په پېښور کې د ديني مدرسو د زده کوونکیو ترمنځ د کرکټ سيالۍ د پېښور په ارباب نياز سټېډيم کې پای ته ورسېدې.دا په پاکستان کې لومړی ځل وو چې د مدرسو ترمنځ د کرکټ سیالۍ وشوې. په دې ټورنمنټ کې د خېبر پښتونخوا د ۱۲ مدرسو لوبډلو برخه اخیستې وه. د دغه لوبو تابيه پېښور ځلمي فاونډېشن کړې وه چې پکې د
د خېبر پښتونخوا په سوات کې مدني فعالونو د ونو پرېکولو پرضد احتجاجي مظاهره کړې.مظاهرچیانو تور لګوي چې د ځنګلونو محکمې په سيد وشريف کې د سړکونو پر غاړه وني وهلي دي. په دې اړه دا ویډیويي رپورت وګورئ.
د ګورجستان (جورجیا) او امریکا په مشرۍ د جورجیا ویزیاني پوځي مرکز ته نېږدې په تبلیاسي سیمه کې د ګڼو هېوادونو پوځي تمرین پای ته رسېدلی. د ۲۰۱۸ز کال په دې تمرین کې د ناټو د غړو او متحدو هېوادونو شاوخوا ۳۰۰۰ پوځیانو ګډون کړی وو. په دې اړه د امریکا غږ ډیوه راډیو ویډیو وګورئ.
د شمالي وزیرستان د میرامشاه د خبریالانو مرکز د اګست پر ۳۰مه بیا پرانیستل شو. دا مرکز په ۲۰۱۴ز کال کې په سیمه کې تر پوځي عملیاتو وروسته تړل شوی وو چې وروسته د قبایلي سیمو د چارو دفتر بیا ورغاوه. خبریالان د پرېس کلب بیا پرانیستو ته خوشاله دي. ویډیويي رپورټ وګورئ.
په خېبر پښتونخوا کې سوکوهنه تر اوسه سړیو کوله خو اوس نه یوازې ښځې دا لوبه کوي بلکې د پاکستان یواځېنۍ روزونکې د پېښور ده. د شهناز کمال د کورنۍ غړي د سوکوهني لوبغاړي دي او هغوی ته په کتو د دې شوق هم پېدا شوی وو البته لوبغاړې نشوه خو روزونکې یې شوه. د شهناز کمال په اړه دا ویډیويي رپورټ وګورئ.
د خېبر پښتونخوا په سوات کې کاروباريان وايي چې له تېرو دوو کالو راهیسې د څرمنو کاروبار په ټپه درېدلی دی او که دغه لړۍ هم داسې روانه وي نو راتلونکي وخت کې به د څرمنو کاربار بند شي. په دې اړه دا ویډیویي رپورټ وګورئ.
د پاکستاني کوماندویانو په لیکو کې اوس ښځې هم زده کړې کوي او وظیفه تر سره کوي.
د صوابۍ امجد علي هره ورځ دوکان ته ورځي او ربابونه او سېتارونه جوړوي. دی وايي، له ۲۵ کلونو راهیسې دا کار کوي. امجد علي استاد وايي، د موسیقۍ د دې الاتو لپاره د کابل د بېدانه شاهتوتانو لرګی تر ټولو ښه دی. د استاد په لاس جوړ ربابونه او سېتارونه ان تر اروپا رسېدلي دي. په اړه یې دا ویډیويي رپورټ وګورئ.
د امریکا سېنېټر جان مکېن د ۸۱ کلونو په عمر ومړ. نوموړي د سرطان ناروغي لرله. دی له امریکايي اېریزونا ایالته شپږ ځلې سېنېټر منتخب شوی وو. د ده دفتر د اګست پر ۲۵مه ناوخته وویل، چې مکېن مازیګر شاوخوا څلور نیمې بجې ومړ او پر هغه مهال یې ښځه او د کورنۍ نور غړي ورسره ول. په بیان کې ویل شوي چې سېنېټر مکېن ۶۰ کاله، په صداقت د امریکا خدمت کړی وو. دی د وېتنام په جګړه کې پوځي وو او د جنګ زنداني شوی هم وو. امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر ټوېټر په بیان کې د نوموړي په مړینه خپګان ښودلی. د جان مکېن د ژوند په اړه ویډیويي رپورټ وګورئ.
د خېبر قبایلي ضلعې د ۴۴ حلقې منتخب شوی د قامي اسمبلۍ غړی اقبال اپریدي مشال راډیو ته وایي چې د باړې او تیرا خلک له تېرو۱۰کالو راهیسې د بد امنۍ او پوځي عملیاتو ډېر ځپلې دي او موږ به هڅه کوو چې د دوی د بیا بحالې لپاره ګامونه پورته کړو.په دې اړه دا ویډیو وګورئ.
بوسنيا هرزګوينا د يورپ په جنوب شرق کې پروت هیواد دی چې شاوخوا ۵۰ فيصده ابادي يې مسلمانان دي. بوسنيا په ۱۹۹۲م کې له پخواني يوګوسلاويا ازادي اعلان کړه چې په نتيجه کې يې د دغه هیواد اوسيدونکي د يو اوږد جنګ سره مخ شول. دغه جنګ، چې زرګونه خلک په کې ووژل شول، په ۱۹۹۵م کې ختم شو.
د بلوچستان په مرکز کوټه کې خیرات ټولونکو د لوی اختر په دریمه ورځ هم پر باچاخان چوک کې غوښې پلوري. دغه غوښې خیرات غوښتونکو له کورونو ټولې کړي دي.دغه بازار ته هغه خلک ورځي چې په اختر کې د قرباني کولو توان نه لري.په دې اړه دا ویډیويي رپورټ وګورئ.
نور پورته کړئ
زه مشال راډیو ته اجازه ورکوم چې ما ته زما پر تبصرې د غبرګون یا ځواب راستولو لپاره زما برېښلیک پته وکاوري