په کوټه کې د قامي یووالي په نوم یوې جرګې له حکومته غوښتنه کړې چې په مارچ کې په کېدونکې سرشمېرنه کې دې افغان کډوال نه شمارل کېږي. د یکشنبې یا اتوار ورځې دې جرګې ته د زیاتره ګوندونو مشران او غړي ورغلي ول خو د پښتونخوا ملي عوامي او عوامي نیشنل ګوندونو استازي یا مشران نه ول ورغلي. ویډیويي رپورټ.
د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پېنس د دوشنبې یا ګل پر ورځ په بروکسل کې د اروپايي ټولنې له چارواکو سره په لیدو کې هغوی ته د واشنګټن د ملاتړ باور ورکړی. ده وویل، هېواد یې د اروپايي خاورې دفاع ته ژمن دی. پېنس زیاته کړه چې روسیه دې د ختیځ اوکراین په اړه خپلې ژمنې پوره کړي. ویډیو وګورئ.
د پاکستان د سرحدي او قبایلي چارو وزارت سېکرتر ارباب محمد شهزاد هغه خبرونه رد کړي چې ګواکې په ۲۰۱۶ز کال کې پاکستاني حکومت افغان کډوال په زور له هېواده ایستلي ول. نوموړي نن په پېښور کې له خبریالانو سره په خبرو کې دا تور هم رد کړ چې ګواکې د پولیسو ناروا چلند له کبله کډوال افغانستان ته ستنېدو ته اړ شول.
د پاکستان د سرحدي او قبایلي چارو وزارت سېکرتر ارباب محمد شهزاد د پېښور په تهکال کې د پینځو ښوونځیو د بیاودانۍ پروژه پرانیستې چې پکې درې یې د نجونو دي. تفصیل په ویډیويي رپورټ کې.
د انډس کلچر فورم د سیوري لاندې په اسلام اباد لوک ورثه کې د مورنیو ژبو لړ کې دوه ورځنئ ادبي میله د اتوار په ورځ سر ته ورسېده. چې پکې د ټول پاکستان نه د فن، هنر او ادب سره تړلې خلکو ګډون وکړ. او د مورنیو ژبو په اهمیت او ارزښت يي خبرې وکړې. تفصیل د سراج ظهیر او عمران یونس په ویډیویي راپور کې.
د بنو په مرکزي جیل کې د ښځو وارډ مشره توحید بیګم وايي چي د جیل پولیسو ورباندې تشدد کړی، او اوس انصاف غواړي. هغه وایي په جیل کې دننه د خپل کار پر وخت پرې تشدد شوی او د یو پولیس او حوالدار لخوا زورول شوې ده. توحید بیګم وایي په جیل کې دننه پولیس د ښځو سره ناسمه رویه ساتې او کنځلې هم ورته کوي.
د فبرورۍ په ۱۸مه نېټه د پښتو ژبې د وتلي شاعر او ادیب امیر حمزه خان شینواری ۲۳م تلین ولمانځل شو. حمزه شینواري نه یوازې د پښتو ادب لپاره ډېر خدمات کړي بلکې فلسفه او تصوف کې هم ځانګړی مقام لري. د نوموړي د ژوند، فن او شخصیت په اړه د شاعر او لیکوال اباسین یوسفزی داسې وايي. د فرهاد شینواري ویډیو.
د بغلان د عامې روغتیا ریاست وايي، په دغه ولایت کې په نشه د روږدو کسانو شمېر مخ په زیاتېدو دی. د یاد ولایت د عامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکټر عبدالعلیم غفاري وویل چې په دې وروستیو کې ۵۰ زره کسان په نشه یې توکو روږد شوي دي. وېډیو بشیر احمد غزالي اېډیټ ابراهیم صا
پر تورخم دروازه افغانستان او پاکستان تلونکي وګړي شکایت کوي چې د لارې له تړلو سره یې ناروغان سخت کړېږي. پر تورخم ایسار ډرایوران وايي چې په ټرکونو کې یې مېوې او سبزي بار کړي دي که یې پر وخت و نه رسول نو د ورستېدو او خرابېدو خطره یې ده. د تورخم پولیټیکل تحصیلدار ش
د پاکستان په یو شمېر ښارونو کې د ناامنیو او پېښو زیاتېدو وروسته د بلوچستان حکومت په کوټه ښار کې کلک امنیتي ګامونه پورته کړي دي. په مهمو سرکاري ودانیو يې د حفاظت لپاره نه یوازې پولیس او سرحدي عسکر درولي دي بلکې پر سړکونو د امنیتي سرتېرو ګزمه هم زیاته کړې ده. د ایوب ترین ویډیو.
د مونټنېګرو په مرکز پودګورېتسا کې شاوخوا ۲۰۰۰ ښځو د حکومتي دوانۍ مخې ته د یو قانون پر ضد مظاهره وکړه. د دغه قانون له مخې د ټول عمر لپاره هغو مرستو کې کمی راځي چې د دوو یا زیاتو ماشومانو لرونکو میندو ته ورکول کېږي.
د قزاقستان یوه پوځي چورلکه د لويې لارې په منځ کې کېناسته. د هیلېکوپټر پیلوټانو د لارې معلومولو لپاره د مرستې غوښتنه کوله.
نور پورته کړئ
زه مشال راډیو ته اجازه ورکوم چې ما ته زما پر تبصرې د غبرګون یا ځواب راستولو لپاره زما برېښلیک پته وکاوري
لېږل