دي، خو په پېښور او شاو خوا سیمو کې یې هم کرونده په پراخه کچه کېږي. د چارسدې کروندګر وايي، د نارنجو بوټي ښه حاصل ورکوي، دوی یې جوس، پوټکی او دانې ټول په ښه بیه خرڅوي. د دوی په وینا، د نارنج بوټي د پټیو پر پولو کښېنوي، کم ځای نیسي او زیات حاصل ورکوي.
د مومندو د یکه غونډ په کالج کې د یوه مشاعره شوې چې ورته د خیبر پښتونخوا له یو شمېر سیمو شاعران او ادیبان ورغلي ول. د مشاعرې په تالار کې خلکو له څلورساعتني محفله خوند واخیست.
د خیبر پښتونخوا د صوابۍ په شېرغونډ کې یو ابتدايي ښوونځی دی چې پکې استادان او اسانتیاوې کمې دي. د ښوونځي استادان وايي، برېښنا نه لري، کوټې وړې دي او په یوه ټولګي کې ۹۰ ماشومان پر ټغرونو ناست زده کړې کوي. د صوبې چارواکي وايي، په ښوونځیو کې د استادانو کمی پوره کوي. ویډیويي رپورټ وګورئ.
د خیبر د باړې د خبریالانو مرکز شاوخوا ۱۰ کاله وروسته بیا پرانیستل شوی دی. امنیتي او انتظامي چارواکو د جنورۍ پر ۱۹مه خبریالانو ته مرکز وسپاره چې پکې د هغوی هلې ځلې پخوا درېدلې وې. د باړې د خبریالانو مرکز مشر خیال مت شاه اپریدی وايي، د ناامنیو له کبله خبریالان له مشکلاتو سره مخامخ ول.
د خېبر پښتونخوا په سوات کې زياتره خلک له يخنۍ نه د ځان ساتلو لپاره تودې جامې له کباړ بازار نه اخلي. دوي وايي دغه دويم لاس کباړي سامان ډېر په ارزانه بيه تر لاسه کوي او معيار يې هم ښه وي. نور حال د مشال راډيو خبريال نيازاحمدخان په ويډيويي راپور کې.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي چې نن [د جنورۍ پر ۱۹مه] به د امریکا د حکومت د جزوي تړل کېدو او د هېواد پر جنوبي پوله د بشري بحران په اړه یو لوی اعلان کوي. په دې اړه د امریکا غږ اشنا راډیو ویډیويي رپورټ وګورئ.
په اسلام اباد کې خبريالانو د خپلو حقونو لپاره د احتجاجي مظاهرې پروخت د رسنيو له مالکانو غوښتنه کړې چې په غېر قانوني توګه دې خپل کارکوونکي له څوکيو نه لرې کوي.
د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو کې د غوايانو جنګولو مېلې په راويتي انداز ترسره کېږي.
د افغانستان په خوست او ننګرهار ولايتونو کې سلګونو لاریونوالو د جنورۍ پر ۱۷مه غوښتنه وکړه چې طالبان دې له افغان حکومت سره د سولې خبرې پېل کړي. په دې اړه د امريکا غږ اشنا ويډيو وګورئ.
د بلوچستان د کوټې ښار په لویدیځ کې د چلتن د غره په لمن کې د جبل نورالقران په نوم د لرغونو نسخو زیرمتون دی چې نه یوازې د بلوجستان بلکې له ټول پاکستانه د قران په زرګونه زړې او زیانمنې شوې نسخې وروړل کېږي. په دې اړه د امریکا غږ ډیوه راډیو دا ویډیويي رپورټ وګورئ.
د ملګرو ملتونو کډوالو اداره (یو اېن اېچ سي ار) وايي، په پاکستان کې ۱۴ لاکه افغان کډوال اوسي چې پکې له اټکل سره سم، ۷۴ فیصده هم هلته زېږېدلي. د پاکستان له اساسي قانون (ایین) سره سم، تر ۱۹۵۱ز کال وروسته په هغه هېواد کې زېږېدلي خلک د پاکستان تابعیت یا وګړیتوب تر لاسه کولای شي.
د جنورۍ پر ۱۶مه، د خیبر پښتونخوا په پېښور کې د فوټبال اتلولي (ټورنامېنټ) پیل شوې چې پکې د قبایلي او نورو سیمو ۱۳ لوبډلي یو بل ته مخامخېږي. په دې سیالیو کې د خیبر په یوه لوبډله کې د افغانستان اووه لوبغاړي هم شامل دي. دا سیالۍ به د جنورۍ تر ۲۷مې دوام کوي. په اړه یې ویډیويي رپورټ وګورئ.
نور پورته کړئ
زه مشال راډیو ته اجازه ورکوم چې ما ته زما پر تبصرې د غبرګون یا ځواب راستولو لپاره زما برېښلیک پته وکاوري
لېږل