د انډس کلچر فورم د سیوري لاندې په اسلام اباد لوک ورثه کې د مورنیو ژبو لړ کې دوه ورځنئ ادبي میله د اتوار په ورځ سر ته ورسېده. چې پکې د ټول پاکستان نه د فن، هنر او ادب سره تړلې خلکو ګډون وکړ. او د مورنیو ژبو په اهمیت او ارزښت يي خبرې وکړې. تفصیل د سراج ظهیر او عمران یونس په ویډیویي راپور کې.
د بنو په مرکزي جیل کې د ښځو وارډ مشره توحید بیګم وايي چي د جیل پولیسو ورباندې تشدد کړی، او اوس انصاف غواړي. هغه وایي په جیل کې دننه د خپل کار پر وخت پرې تشدد شوی او د یو پولیس او حوالدار لخوا زورول شوې ده. توحید بیګم وایي په جیل کې دننه پولیس د ښځو سره ناسمه رویه ساتې او کنځلې هم ورته کوي.
د فبرورۍ په ۱۸مه نېټه د پښتو ژبې د وتلي شاعر او ادیب امیر حمزه خان شینواری ۲۳م تلین ولمانځل شو. حمزه شینواري نه یوازې د پښتو ادب لپاره ډېر خدمات کړي بلکې فلسفه او تصوف کې هم ځانګړی مقام لري. د نوموړي د ژوند، فن او شخصیت په اړه د شاعر او لیکوال اباسین یوسفزی داسې وايي. د فرهاد شینواري ویډیو.
د بغلان د عامې روغتیا ریاست وايي، په دغه ولایت کې په نشه د روږدو کسانو شمېر مخ په زیاتېدو دی. د یاد ولایت د عامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکټر عبدالعلیم غفاري وویل چې په دې وروستیو کې ۵۰ زره کسان په نشه یې توکو روږد شوي دي. وېډیو بشیر احمد غزالي اېډیټ ابراهیم صا
پر تورخم دروازه افغانستان او پاکستان تلونکي وګړي شکایت کوي چې د لارې له تړلو سره یې ناروغان سخت کړېږي. پر تورخم ایسار ډرایوران وايي چې په ټرکونو کې یې مېوې او سبزي بار کړي دي که یې پر وخت و نه رسول نو د ورستېدو او خرابېدو خطره یې ده. د تورخم پولیټیکل تحصیلدار ش
د پاکستان په یو شمېر ښارونو کې د ناامنیو او پېښو زیاتېدو وروسته د بلوچستان حکومت په کوټه ښار کې کلک امنیتي ګامونه پورته کړي دي. په مهمو سرکاري ودانیو يې د حفاظت لپاره نه یوازې پولیس او سرحدي عسکر درولي دي بلکې پر سړکونو د امنیتي سرتېرو ګزمه هم زیاته کړې ده. د ایوب ترین ویډیو.
د مونټنېګرو په مرکز پودګورېتسا کې شاوخوا ۲۰۰۰ ښځو د حکومتي دوانۍ مخې ته د یو قانون پر ضد مظاهره وکړه. د دغه قانون له مخې د ټول عمر لپاره هغو مرستو کې کمی راځي چې د دوو یا زیاتو ماشومانو لرونکو میندو ته ورکول کېږي.
د قزاقستان یوه پوځي چورلکه د لويې لارې په منځ کې کېناسته. د هیلېکوپټر پیلوټانو د لارې معلومولو لپاره د مرستې غوښتنه کوله.
په پېښور کي د ججانو پر یوه ګاډي د چارشنبې/شورو ورځ د یوه ځانمرګي برید وروسته چې پکې یو ډرایو ووژل شواو درې ښځینه یو نارینه قاضیان یې ژوبل کړل د پېښې پرضد وکیلانو په ټوله خیبر پښتونخوا کې کاربندېز کړی دی. مشر وکیل او سیاستوال لطیف اپرېدي مشال راډيو ته وویل، دغه پېښې به هله ختمېږي په افغانستان کې د
په اسلام اباد کې د شورو په ورځ د پاکستان افغانستان او د یو اېن اېچ سي ار ترمينځ د شوي تړون له مخې په پاکستان کې مېشت رجسټرډ افغان کډوال به په دغه هېواد کې د سږني کال د دسمبر تر ۳۱ نېټې پورې په قانوني توګه ایسارېدای شي او نا رجسټرډ هغه به یې رجسټرېږي. د سېفران وفاقي وزیر عبدالقادر بلوچ وویل چې په
تېره شنبه/خالي ورځ د بلوچستان حکومت په صوبه کې د بېکيفيته او جعلي درملو پر ضد د ګام اخېستو په لړ کې په کوټه ښار کې ۳۰ درملتونونه تړلي دي. د بلوچستان درملو څارنې اداره وايي، په صوبه کې ۸۰ سلنه جعلي او بېکيفيته درمل پلورل کېږي چې وايي، تل پر هغو ناروغانو پلورل کېږي چې له کليوالو سيمو يا له افغانستان
په کونړ کې دتیرو بارانونو له امله په زیانمنو شوو کورنیو مرستې وویشل شوې .دغه مرستې نیړنو پیښو سره دمبارزې ریاست ،سرې میاشتې او اي او ایم لخوا وویشل شوې پدې اړه نور راپور له روح الله انوری واورئ
نور پورته کړئ
زه مشال راډیو ته اجازه ورکوم چې ما ته زما پر تبصرې د غبرګون یا ځواب راستولو لپاره زما برېښلیک پته وکاوري
لېږل