د بلوچستان اعلا وزیر نواب ثناءالله زهري ویلي دي چې په صوبه کې به معذورانو ته سرکاري نوکریانې، شاوخوا۱۵۰موټرسایکلونه او تر ۲۰۰زیات لېپ ټاپونه به ډېر ژر ووېشل شي. نوموړي دا خبره د معذورانو اتحادیې لخوا د کوټې پریس کلب مخي ته د احتجاجي کېمپ ختمولو پر مهال وکړه. د ایوب ترين ویډیو
د ملګرو لپاره د امریکا نوي سفیر چې دا یې د امنیت شورا ته خپله لومړنۍ مخامخېدنه وه وویل، امریکا به له روسیې خپل بندیزونه تر هغو وانخلي چې کرایمیا یې د اوکراین په ولکه کې نه وي ورکړې. سفیرې نیکي هلې د اوکراین ختیځ کې د جګړې په توېدو روسیه وغندله او دا یې تېريکوونکي ګامونه وبلل. د رویټرز ویډیو
اوکرایني ځواکونه د هېواد په ختیځ کې له روس پلوه بېلتونپالو سره په پنځم ورځ هم په جګړه بوخت ول. له تېرو څو ورځو راهیسې نښتې مخ په زیاتېدو دي.
د خیبر پښتونخوا د سوات په سېلانۍ سیمه مالم جبه کې په لومړي ځل په نړيواله کچه سکیینګ (پر واورو ځغل) سیالۍ پیل شوې دي چې پکې د نهو هېوادونونو لوبغاړې برخه اخلي. په دې اړه د نیاز احمدخان ویډیو وګورئ.
د فبروري په دویمه نېټه په سلګونه کسان د بخارست سړکونو ته راوتلي ول. د مظاهرو په دوام نن د جمعې ورځ د تجارت وزیر فلورین یینو په خپل فیسبوک استعفا اعلان کړې ده. یوه ورځ مخکې څه باندې درې لاکه خلکو د رومانیا په پنځوسو ښارونو کې د فساد پر ضد مظاهره وکړه. پرون ګڼو مظاهره چیانو له پولیسو سره شخړه هم وکړه.
د هلمند لښکرګاه د پولیسو روزنې له مرکزه وروسته له څه مودې ۷۵ سرتېري د ۸ اونیو په موده کې فارغ شول. چارواکي وایي، ۱۴۴۵ نور پولیس تر روزنې لاندې دي کله چې فارغ شول نادعلي او یو شمېر سیمو ته به د عملیاتو لپاره واستول شي. ویډیو: محمد الیاس داعي او ایډیټ: محمد ابراهیم صافی
د کابل ښاروالۍ مسؤلین وایي چې په تېره میاشت کې د یخنۍله امله شاوخوا ۳۰ روږدي کسان وژل شوي دي.
د خېبر پښتونخوا ګورنر اقبال ظفر جګړا د چارشنبې په ورځ د شمالي وزیرستان دوره وکړه او هلته یې نه یوازې د پرمختیایي چارو جاج اخېستی بلکې د یو شمېر نورو ترقیاتي منصوبو اعلان یې هم وکړه. دعمردراز وزیر ویډیو.
په ننګرهار کې څه باندې لس زره کورنیو سره چې تازه له پاکستانه راستنې شوي د خوراکي توکو مرسته وشوه. د دې مرستې د توزېع مسؤل ډاکتر اسماعيل نیازی وايي، دا مرسته د نړیوال غذايي پروګرام یا «ډبليو. اېف. پي» لهخوا ده چې د «اېف. جي. ای» ټولنې په مرسته توزېع شوې ده. ویډیو: شاه محمود شینواری، ایډیت: ولي
د بلخ د حوزوي روغتون مسؤلین وايي چې تېره شپه په کشندې ولسوالۍ کې یو سړي له خپلې ښځې غوږونه پرې کړي دي. د دغه روغتون سرطبیب خواجه نور محمد فیضي وایي، د زرینا په نوم دغه ۲۳ کلنه ښځه د کورني تاوتریخوالي له امله د پېښې ښکار شوې ده. ویډیو: مجیبالرحمن حبیبزی، ایډیت: تمیم اخګر
په کوټه کې دوکیلانو اتحادیې او د ښځو د حقونو لپاره کارکونکې دخیرښیګري د بېلابېلو ادارو یوه غونډه وشوه . په دې غونډه کې پریکړه وشوه د ښځو د حقونو د دفاع لپاره د یو دفتر چارې وکیلانو ته وسپارل شوی. دا دفتر ۱۵ مياشتې وړاندې جوړ کړل شوی وو. غونډې ته د وینا په وخت وکیلانو او د حقونو دفاع کوونکو وو
د افغانستان د زابل امنیتي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په یو شمېر غرنیو سیمو کې داعش او نورو بهرنیو وسلهوالو ډلو د روزنې مرکزونه جوړ کړي. د زابل امنیه قوماندان جنرال میرویس نورزی وايي چې د دغه ولایت لیرو پرتو غرنیو سیمو کې داعش او نورو وسلهوالو ډلو مرکزونه جوړ کړي او په دغو مرکزونو کې نویو
نور پورته کړئ
زه مشال راډیو ته اجازه ورکوم چې ما ته زما پر تبصرې د غبرګون یا ځواب راستولو لپاره زما برېښلیک پته وکاوري
لېږل