د روسیې د اورال غره پر سره د بودهایانو خانقاه ښايي په دا نېږدو کې د روسیې کانونو د یوه لوی شرکت له لوري و ړنګول شي. د مشال راډیو ویډيو
د شمالي وزیرستان بې کوره کړل شويو ځوانانو تنظیم په بنو کې د یو لاریون پر مهال له حکومته غوښتنه کړې چې دوی دې خپلو سیمو ته ستانه کړي. دوی وايي چې یوځل بیا د کډوالو ستنولو لړۍ ورو شوې ده. د عمردراز وزیر ویډیو رپورټ.
د پېښور پریس کلب مخې ته د پاړه چنار ځوانانو احتجاجي مظاهره وکړه دوی وویل،د جنورۍ پر ۲۱مه نېټه په پاړه چنار کې تر چاودنې وروسته پولیټکل انتظامیې شاوخوا۵۰ بې ګنا کسان نیولي دي. نور حال د غلام غوث ویډيويي راپور کې.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د مطبوعاتي څانګې مسؤل محمد اسماعیل کاووسي مشال راډيو ته وویل چې د سترې محکمې مخې ته نننۍ چاودنه کې ۱۹ تنه وژل شوي او ۴۱ نور ټپیان دي. کاووسي زیاته کړه چې د پېښې ټپيان د شهید سردار محمد داوود خان او وزیر محمد اکبر خان روغتونونو ته انتقال شوي دي. ویډیو: ابراهیم صاف
په کوټه کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د اسمبلۍ غړي مجید خان اڅکزي په یوه غونډه کې ویلي دي چې د افغانستان پولې ته نږدې په توبه کاکړي او توبه اڅکزي کې په زرګونه خلک په واوره کې بند پاته دي خو د حکومت له لورې دوی سره تر اوسه مرستې نه دي شوي. نوموړي سره ایوب ترین ویډیويي مرکه کړې...
په بنو کې نن د سېشنبې په سهار له منډان پولیس تاڼې سره نږدې ځانمرګې برید شوی چې پکې درې پولیس ټپیان شوي دي. په سیمه کې پولیس چارواکو مشال راډیو ته ویلي چې په دې پېښه کې پولیس تاڼې ته هم لږ زیان رسېدلی دي. د پېښې ذمه واري تحریک طالبان حلقه مسود او د تحریک طالبان پاکستان مرکزي ویاند محمد خراسان
د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د ګل په ورځ د فاټا اصلاحاتو د عملي کولو په اړه جرګه په کنونشن سنټر کې وشوه چې پکې اوسنیو او پخوانيو پارلېماني استازیو، فاټا سياسي اتحاد، قبايلي مشرانو، د فاټا وکيلانو او له زده کوونکی د جرګې برخوالو د پاکستان وفاقي حکومت ته د
د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د فاټا حقونو جرګه کې برخوالو دپاکستان وفاقي حکومت ته دړکه یا ګواښ کړی که د فاټا اصلاحات عملي نه کړل شول نو د مارچ میاشتې په لومړۍ اوونۍ کې به د پلازمېنې پر لور احتجاجي لاریون وکړي.
د مومندو یوشمېر ماشومان د وړیا تعلیمي پالیسۍ سره سره له وړیا کتابونو بې برخې دي او له دې وجې یې پر زده کړو هم بد اثر لوېدلی دی. د شاهنواز ترکزي ویډیو
د قبايلي سيمو اصلاحاتو په اړه د غونډو په لړ کې يوه بله جرګه په اسلام اباد کې روانه ده. د نننۍ جرګې یوه کوربانه او په پارلېمان کې د خيبر ايجنسۍ غړي شاه جي ګل اپرېدي مشال ريډيو ته وويل دوی غواړي د حکومتي کمېټۍ هغه وړانديز عملي شي چې ويلي يې ول قبايلي سيمې دې په ځلا
په اتوار/یکشنبه د وتلي ليکوال، شاعر او اديب ارواښاد ډاکټرخالق زيار د څلوېښتمې په مناسبت د هغه په کلي سدراجووړ درګۍ ملاکنډ کې يوه لويه دستوره وشوه چې پکې د پښتونخوا له بېلابېلو سيمو ليکوالانو، شاعرانو، سياسي مشرانو او د مدني ټولنې فعالانو ګډون وک
په فاټا کې د اصلاحاتو په اړه نن یو وارې بیا په اسلام اباد کې یوه بله جرګه کېږي چې پکې قبایلي مشران ګډون کوي. د قبایلي سیمو مشران اسلام اباد ته روان شوي او د خېبر ایجنسۍ نه د پارلیمان غړی حاجي شاجي ګل وايي دوی به پر حکومت فشار راوړي چې د کابینې په غونډه کې د فاټا د اصلاحاتو د
نور پورته کړئ
زه مشال راډیو ته اجازه ورکوم چې ما ته زما پر تبصرې د غبرګون یا ځواب راستولو لپاره زما برېښلیک پته وکاوري
لېږل