د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر شوکت یوسفزي په میرعلي او میرام شاه کې قبایلي جرګې ته په وینا کې ویلي چې حکومت د قبایلي سیمو پرمختیا ته ژمن دی او د صوبې په اسمبلۍ کې ورته د استازیتوب لپاره د انتخاباتو تیارۍ نیسي. نور په دې اړه د عمر وزیر ویډیويي رپورټ وګورئ.
په خېبر پښتونخوا کې د صحت محکمې چارسدې څانګې لخوا په رشکۍ شوقدر کې د ګوزڼ مخنیوي په اړه غونډه وشوه. په غونډه کې هغه خلک چې خپلو ماشومانو ته د پولیو څاڅکو ورکولو انکاري دي، مالومات ورکړل شو. نور مالومات د شاهنواز ترکزي په ویډیو کې.
د بلوچستان حکومت وايي، د صوبې له ۲۰ څخه زیاتې ولسوالۍ یا ضلعې وچکالۍ ځپلې دي. په دې کې صوبايي پلازمېنه کوټه هم شامله ده. خو یو کس چې په سیمه کې د انکل ډېسکو یا ډېسکو کاکا په نوم مشهور دی، په بایسېکل سپور وي او په بوتلو کې اوبه وړي چې د کوټې ښار ونې او بوټي تازه وساتي.
پېښور د خیبر پښتونخوا هغه ښار دی چې پکې یو شمېر لوی او واړه رستورانونه دي. په دې ښار کې له دودیزو خوړو واخله تر غربي هغو پورې هر څه خرڅېږي خو د غوښې خواړه چې پکې کباب، وریته او کړایۍ شاملې دي، ډېر مشهور دي. په اړه د فرانسې خبري اژانس ویډیو هدایت سلطاني اېډیټ کړې ده.
د بلوچستان د ډاکترانو څلورو ټولنو له شاوخوا یوې میاشت راهیسې د خپل ملګري ډاکتر ابراهیم خلیل د تښتونې ضد کاربندیز ته دوام ورکړی دی. د کوټې روغتونونو ته ورغلي ناروغان او خپلوان یې وايي، د ډاکترانو هړتال ورته ستونزې پیدا کړې دي.
د افغانستان د کندهار چارواکي وایي، د فزيکي فعاليتونو یعنې ورزش کموالی، د نامناسبه خوړو زیات استعمال او د نقليه وسايطو لکه ګاډو زياتېدل د زړه ناروغۍ د زياتوالي عمده لاملونه دي. ویډیو: محمد صادق ریښتینی ایډیټ: لېمه هادي
د عوامي نیشنل ګوند مشر ویلي، افراسیاب خټک او بشرا ګوهر یې له ګونده ایستلي نه دي بلکې، یوازې یې غړیتوب ځنډولی دی.
د پاکستان په پښتون مېشته سیمو کې د تېرې شاوخوا یوې نیمې لسیزې په موده کې وسله والو سلګونه سکولونه ړنګ کړل.
نن [د جنورۍ پر اتمه] په پېښور کې وکيلانو له عدالتونو پرېکون کړی. وکيلانو دا احتجاج تر هغې وروسته پېل کړی چې پرون [د جنورۍ پر اوومه] په نوتيه کې د پېښور هايي کورټ يو مشر وکيل، نيازبين خان په ډزو ووژل شو. په دې اړه د ځلاند یوسفزي ویډیويي رپورټ وګورئ.
د مشال راډیو په نوې ویډيويي خپرونه "له اسحاق خان سره بنډار" کې مو دا ځل د پښتو ژبې هنرمند زیک اپریدی مېلمه دی. نوموړی له شاوخوا یوې نیمې لسیزې راهیسې سندرې وايي او اوسمهال یې هم نوې سندره خپره کړې. له اپریدي سره د ده د هنر او ژوند په اړه مرکه وګورئ.
د جنورۍ پر اوومه د خیبر په باړه کې شاوخوا ۱۰ کاله وروسته د څارویو مېله لګېدلې ده. منتظمین وايي، دا مېله پخوا دومره مشهوره وه چې له کندهار او خوسته به هم خلک ورتلل او د څارویو او مرغانو سوداګانې به یې کولې. د باړې د دې مېلې په اړه ویډیويي رپورټ وګورئ.
په پېښور کې یو شمېر فعالانو او لیکوالانو د پښتو ژبې د ملتپاله مبارز او لیکوال کاکاجي صنوبر حسین ۵۶ تلین غونډه کړې ده. پرونۍ غونډې ته یو شمېر لیکوالان او زده کوونکي ورغلي ول. منتظمین وايي، د دې ډول غونډو موخه د پښتنو اتلانو په اړه اګهي پیدا کول دي. ویډيويي رپورټ وګورئ.
نور پورته کړئ
زه مشال راډیو ته اجازه ورکوم چې ما ته زما پر تبصرې د غبرګون یا ځواب راستولو لپاره زما برېښلیک پته وکاوري
لېږل