۲۰۱۸ز کال پای ته په رسېدو دی او ۲۰۱۹ز کال پیلېږي. دا کال هم د تېرو نورو په څېر له لویو خبرونو او پېښو ډک وو. په ۲۰۱۸ز کال کې په پاکستان، افغانستان، سیمه او نړۍ کې د بریدونو او انتخاباتو په ګډون یو شمېر سیاسي بدلونونه راغلل
د خیبر د باړې ۲۶ کلن شېر عالم اپریدی شاوخوا دوه کاله مخکې له کوره ووت او په ناقانونه توګه اروپه ته روان شو. کورنۍ یې وايي، د ۲۰۱۷ز کال په مارچ کې هغه ایران کې وو چې ورسره یې رابطه پرې شوه.
د بنګلادېش ولس د ډېسېمبر پر ۳۰مه په ټولټاکنو کې رایې اچوي. د هغه هېواد وزیراعظمه شېخ حسینه واجد په څلورم ځل د بریا په تکل ده.
د خېبر قبایلي ضلعې د باړې بازار یوه لویه برخه خواوشاه ۱۲ کاله وروسته بیا اباده شوې ده چې پکې ګڼ شمېر هغه دوکانونه بیا اباد کړل شول چې د وسلوالو خلاف په پوځي عملیاتو او د ناامنۍ په پېښو کې تباه شوي ول.
په پېښور پوهنتون کې د 'پاک افغان امن کانفرنس' په نوم يوې غونډې ته د وینا پرمهال د عوامي نېشنل ګوند مرکزي سیکرتر میا افتخارحسېن ویلي دي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو په راتلونکې غونډه کې بايد افغان حکومت شامل کړل شي.
د خیبر پښتونخوا د سوات ۲۱ کلن ځوان عبدالله د هندي فلمونو د دوو نامتو ستورو شاه رخ خان او کاجل د ليدو لپاره هند ته تللی و. د خان او کاجل د ليدو ارمان يې پوره نه شو خو ۱۹میاشتې يې د هند په زندان کې تيرې کړې. نوموړی بېرته سوات ته ستون شوی خو بيا هم غواړي چې هند ته د هغوی ليدو ته لاړ شي.
د پښتو ژبې نامتو سندرغاړی لطیف ننګرهاری وايي د سندرو ويلو له کبله يې د کورنيوو غړو وهل هم ورکړي خو د هغه په وینا اوس چې مشهور شوی نو کورنۍ يې خوشاله ده. له نوموړي سره اسحق خان اميري مرکه کړې. د دې مرکې په لومړۍ برخه کې يې د ژوند او کار په اړه وينئ او اورئ.
بېنظير بوټو دوه ځلې د پاکستان وزيراعظمه پاتې شوې وه. نوموړې د خپل پلار ذوالفقارعلي بوټو تر پانسۍ وروسته عملي سياست شروع کړي وو.
د کورمې قبایلي ضلعې یو شمېر اوسېدونکو په پېښور کې له تېرو څلورو ورځو روان احتجاج د ډېسېمبر پر ۲۵مه تر ځنډولو وروسته بیا پیل کړي دي. احتجاج کوونکو غوښتنه کوله چې حکومت دې د دوی په سیمه کې د معدنیاتو پر را ایستلو بندیز لرې کړي. په دې اړه دا ویډیويي رپورټ وګورئ.
د کرکټ د ۲۰۱۹م کال دغه نړیوال جام به درې ورځې په افغانستان کې وي چې هرات، کندهار او بامیان ولایتونو ته به هم یوړل شي. په دې اړه ابراهيم صافي ویډیويي رپورټ وګورئ.
د خېبر پښتونخوا په صوابۍ کې د څرمنې د کوټونو او جېکټو کوڼ او ګونګ کاريګر ذيشان خان يواځې په کتلو له خپل استاذ نه د کوټونو جوړولو هنر زده کړی دی. د ذيشان استاذ فاروق خان وايي چې لومړی به ېې د پنجاب په يو کارخانه کې کار کاوه خو د تېرو ۱۴ کالونو راهيسې ېې خپل کار پېل کړی دی.
په کندهار کې د برښنا شرکت چارواکو وایي چې دا مهال کې د برښنا په درېيو پروژو کار روان دی چې دوه يې بشپړېدونکي دي. د ۴۰ مېګاواټه سولري برښنا له دغو پروژو به ۱۰ مېګاواټه د کندهار صنعتي پارک ته ورکول شي. ویډیو: محمد صادق رښتینی ایډېټ:لېمه هادي
نور پورته کړئ
زه مشال راډیو ته اجازه ورکوم چې ما ته زما پر تبصرې د غبرګون یا ځواب راستولو لپاره زما برېښلیک پته وکاوري
لېږل