د کابل لوېدیزې برخې پر شپږمه امنیتي حوضه پورې اړوند سیمه کې لومړی یو ځانمرګي برید وشو، وروسته یو وسله وال یوې ودانۍ ته ورننوتی دي او له هغه ځایه یې پر امنیتي حوضې او پوځي اکاډمۍ ډزې کړي دي.بلخو د کابل په ختیزه برخه ارزان قیمت سیمه کې چې،دوولسمه امنیتي حوضه ده، هم دوو وسله والو چې غوښتل یې
پښتنو زده کوونکیو او وکیلانو په پنجاب صوبه کې د ادعا له مخې له پښتنو سره د توکمیز توپیر او ځورولو پرضد لاریون وکړ او غوښتنه یې کوله چې له پښتنو سره دې ځورونه ژر تر ژره ودرول شي. د مشال راډیو خبریال محمد عمران ویډيو
د خیبر پښتونخوا په سرښار پېښور کې مدني فعالانو او سیاسي کارکنانو په پنجاب صوبه کې د ادعا له مخې د پولیسو له لوري د پښتنو ځورولو پرضد لاریون وکړ.
د پاکستان نورو ګنو برخو غوندې په بلوچستان صوبه کې هم افغان کډوال نیول کېږي چې له کبله یې نه یوازې په هغوی کې ویره خوره شوې بلکې د نیولو له وجې ورځنیو کارونو ته هم نه شي تلی. خو د صوبايي حکومت یو ویاند وايي یوازې هغه افغان کډوال نیسي چې قانوني پاڼې نه لري. د مشا
د بلوچستان حکومت ویاند انوارالحق کاکړ ویلي دي چې د کورني چارو وزیر سرفرازبګټي بیان په سمه توګه نه دی ورکول شو
د بلوچستان اسمبلۍ کې د حزب اختلاف مشر او د جمعیت علماء اسلام پارلېماني مشر مولانا واسع د وایس آف امریکا له ډیوه راډيو سره د دغه صوبې د کورنيو چارو وزیر سرفراز بګټي پر څرګندونو نیوکې کړې چې ویلي یې ول چې د صوبې په مدرسو کې یې په زرګونه افغان طالبان دیني زدکړې کوي. مولانا واسع زیاته کړه، ځینې
د عوامي نېشنل ګوند يو مشر ميا افتخار حسېن وايي ترهه ګر په پنجاب کې دي خو پنجاب حکومت نړۍ ته يوازې پښتانه د ترهه ګرو په توګه ښیي۔نوموړی وايي دا په سيمه کې د بدلېدونکو حالاتو برخه ده چې ہدف يې پښتنه سيمه يو وار بيا پښتنه ده.نور د اسرار عالم مومند په دې ویډیويي مرکه کې
د تورخم، چمن او پر ډېورنډ کرښه د لارو تړلو ۱۱ ورځې پوره شوې. د دوشنبې یا ګل پر ورځ هم په لواړګي بازار او د تورخم پر لار ګڼ خلک ولاړ ول. امنیتي چارواکو له افغانانو غوښتنه کړې چې له پېښوره دې لواړګي یا تورخم لوري ته نه ورځي او کله چې لار پرانیستل شوه نو ورته به اطلاع ورکړي. ویډیو وګورئ.
د اسلام اباد په لوک ورثه کې د نومیالۍ سندرغاړې زرڅانګې په نوم یو تالار نومول شوی چې پرانیسته یې نوموړې وکړه. لیکوالان او ادیبان وايي، داسې کارونه نور هم باید وشي او د هنرمندانو او لیکوالانو په نوم دې سړکونه، څلور لارې او ودانۍ ونومول شي. تفصیل په ویډیويي رپورټ کې.
د لورالايي (د سیمې خلک یې بوری بولي) ځېنې اوسېدونکي له دوو میاشتو راهیسې د اسلام اباد خبریالانو مرکز مخې ته احتجاجي ناسته کوي. دوی تور پورې کړی چې امنیتي ځواکونو یې خام یا کچه کورونه ورڅخه نیولي او وران کړي دي. دا کورونه دوی ته سرکار په اوږدمهاله کرایې یا لیز ورکړي ول. دوی د متبادل کور غوښتنه کوي.
د خیر ښېګڼې او خدماتو یوه ټولنه وايي، په بلوچستان کې ښځینه روغتیايي کارکوونکې ښه کار کوي. د روټري کلب مشر د یکشنبې یا اتوار پر ورځ د کوټې سفر پر وخت وویل، دا ښځې د پولیو په مخنیوي کې ښه کار کوي. پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې پکې د ګوزڼ وایرس لا هم شته. ویډیويي رپورټ وګورئ.
د لکي مروت د کلیوالو سیمو مشرانو په بنو کې خبري غونډې ته په وینا کې له حکومته د اسانتیاو غوښتنه کړې. دوی د یکشنبې یا اتوار پر ورځ ګواښ وکړ چې که غوښتنې یې پوره نشي، احتجاجونه کوي. دوی وویل، د دوی کلي وروسته پاتې دي. دې مشرانو وویل، له ډېرې مودې راهیسې د ژوند له بنیادي اسانتیاو بې برخې دي. رپورټ.
نور پورته کړئ
زه مشال راډیو ته اجازه ورکوم چې ما ته زما پر تبصرې د غبرګون یا ځواب راستولو لپاره زما برېښلیک پته وکاوري
لېږل