د خیبر پښتونخوا په پېښور ښار کې د سکانو د لسم مذهبي مشر ګورو ګوبینسنګ د زېږېدنې په مناسبت درې ورځنۍ غونډه پېل شوې چې ورته د خیبر پښتونخوا له یو شمېر سیمو ګڼ خلک ورغلي دي. نور حال به دې ویډیويي راپور کې
د جنورۍ پر ۱۳مه پر اباسین د جیپونو کلنی ځغل وشو. دا ځل په سیالۍ کې دوو ښځو ډرېورانو هم برخه واخیسته. دا سیالي له اتو کلونو راهیسې د صوابۍ په هنډ کې کېږي چې دا ځل یې تابیا یوه کلب او د خیبر پښتونخوا سېلګرۍ ادارې کړې وه. ویډیويي رپورټ وګورئ.
د خیبر پښتونخوا د صوابۍ په کالو خان کې د یوه پخواني درمسال او جومات دېوال یو دی. د سیمې اوسېدونکي وايي، پخوا چې هلته هندوان اوسېدل نو هغوی به درمسال ته تلل او مسلمانانو به یې څنګ ته په جومات کې لمونځ کاوه.
سکي هغه لوبه ده چې په ژمي کې ترسره کېږي او په بامیان ولایت کې هم له ۱۰ کلونو را په دې خوا دود شوې ده. په بامیان کې اوس د دغې لوبې شپږ کلپونه دي چې د ۳۰ سلنه نجونو په شمول له ۱۰۰ زیات کسان پهکې حرفوي زدهکړې کوي. وېډیو: عباس نادري اېډېټ: ابراهیم صافی
د شمالي وزیرستان ضلعي انتظاميې ته د داخلېدو لپاره د ۲۰۱۹ز کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه د اجازت نامې شرط ختم کړی دی. انتظامیه وايي، هر کس چې شناختي کارډ ولري، وزیرستان ته ورتللای شي.
د جنورۍ پر ۱۴مه د افغانستان د شبرغان د ښار هوا توپاني وه. دا ښار د افغانستان په شمال کې یو صنعتي ښار دی چې طبیعي زیرمې هم لري. د ازادي راډیو خبریال عالم رحمانیار یې انځورونه اخیستي.
د ډېسېمبر پر ۳۱مه د روسیې په میګنېتګورسک ښار کې په ودانۍ کې چاودنې لسګونه کسان ووژل او ژوبل کړل. دې چاودنې د ودانۍ ګڼ کورونه ړنګ یا اغېزمن کړل. چارواکو ویلي دي چې د پېښې له ځای سره نېږدې اپارتمانونه خوندي دي. خو د سیمې اوسېدونکي وېرېدلي دي او وايي، بل ناورین هر وخت راتللای شي. ویډیويي رپورټ وګورئ.
چین په سېنکیانګ ولایت کې هغو مرکزونو ته بهرني خبریالان وروستي چې د بیجنګ په وینا د خلکو ښوونه او روزنه کوي.
حضرت علي د کالو خان اوسېدونکی دی چې د خیبر پښتونخوا د صوابۍ په شوې اډه کې یې یو وړوکی دوکان پرانیستی چې پکې شوقیانو ته رباب ښيي. دی وايي، نه یوازې دوکان ته، بلکې کور ته هم ځوانان ورځي او رباب ورڅخه زده کوي. ویډیويي رپورټ وګورئ.
د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر شوکت یوسفزي په میرعلي او میرام شاه کې قبایلي جرګې ته په وینا کې ویلي چې حکومت د قبایلي سیمو پرمختیا ته ژمن دی او د صوبې په اسمبلۍ کې ورته د استازیتوب لپاره د انتخاباتو تیارۍ نیسي. نور په دې اړه د عمر وزیر ویډیويي رپورټ وګورئ.
په خېبر پښتونخوا کې د صحت محکمې چارسدې څانګې لخوا په رشکۍ شوقدر کې د ګوزڼ مخنیوي په اړه غونډه وشوه. په غونډه کې هغه خلک چې خپلو ماشومانو ته د پولیو څاڅکو ورکولو انکاري دي، مالومات ورکړل شو. نور مالومات د شاهنواز ترکزي په ویډیو کې.
د بلوچستان حکومت وايي، د صوبې له ۲۰ څخه زیاتې ولسوالۍ یا ضلعې وچکالۍ ځپلې دي. په دې کې صوبايي پلازمېنه کوټه هم شامله ده. خو یو کس چې په سیمه کې د انکل ډېسکو یا ډېسکو کاکا په نوم مشهور دی، په بایسېکل سپور وي او په بوتلو کې اوبه وړي چې د کوټې ښار ونې او بوټي تازه وساتي.
نور پورته کړئ
زه مشال راډیو ته اجازه ورکوم چې ما ته زما پر تبصرې د غبرګون یا ځواب راستولو لپاره زما برېښلیک پته وکاوري
لېږل