د خیبر پښتونخوا په سوات کې د یوې غیر دولتي ټولنې (خپل وطن) چې مالي مرستې یې په اسټريليا کې د سوات یو مسافر کوي غونډه وشوه. په دغه غونډه کې په سلګونو د پښتو کتابونه د انګريزي ژبې پر زده کوونکو وویشل شول. په دې اړه د نیاز احمد خان ویډیو وګورئ.
د جنوبي وزیرستان عرفان مسود وايي چې په مارشل ارټ کې د سوکوهنې او ګونډوهنې په پنځه جهاني ریکارډونه جوړ کړي چې د ګینیس په نړیوال کتاب کې نوم راغلی دی. دی وايي چې په دې برخه کې یې څلور نور جه
د امریکا په ملاتړ د عراقیو امنیتي ځواکونو د موصل پر هوايي ډګره او هلته نېږې پر یوه پوځي مرکز حمله کړې ده. دغه عملیات د فبرورۍ پر۲۳ نېټه پیل شو چې موخه له غربي برخې د اسلامي دولت وسله والو ډلې له منځه وړل دي. د عراق ځواکونو د تېره میاشت د موصل ختیځه برخه له وسله والو بیرته نیولې وه.
د آیس يا کرسټل نومې نشه يي توکې اوس د خيبر پښتونخوا نېږدې په هره ضلع کې کارول کېږي. دا نشه څومره خطرناکه ده، د نشه يانو ژوند او انجام یې څه وي؟ تفصيل په دې ځانګړي رپورټ کې.
په پاکستان کې د یورپي یونین سفیر جوا فرانسوه کتان وایي په سیمه کې د مسلو هوارولو غوره لار د مذاکراتو مېز دی چې یورپ له لسیزو راهېسي خپله کړې او خپلې مسلې پرې هواروي. جوا فرانسوه کتان د مشال راډیو له خبریالې رابعې اکرم خان سره په اسلام اباد کې د یوې ځانګړې مرکې پر مه
د سوات شل کلنه شمع وايي چې اته کاله وړاندې د دولسو کالو په عمر په پېښور کې واده شوې وه او خپلې سخرګنې پرې ګډاګانېکېږي چې مخنيوی يې پکار دی. له
نن په کابل کې د پاکستان پرضد اعتراضیه غونډه وشوه، په دې غونډه کې د مدني فعالانو سربېره لسګونو نورو کسانو هم ګډون کړی و او د پاکستان پرضد یې شعارونه ورکړل.
د شوکدر (شبقدر) د ملوک کورونو په دوو ښوونځيو زده کوونکي پر وچه ځمکه ناست زده کړې تر لاسه کوي.د دغو سکولونو استادان له حکومته زده کوونکو لپاره په سکولونو کې د تعلیمي اسانتیاوو برابرولو غوښتنه کوي. په دې اړه د شاهنواز ترکزي ویډیو.
نن پنجشنبه د تورخم دروازې تړل کېدو اوومه ورځ ده چې له وجې یې د پېښور او تورخم ترمنځ د خیبر درې په لویه لاره د مالونو ډک په سلګونه ګاډي ولاړ دي. د دغو ګاډو ډریوران وایي چې ستونزې ورځ تر بلې زیاتېږي او په ګاډو کې یې سبزۍ او میوې په خرابېدو دي. دوی وايي، د شپې مهال د خپلو ګاډو څوکۍ په خپله کوي، خ
په بنو کې د خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو د کالجونو استادانو په یوه غونډه کې له حکومته زده کوونکو لپاره تعلیمي او په لرې پرتو سیمو کې استادانو ته مالي اسانتیاوو برابرولو غوښتنه وکړه. د عمر دراز وزیر ویډیو.
د خېبر پولیټیکل چارواکي وایي،د سشنبې په ورځ امنیتي ځواکونو پاکستان ته په غیر قانوني لارو ننوتي ۵۲ افغان وګړي د تورخم په دروزه د افغانستان چارواکیو ته سپارلي. دوی وايي دغه کسان یې له ډیورنډ کرشې سره نېږدې د خېبر ایجنسۍ په بېلا بېلو برخو کې نیولي ول او سفري اسناد ورسره نه وو. په تورخم کې ټول سرکار
د کوز ګنداو بره مومندو ۱۹ کلن محسن خان مومند سږ کال د ړندو نړيوال کرکټ لوبو کې برخه اخېستی وه. دی وايي ټیم یې په هند کې پرله پسې ۱۰ کرکټ لوبی وګټلې خو پایلوبه هندي لوبډلې یووړه. محسن خان د لسم جماعت د امتحان
نور پورته کړئ
زه مشال راډیو ته اجازه ورکوم چې ما ته زما پر تبصرې د غبرګون یا ځواب راستولو لپاره زما برېښلیک پته وکاوري
لېږل