افغانستان په هغو اتو هېوادونو کې شامل دی چې د ۲۰۲۰ کال شل اووريز کرکټ نړيوال جام ته په مستقيم ډول وتلی دی. اوه نورې لوبډلې پاکستان، هند، انګلېنډ، اسټريليا، جنوبي افرېقه، نيوزيلېنډ او ويسټ انډېز دي. په دې اړه د اې اېف پي ویډیو هدایت سلطاني او بشیر ګواښ اېډیټ کړې ده.
د نړې په بېلا بېلو برخو کې د ۲۰۱۹م کال د پېل جشنونو په اړه د رويټرز ويډيويي راپور له اسرار عالم مومنده اورو.
د نړۍ پر بېلا بېلو هېوادونو سربېره د ۲۰۱۹م کال خوشحالۍ د متحده عرب اماراتو په دوبۍ کې هم ولمانځل شوې. د نوي کال د هرکلي په موخه د دوبۍ پر برج خلیفه بېلا بېلو رنګونو نڅاوې وکړې چې ګڼ نندارچیان هم ورغلي ول. په دې اړه د رویټرز خبري اژانس ویډیو ظفرخان اېډیټ کړې ده.
د پښتو ژبې نامتو سندرغاړی لطیف ننګرهاری وايي د سندرو ويلو له کبله يې د کورنۍ غړو وهل هم ورکړي خو د هغه په وینا اوس چې مشهور شوی نو کورنۍ يې خوشحاله ده. له نوموړي سره اسحاق خان اميري مرکه کړې. د دې مرکې په وروستۍ برخه کې ننګرهارۍ د خپل هنر په اړه معلومات ورکوي.
۲۰۱۸ز کال پای ته په رسېدو دی او ۲۰۱۹ز کال پیلېږي. دا کال هم د تېرو نورو په څېر له لویو خبرونو او پېښو ډک وو. په ۲۰۱۸ز کال کې په پاکستان، افغانستان، سیمه او نړۍ کې د بریدونو او انتخاباتو په ګډون یو شمېر سیاسي بدلونونه راغلل
د خیبر د باړې ۲۶ کلن شېر عالم اپریدی شاوخوا دوه کاله مخکې له کوره ووت او په ناقانونه توګه اروپه ته روان شو. کورنۍ یې وايي، د ۲۰۱۷ز کال په مارچ کې هغه ایران کې وو چې ورسره یې رابطه پرې شوه.
د بنګلادېش ولس د ډېسېمبر پر ۳۰مه په ټولټاکنو کې رایې اچوي. د هغه هېواد وزیراعظمه شېخ حسینه واجد په څلورم ځل د بریا په تکل ده.
د خېبر قبایلي ضلعې د باړې بازار یوه لویه برخه خواوشاه ۱۲ کاله وروسته بیا اباده شوې ده چې پکې ګڼ شمېر هغه دوکانونه بیا اباد کړل شول چې د وسلوالو خلاف په پوځي عملیاتو او د ناامنۍ په پېښو کې تباه شوي ول.
په پېښور پوهنتون کې د 'پاک افغان امن کانفرنس' په نوم يوې غونډې ته د وینا پرمهال د عوامي نېشنل ګوند مرکزي سیکرتر میا افتخارحسېن ویلي دي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو په راتلونکې غونډه کې بايد افغان حکومت شامل کړل شي.
د خیبر پښتونخوا د سوات ۲۱ کلن ځوان عبدالله د هندي فلمونو د دوو نامتو ستورو شاه رخ خان او کاجل د ليدو لپاره هند ته تللی و. د خان او کاجل د ليدو ارمان يې پوره نه شو خو ۱۹میاشتې يې د هند په زندان کې تيرې کړې. نوموړی بېرته سوات ته ستون شوی خو بيا هم غواړي چې هند ته د هغوی ليدو ته لاړ شي.
د پښتو ژبې نامتو سندرغاړی لطیف ننګرهاری وايي د سندرو ويلو له کبله يې د کورنيوو غړو وهل هم ورکړي خو د هغه په وینا اوس چې مشهور شوی نو کورنۍ يې خوشاله ده. له نوموړي سره اسحق خان اميري مرکه کړې. د دې مرکې په لومړۍ برخه کې يې د ژوند او کار په اړه وينئ او اورئ.
بېنظير بوټو دوه ځلې د پاکستان وزيراعظمه پاتې شوې وه. نوموړې د خپل پلار ذوالفقارعلي بوټو تر پانسۍ وروسته عملي سياست شروع کړي وو.
نور پورته کړئ
زه مشال راډیو ته اجازه ورکوم چې ما ته زما پر تبصرې د غبرګون یا ځواب راستولو لپاره زما برېښلیک پته وکاوري
لېږل