د نومبر پر ۲۹ مه په اسټرالیا کې د نګلیر روب کارن په نامه یو تن غټ ماهی نیولی دی. ماهی نن ځایي بندرګاه "هېروي بی" ته وروړل شو. ډېری خلک یې نندارې ته ورغلل او عکسونه ورسره ویستل. په دې اړه د رویټرز خبري اژانس ویډیو ظفرخان اېډیټ کړې ده.
افغان کډوالو ته دې د پاکستان شهریت ورکړل شي: سیاستوالان
د چین واورین غر هر کال تر ۳۰ میټره راټیټيږي. ولې؟ د ایسوشي اېټد پریس خبري اژانس په دې ویډیويي رپورټ کې یې وګورۍ
په پېښور کې د خېبر پښتونخوا د ساینس او ټیکنالوجۍ صوبایي محکمې لخوا د سکولونو،کالجونو او پوهنتونونو د زده کوونکیو لپاره د ساینس مېله وشوه چې پکې زده کوونکیو خپل جوړ کړل شوي شیان نندارې ته وړاندې کړل. په دې اړه دا ویډیويي رپورټ وګورئ.
د جنوبي او منځنۍ ايشيايي چارو لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستياله سېکرېټره اليس وېلز وايي په افغانستان کې له طالبانو سره د جوړ جاړي لپاره مهلت نه دی ټاکل شوی خو بايد سياسي خبري اترې ژر وشي.
د افغانستان ملي ځواکونه دا مهال د داعش او طالب وسله والو سره په جګړه اخته دي. په دې جګړه کې يې ډېر زيانونه هم ليدلي دي. په دې ويډيو کې ورته کتنه شوې ده.
د افغانستان اجرايه رييس ډاکټر عبدالله د اې، ايف، پي اژانس په سټوډيو کې تصويرونه اخيستي وو چې په سوشل ميډيا يا ټولنيزو مطبوعاتو پرې ډېر بحثونه وشول. ځينو دا جنجالي بلل خو د هغه دفتر وايي دا تاريخي وو. آيا همداسې وه؟ په اړه يې د بشير ګواښ راپور
په پاکستان کې هر کال د زړو ګاډو مېله جوړېږي. سږ کال په دې کاروان کې ۳۰ ګاډيو برخه لرله. دوی له کراچۍ روان شوي ول چې د نومبر په ۲۵ تورخم ته ورسېدل. په دې اړه د اې اېف پي ویډیو ظفرخان اېډیټ کړې ده.
د افغانستان د بامیان ولایت د پنجاب او ورس ولسوالیو ځینې عکسونه د مشال راډیو خبریال عباس نادري رالېږلي دي.
افغان چارواکي وايي په کابل کې په چاودنه کې لږ تر لږه ١٠ کسان وژل شوي او ١٩ تنه ټپيان کړي. چارواکي وايي، دا برید د نومبر ۲۸مې پر ماښام د صنعتي پارکونو ساحې ته څېرمه د امنيتي قرارداديانو پر يوه کمپاوند شوی دی.په دې اړه دا ویډیويي رپورټ وګورئ.
د هند په شمال ختيځ ميزورام ايالت کې يو سړی ۳۹ مېرمنې او ۹۴ اولادونه لري. ۷۴ کلن زيونا پر دې سربېره ۱۴ نږندې او ۳۳ لمسيان هم لري. دا چې د دې کورنۍ ۱۸۱ غړي څنګه تر يو چتر لاندې ژوند کوي؟ په دې اړه د رويټرز ويډيو احمد شاه اعظمي ايډيټ کړې ده.
په لندن کې د جمعې په ورځ د نومبر په ۲۳ د پناه غوښتونکیو لپاره یوې خیریه ادارې (هیلپ ریفیوجي) یو ګودام پرانستی دی. دلته خلک د کرسمس پر موقع نوي شیان راووړي چې د نړۍ په ګوټ کوټ کې یې پناه غوښتونکو ته ډالۍ کوي. په دې اړه د رویټرز ویډیو ظفرخان اېډیټ کړې ده.
نور پورته کړئ
زه مشال راډیو ته اجازه ورکوم چې ما ته زما پر تبصرې د غبرګون یا ځواب راستولو لپاره زما برېښلیک پته وکاوري