په کونړ کې دتیرو بارانونو له امله په زیانمنو شوو کورنیو مرستې وویشل شوې .دغه مرستې نیړنو پیښو سره دمبارزې ریاست ،سرې میاشتې او اي او ایم لخوا وویشل شوې پدې اړه نور راپور له روح الله انوری واورئ
د دوشنبې ورځ ماسپښین د خیبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې پر موټرسایکل سپاره یوه ځانوژونکي بریدګر پر یوه سرکاري ګاډي چې قاضیان (ججان) پکې سپاره ول خپلځان چولی. په پېښه کې د ګاډي ډرایور وژل شوی او د درو ښځو په ګډون پنځه تنه ژوبل دي. پولیس چارواکي وايي، په دغو ژوبلو کې یې څلور قاضیان یا جوډیشل
د پاکستان شماریاتو محکمې ډاریګټر حبیب الله خټک وایي، په هېواد کې راتلونکې میاشت به سرشمېرنه په دوو مرحلو ترسره کېږي. په لومړۍ مرحله کې به ټولې صوبې او په دویمه مرحله کې د پاکستان ترواک لاندې کشمیر، قبایلي سیمې او ګلګت بلتستان شامل وي. حبیب الله خټک وايي په خوست کې مېشت د شمالي وزیرستان بې کوره
د مومندو اېجنسي په غلنۍ هېډکواټر کې نن(چارشنبه)سهار په يو ځانمرګي بريد کې د دوو ليويز سرتېرو په ګډون څلور کسان وژل شوي او پینځه نور ژوبل دي. له سيمې د مشال راډيو خبريال د چارواکو په حواله وايي چې دوه ځانمرګي بريد کوونکي د پوليټکل کالونۍ په لويه دروازه ورغلل چې يو پکې ځان و
د فبرورۍ په ۱۴مه نېټه د سربیا په پلازمېنه بلغراد کې په لسګونه خلکو لاریون وکړ چې د یوه نړیوال کمپاین له مخې پر ښځو د کېدونکې تاوتریخوالي او تشدد په اړه اګاهي پیدا کړي. په دې اړه دا ویډیو وګورئ.
د بلوچستان په مرکز کوټه کې بېګا شپه په یوه بمي چاودنه کې دوه پولیس وژل شوي او شپاړلس نور ټپیان شوي د په چادونه کي کمانډر عبدالرازق او پولیس والا عبدالمجید وژل شوي او ۱۶ تنه نور ژوبل دي
افغان سیاسي کارپوهان وايي، پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د سرو پوځونو یرغل، په دې هېواد کې سیمه ییزو لاسوهنو ته لاره اواره کړه. ویډیو او ایډیټ: تمیم اخګر
افغان ولسمشر وايي، د بحران ختمولو ټينګه اراده لري او نړيوالو ته د ترورېزم ختمولو پيغام ور کوي چې وسله وال مخالفین او د دوی باداران به هېڅ کله خپلو شومو اهدافو ته ونه رسېږي. ولسمشر اشرف غني وايي، وسله وال مخالفین او د دوی باداران هېڅ کله خپلو اهدافو ته نشي رسېدای او افغانستان يو ځل بیا ټولو
د سریبا په بلغراد کې په سلګونه پناه غوښتونکیو او کډوالو ته د لرګیو بخارۍ ورګړل شوي چې له سړو یخنیو ځان ګرم وساتي.دا بخارۍ به له پناه غوښتوکیو سره له هغه کنډواله ګودامونو کې د زهرجنو ګسیونو کمولو کې مرسته وکړي چې دوی پکې اوسېږي.
د جمرود کالج زده کوونکو د سکالرشېپ (وظیفي یا بورس) د پیسو بیا بحالولو لپاره احتجاجي مظاهره کړې ده. د ګل یا دوشنبې پر ورځ په دې مظاهره کې زده کوونکو وویل، انتظامیې له دوو کلونو راهیسې په دوی د سکالرشېپ پیسې بندې کړې دي. ویډیو وګورئ.
په قبایلي او نیمه قبایلي سیمو کې د ګوزڼ ناروغۍ واکسیني کیمپېن پیل شوی دی. چارواکي وايي، دا کیمپېن به د فبرورۍ تر ۱۵مې روان وي او دا چې ټول خلک دې خپلو تر پینځو کلونو پورې ماشومانو ته د پولیو مخنیوي څاڅکي ورکړي. تفصیل په دې رپورټ کې.
په کابل کې د ۱۰۱ اسمايي زون پولیس وايي چې په وروستۍ یوه میاشت کې یې ۲۹۵ کسان نیولي چې په وژنو، وسلهوالو غلاوو، د مخدره موادو خرڅلاو او نورو غیر اخلاقي کارونو کې یې لاس درلود. د کابل د ۱۰۱ اسمايي زون قوماندان عبدالرحمن رحیمي چې د دوشنبې په ورځیې دا نیول شوي کسان رسنیو ته ښکاره کول وویل چې له دې
نور پورته کړئ
زه مشال راډیو ته اجازه ورکوم چې ما ته زما پر تبصرې د غبرګون یا ځواب راستولو لپاره زما برېښلیک پته وکاوري
لېږل