په سوات کې د موسيقۍ آزادۍ نړیوالې ورځې په تړاو یوه غونډه وشوه. غونډې ته په خپلو څرګندونو کې ځينې ویناوالو وویل چې لا هم د نړۍ په یوشمېر هېوادونو کې پر موسیقۍ د بندیز له وجې هنرمندان او سندرغاړي له ستونزو او کړاونو سره مخامخ دي. د مشال راډیو خبریال نیاز احمد خان یې ویډيو راپور لري.
د پاکستان وفاقي کابینې له خوا د فاټا اصلاحاتو منظورۍ پس په قبایلي سیمو کې بېلا بېل غبرګونونه مخې ته راغلي دي.په قبایلي سیمو کې ولسي وګړو د ځینو سیاسي ګوندونو غړیو او مشرانو د پرېکړې هرکلی کړی ځینو قومي او سیاسي مشرانو بیا د اصلاحاتو مخالفت کړی دی. د مشال راډیو خبریال فرهاد شینواري د خیبر
د بلوچستان تعلیم وزیر عبدالرحیم زیارتوال ویلي دي چې په صوبه کې ۸۵ فیصده ښوونځي فعاله کړل شوي دي او حکومت یې هڅه کوي چې هر ماشوم ښونځي ته بوځي. نوموړي وویل هغه استادان چې سکولونو نه ځي د هغوی پرضد به قانوني ګامونه پورته کړي. له کوټې د مشال راډیو خبریال ایوب ترین ویډيو
د مارچ دويمه نېټه د بلوڅانو د کلتور ورځ د بلوچستان په ټولو بلوڅ مېشتو سيمو او مرکز کوټه کې د بېلابېلو غونډو او جشنونو په بڼه ولمانځل شوه. په دغو لمانځغونډو کې د بلوڅانو مېرمنو، ماشومانو او ځوانانو په شمول ځايي پښتنو مېرمنو او ځوانانو هم ګډون کړى وو. د ازادۍ راډيو خبریال بارکوال میاخېل ویډيو راپور
د روسیې ولسمشر یو ملتپاله - پوځي غورځنګ پیل کړی چې ورته ځوان پوځ ویل کېږي. په ویډیو کې ښودل شوې یوه ماشومه وايي، که زړه هم شي نو المانۍ یا جرمن ژبه زده کوي ځکه چې دا ژبه د پوتین زده ده. ویډیو وګورئ.
د افغانستان بغلان امنیتي چارواکي وايي،د دوشي ولسوالۍ نیکپی درې د بېرته نیولو په عملیاتو کې څو کلي د وسلهوالو طالبانو له ولکې پاک شوي. د امنیه قوماندانۍ ویاند ذبیح الله شجاع د پنجشنبې په ازادي راډیو ته وویل چې افغان امنیتي ځواکونه په سیمه کې د پرمختګ په حال کې دي او ۱۲ وسلهوالو طالبانو ته
په مومندو کې له ۲۰۰۹م کال راهیسې ۱۲۹ سرکاري تعلیمي ادارې د وسله والو لخوا په باروتو ویجاړې شوې دي چې په ځینو کنډوالو کې یې ماشومان زده کړې ترلاسه کوي. د مشال راډیو خبریال شاهنواز ترکزی د همدې یوه کنډوله ښوونځي ویډیويي راپور کښلی.
په سوات کي پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ، په پنجا ب او سیند صوبو کې پر پښتنو د ترهګرو تور لګول اوبېځايه ګرفتاريو پر ضد سخته احتجاجي مظاهره وکړه. دوی د پنجاب او سیند له حکومتونو غوښتي چې د کرکې خورولو دغه عمل دې په فوري توګه بند کړي. له احتجاج سره په څنګ د سيدوشريف کونسلر او د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ سوا
ګورنر اقبال ظفر جګړا پر فاټا اصلاحاتو د وفاقي کابینې پر منظوري له مشال راډيو سره په خپلو خبرو کې وویل په دې لړ کې اکثریت رایې دا وې چې له قبایلي سیمې دې له د خیبر پښتونخوا سره ګډې کړل شي. له خیبره د قامي اسمبلۍ غړی حاجي شاه جي ګل هم د وفاقي کابینې پرېکړې هرکلی وکړ.
د بلوچستان اسمبلۍ ډېریو غړیو په دغه صوبه کې د پولیسو له لوري د افغان کډوالو ځورول په کلکه غندلي او دا یې د بشري حقوقو سرغړونه بللې. دوی هیله څرګنده کړې چې نور به افغانان نه ځورول کېږي. په دې اړه ایوب ترین د بلوچستان اسمبلۍ له یو شمېر غړیو سره ویډیويي مرکه کړې.
د کابل لوېدیزې برخې پر شپږمه امنیتي حوضه پورې اړوند سیمه کې لومړی یو ځانمرګي برید وشو، وروسته یو وسله وال یوې ودانۍ ته ورننوتی دي او له هغه ځایه یې پر امنیتي حوضې او پوځي اکاډمۍ ډزې کړي دي.بلخو د کابل په ختیزه برخه ارزان قیمت سیمه کې چې،دوولسمه امنیتي حوضه ده، هم دوو وسله والو چې غوښتل یې
پښتنو زده کوونکیو او وکیلانو په پنجاب صوبه کې د ادعا له مخې له پښتنو سره د توکمیز توپیر او ځورولو پرضد لاریون وکړ او غوښتنه یې کوله چې له پښتنو سره دې ځورونه ژر تر ژره ودرول شي. د مشال راډیو خبریال محمد عمران ویډيو
نور پورته کړئ
زه مشال راډیو ته اجازه ورکوم چې ما ته زما پر تبصرې د غبرګون یا ځواب راستولو لپاره زما برېښلیک پته وکاوري
لېږل