د ایران زیات زعفران په خراسان کې کرل کېږي خو په وروستیو کې وچکالۍ د زعفرانو کښت له خطر سره مخامخ کړی. په دې اړه د اې اېف پي ویډیويي رپورټ وګورئ.
په تېرو شپږو میاشتو کې د پاکستان یو شمېر ټېلېوېژنونو او اخبارونو سلګونه خبریالان، کیمره چلوونکي او انځورګران له دندو ګوښه کړي دي.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند محمود خان اڅکزي د افغانستان پر ولسمشر او په جګړه کې پر ټولو خواو غږ کړی چې د سولې خبرو ته دې کښېني. نوموړي د ډېسېمبر پر دویمه په کوټه کې د خان شهید عبدالصمد خان اڅکزي ۴۵م تلین غونډې ته وینا کوله چې پکې یې په پاکستان کې هم د پښتنو د مساوي حقونو غوښتنه وکړه. ویډیويي رپورټ.
د خیبر پښتونخوا په چترال کې په څلورو کلیو کې کالاشیان (کیلاشیان) اوسي. دوی د پاکستان تر ټولو وړوکی توکمیز او مذهبي لږکي بلل کېږي چې خپله ژبه، دودونه او جامې لري. د دوی ښځې په ځانګړي انداز خپلې جامې او سینګارتوکي جوړوي. په اړه یې ویډیويي رپورټ وګورئ.
دا د روسیې د سایبېریا د جنوبي سیمې کیسه ده. اوسېدونکي یې په واورو پوښلی جنت بولي خو اوس اندېښمن دي. دوی وايي، دا سیمه ورو، ورو په دوزخ بدلېږي. ولې؟ ځواب یې د مشال راډیو د روسي ټېلېوېژن کرنټ ټایم ویډیويي رپورټ په پښتو ژبه.
د امريکا پخوانی ولسمشر جارج هاربرټ واکر بش د ۹۴ کلونو په عمر کې مړ شوی دی. د بش د کورنۍ وياند په يو بيان کې وايي چې نوموړی د نومبر پر ۳۰مه مړ شو. د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ، پخواني ولسمشر باراک اوباما او د پخواني شوروي اتحاد پخواني مشر ميخايل ګورباچوف د جارج بش پر مړينه خفګان څرګند کړی دی.
د امريکا ولسمشر ډونلد ټرمپ وايي چې له روسي ولسمشر ولاديمير پوتين سره به پر يو مناسب وخت ملاقات کوي. نوموړي دا خبره د نومبر په ۳۰مه په ارجنټاين کې له امريکا غږ سره د مرکې پرمهال وکړه.
د نومبر پر ۲۹ مه په اسټرالیا کې د نګلیر روب کارن په نامه یو تن غټ ماهی نیولی دی. ماهی نن ځایي بندرګاه "هېروي بی" ته وروړل شو. ډېری خلک یې نندارې ته ورغلل او عکسونه ورسره ویستل. په دې اړه د رویټرز خبري اژانس ویډیو ظفرخان اېډیټ کړې ده.
افغان کډوالو ته دې د پاکستان شهریت ورکړل شي: سیاستوالان
د چین واورین غر هر کال تر ۳۰ میټره راټیټيږي. ولې؟ د ایسوشي اېټد پریس خبري اژانس په دې ویډیويي رپورټ کې یې وګورۍ
په پېښور کې د خېبر پښتونخوا د ساینس او ټیکنالوجۍ صوبایي محکمې لخوا د سکولونو،کالجونو او پوهنتونونو د زده کوونکیو لپاره د ساینس مېله وشوه چې پکې زده کوونکیو خپل جوړ کړل شوي شیان نندارې ته وړاندې کړل. په دې اړه دا ویډیويي رپورټ وګورئ.
د جنوبي او منځنۍ ايشيايي چارو لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستياله سېکرېټره اليس وېلز وايي په افغانستان کې له طالبانو سره د جوړ جاړي لپاره مهلت نه دی ټاکل شوی خو بايد سياسي خبري اترې ژر وشي.
نور پورته کړئ
زه مشال راډیو ته اجازه ورکوم چې ما ته زما پر تبصرې د غبرګون یا ځواب راستولو لپاره زما برېښلیک پته وکاوري