د خیر ښېګړې یوه اداره اېس پي او وايي چې د پاکستان آیین کې د اتلسم ترمیم وروسته په بلوچستان کې د بشري حقونو سرغړونه مخ په زیاتېدو ده او د مخنیوي لپاره یې باید قانون سازي وشي. دوی دغه څرګندونې په دغه اړه په کوټه کې یوه سېمینار ته کولې. د مشال راډيو خبریال ایوب ترین یې ویډیو راپور کښلی.
د پېښور فقیر اباد سیمې یوه اوسېدونکې حلیمه بي بي چې د درو ماشومانو مور ده وايي، له تېرو ۱۲ کالونو راهیسې په خپل کور کې يزې تشدد کېږي.دا زیاتوي په تاڼو او عدالتونو ډېره وګرځېدله خو انصاف یې و نه لید او د خپل خاوند له ویرې یې په ماشومان سکولونه هم پرېښودي دي. د شبیر احمد جان وی
د خېبر ایجنسۍ په لرې پرته سیمه تیرا میدان کې د پیړیو راهیسې میشت سیکان وایي چې هلته جګړو او بد امنۍ دوی هم ځپلي دي او خپلو کورونو پرېښود مجبوره شوي دي. د تیرا میدان ۶۰ کلن واتم سینګ اوس په پېښور کې ژوند کوي او مشال راډیو ته وایي چې پخوا یې په تیرا کې ډېر ښه وخت تیریده خو اوس له هر څه محرومه
د قبایلي سیمې د ځنګلاتو محکمي لخوا په مومندو کې د سپرلي موسم د بوټو لګول پیل شوي چې د دوی په وینا سږ کال به په یاده سیمه کې ۵ لکه او۶۰ زره بوټي لګول کېږي. په دې بوټو کې غوز، کیکر، بیره، پلوسه، نښتر ، لاچي یا سفیده او نور بوټي شامل دي. په دې اړه د شاهنواز ترکزي ویډیو وګورئ.
د روسیې د اورال غره پر سره د بودهایانو خانقاه ښايي په دا نېږدو کې د روسیې کانونو د یوه لوی شرکت له لوري و ړنګول شي. د مشال راډیو ویډيو
د شمالي وزیرستان بې کوره کړل شويو ځوانانو تنظیم په بنو کې د یو لاریون پر مهال له حکومته غوښتنه کړې چې دوی دې خپلو سیمو ته ستانه کړي. دوی وايي چې یوځل بیا د کډوالو ستنولو لړۍ ورو شوې ده. د عمردراز وزیر ویډیو رپورټ.
د پېښور پریس کلب مخې ته د پاړه چنار ځوانانو احتجاجي مظاهره وکړه دوی وویل،د جنورۍ پر ۲۱مه نېټه په پاړه چنار کې تر چاودنې وروسته پولیټکل انتظامیې شاوخوا۵۰ بې ګنا کسان نیولي دي. نور حال د غلام غوث ویډيويي راپور کې.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د مطبوعاتي څانګې مسؤل محمد اسماعیل کاووسي مشال راډيو ته وویل چې د سترې محکمې مخې ته نننۍ چاودنه کې ۱۹ تنه وژل شوي او ۴۱ نور ټپیان دي. کاووسي زیاته کړه چې د پېښې ټپيان د شهید سردار محمد داوود خان او وزیر محمد اکبر خان روغتونونو ته انتقال شوي دي. ویډیو: ابراهیم صاف
په کوټه کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د اسمبلۍ غړي مجید خان اڅکزي په یوه غونډه کې ویلي دي چې د افغانستان پولې ته نږدې په توبه کاکړي او توبه اڅکزي کې په زرګونه خلک په واوره کې بند پاته دي خو د حکومت له لورې دوی سره تر اوسه مرستې نه دي شوي. نوموړي سره ایوب ترین ویډیويي مرکه کړې...
په بنو کې نن د سېشنبې په سهار له منډان پولیس تاڼې سره نږدې ځانمرګې برید شوی چې پکې درې پولیس ټپیان شوي دي. په سیمه کې پولیس چارواکو مشال راډیو ته ویلي چې په دې پېښه کې پولیس تاڼې ته هم لږ زیان رسېدلی دي. د پېښې ذمه واري تحریک طالبان حلقه مسود او د تحریک طالبان پاکستان مرکزي ویاند محمد خراسان
د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د ګل په ورځ د فاټا اصلاحاتو د عملي کولو په اړه جرګه په کنونشن سنټر کې وشوه چې پکې اوسنیو او پخوانيو پارلېماني استازیو، فاټا سياسي اتحاد، قبايلي مشرانو، د فاټا وکيلانو او له زده کوونکی د جرګې برخوالو د پاکستان وفاقي حکومت ته د
د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د فاټا حقونو جرګه کې برخوالو دپاکستان وفاقي حکومت ته دړکه یا ګواښ کړی که د فاټا اصلاحات عملي نه کړل شول نو د مارچ میاشتې په لومړۍ اوونۍ کې به د پلازمېنې پر لور احتجاجي لاریون وکړي.
نور پورته کړئ
زه مشال راډیو ته اجازه ورکوم چې ما ته زما پر تبصرې د غبرګون یا ځواب راستولو لپاره زما برېښلیک پته وکاوري
لېږل